ما وویل د ټرمپ او زموږ د ولس احساسات دې لږ کنټرول شي، بیا به په سړه سینه ورباندې خبرې وکړو.
په اوکراین کې د جګړې د ټرمپ رواني تبلیغاتو د پوتین ملاتړ د جګړې روانې ستراتيژۍ ته نوی رنګ ورکړی پر اروپایانو او اوکراینیانو یې فشار زیات کړی،او د جګړې نرخ یې لوړ کړی دی.
هغوی چې وايي اوکراین به دوهم افغانستان شي،یا زلینسکي د امریکا او اروپايي هېوادونو لپاره خپل وطن د جګړې ښکار کړ، ناسم تحلیل کوي.
د اوکراین د جګړې ماهیت، فزیکي بڼه، تګلاره، او دعوا د افغانستان له کورنۍ جګړې سره هېڅ ورته والی نه لري.
پر اوکراینیانو روسانو بشپړ یرغل کړی، که څه هم مسکو لا هم دا “خاص عملیات” بولي، خو خبره ترې وختي ستره شوی ده.يا په بله مانا؛روسان په رڼا ورځ اوښ په بډه وهي،خو دا دې افغانستان په شان د نارضه وروڼو جګړه نه؛بلکې د دوو جلا ملتونو، هېوادونو او جغرافیاوي سیمو ترمنځ جګړه ده.
دا یوازې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه نه ده، بلکې په دې کې پیاوړي، کمزوري، او له راتلونکي څخه وېرېدونکي ټول نړیوال لوبغاړي ښکېل دي.
دا دومره لویه جګړه ده چې که د طنز په ژبه ووایو، د پوتین مړ پلار او د ټرمپ نیا چې هم له قبره راووځي،دا جګړه به د څو میاشتو یا کلونو په اوږدو کې حل نشي.
پوتین او ټرمپ دواړه اوس پر دې پوهېږي چې دا جګړه دومره ژر ختمېدونکې نه ده، خو یو ډول دروغجنه لابي ورته روانه ده.
د اروپايي هېوادونو او نړیوالو لوبغاړو؛د رواني جګړې تر فشار لاندې کېدل، دا شخړه د “گریټ گېم” یوه تجارتي برخه هم جوړوي.
افغانان هم وخت ناوخته د اوکراین جګړې په اړه مختلف قضاوتونه کوي،خو د افغانستان جګړه د اوکراین له وضعیت سره ۱۸۰ درجې توپیر لري.
دا رېښتيا ده چې امریکا په افغانستان کې پر جمهوریت سودا وکړه، هغه هم د دې لپاره چې د اوکراین پر برخلیک تمرکز وشي.
دا چې ټرمپ پر بایډن تور پورې کوي چې له افغانستانه غیرمسوولانه ووت،هغه ناسم و او دا ناسم دي،دا یوازې د عوامو د تېرایستلو لپاره دي. ځکه اوکراین اروپا او امریکا ته همدومره ارزښت لري لکه څومره يې چې پوتین ادعا کوي.
اوکراینیانو هم په دې درې کلنه جګړه کې مهمې نظامي تجربې او مهارتونه ترلاسه کړي دي. تقریباً اووه میاشتې وړاندې د نړیوالو شریکانو له مشورې پرته اوکرایني ځواکونو د روسیې پر کورسک سیمه یرغل وکړ،تقريبا ۹۳ کلي او کوچني ښارګوټي یې ونیول، او ۱۲۰۰ کیلومتره مربع سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
اوکراینیان اوس په جګړه کې ډېر زړور دي، د شرایطو او امکاناتو سره سم تغیر کوي.او په لويه کچه يې پرمختللي تکنالوژي ته مخه کړي ده.
هغوی خپل کور دننه د نظامي تجهیزاتو تولید ته دوام ورکړی، او تازه یې داسې پرمختللي ډرونونه جوړ کړي چې تر ۲۰۰ کیلوګرامه بار وړلی شي او ۲۰۰۰ کیلومتره فاصله وهي.
د اوکراین جګړه یوازې د زلینسکي سیاسي فرصت نه دی، بلکې دا دې اوکراین ملت د خپلواکۍ جګړه ده. دا د روسانو له ظالمانه یرغل سره د یوه ملت مقابله ده. اوکراین د خپلې خاورې، ولس، او هویت لپاره مبارزه کوي.
دا چې جګړه به څوک ګټي، وخت ته انتظار په کار دی. خو یوه خبره روښانه ده، دا یوازې د څو غونډو او رواني جګړې تبليغاتي برخه نه ده، بلکې د نړیوال سیاست یوه ژوره معادله ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.