زيړه غوا (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

429

یو وه او يو نه و، د سیندنۍ په نوم يوه يتیمه جينۍ وه، چې میرې مور به يې پرې ډير ظلم  کوو. هره ورځ به یې مور ورته خپله زيړه غوا مخکې کړه او داسې به يې ورته وويل:
دا غوا به نن د غره هغه غاړې ته بوځې، چې ډير واښه په کې شنه دي او ته به دا يو پاو پنبه هم پر دې څرخه وريشې.
سيندنۍ به مور ته په عاجزۍ وکتل او بيا به يې غوا مخکې کړه، هماغه شنو واښو ته به يې بوتلله، په خپله به يې په ډيرې چټکۍ څرخه کوله، چې تر مازديګر پورې، ټوله پنبه وريښې، خو هر څه چې به کوښښ وکړ، پنبه به لا هم پاتې وه.
د خوړو له پاره به يې يوازې يو د خمچو، يا د ګدنو ټيکلې ورکوو، چې د سیندنۍ له مرۍ به ته تيريده، بیا به يې هغه ټيکلې، د زيړې غوا په خوله کې ورکړ.
په همدې ډول به يې پنبه په څرخه ريښله او هم به يې له سترګو اوښکې روانې وې.
 يوه ورځ غوا په خبرو راغله او له سیندنۍ يې داسې پوښتنه وکړه:
ته ولي خپل خواړه ماته راکوې او بيا دومره ډيره پنبه ژر، ژر ريښې او مدام ژاړې.
سيندنۍ په ژړا کې غوا ته داسې وويل:
زما مور مړه شوې، پلار مې خوارۍ، غريبۍ پسې له کوره وځي او میره مور مې ستا د څرولو له پاره، ما له کوره دومره لرې راليږې، چې تر څنګ یې دا پنبه راباندې هم پر څرخه ريښې.
غوا بيا پوښتنه وکړه:
ته خو خپله ډوډ‌ۍ هم نه خورې او هغه ماته راکوې.
سيندنۍ ځواب ورکړ:
زه يې نه شم خوړلې او له مرۍ مې نه تيريږې. دلته غوا پر زمکه پريوته او سیندنۍ ته يې داسې وويل:
ته زما لومړی ښې او بيا کيڼ ښکر ته پورته شه او په کې ننوځه. سیندنۍ بې زړه وه او نه يې شول کولې چې، د غوا، ښکر ته پورته شي.
غوا بيا وويل:
هله شابه! مه ويريږه، لومړی مې ښې ښکر ته پورته شه.
سيندنۍ د غوا خبره ومنله او ښې ښکر ته يې پورته شوه، چې سرې په کې ښکته کړ، ډيره ژر په کې ورننوته، هيڅ باور يې نه شو کړاي، چې شين بن او د سپينو رڼو اوبو چينې په کې روانې وې. هلته يې اوبه وسکلې او د ګلانو منځ کې وګرزیده، تر څو په ستنه د غوا مخې ته ښکته شوه.
غوا ورته وویل:
اوس د کيڼ ښکر وار دی، هلته پورته شه!
سیندنۍ ژر د غوا کيڼ ښکر ته پورته شوه، لا حيرانۍ واخيسته، چې په کې ډول، ډول خواړه پراته وو او هم خوندور انګور، انار او نورې ميوې. تر څو چې کولې شو، هغه یې وخوړل، بيرته په ستنه د غوا مخې ته ښکته شوه.
غوا وويل:
هيڅ انديښنه مه کوه، وروسته له دې هره ورځ زما په ښکر کې، چکر وهلی شی او هم هر ډول طعامونه خوړلې شې.
په دې ورځ د سیندنۍ نس موړ شو او ډير ژر يې پنبه وريښله، مازديګر يې غوا کور ته ورسوله.
بله ورځ ژيړې غوا سیندنۍ ته وويل:
ته به نن د باد کورته لاړه شي، چې هر کار يې درته ووایه، سم يې تر سره کړه او هم ستا پنبه به د باد مور درته وريښې.
همدا و چې سیندنۍ د باد کورته لاړه، د باد سپين سرې مور په څو شيبو کې پنبه ورته وريښله او سيندنۍ ته يې داسې وويل:
پاڅه ډير ژر زما کور راته جارو کړه!
سیندنۍ ټول کور جارو کړ، د کور پر هره خوا پيسې او سره زر پراته وو، هغه يې راټول کړل او د باد د مور مخکې يې کښيښودل.
د باد مور ورته وويل:
اوس خـــو وګـټـلـه تــا
چې تـا وکړلـه ريښتـيـا
په عمل کې يې صادقـه
پـه ښـکـاره او بــرالا
سپين سرې ورته بيا وويل:
شاباس! ته ډيره صادقه جينۍ يې. کله چې د سهار لمر څړیکه ووهې، ته ورته خپل مخ ښکاره کړه او چې خره رمباړه وکړه، بيا دې مخ پټ کړه.
په همدې ډول سیندنۍ، سبا سهار وختي د لمر لومړۍ څړيکې ته مخ ښکاره کړ چې د هغې مخ کې، سپينه رڼا وزليده او چې پر لاره يې خر رمباړه کړه، مخ يې پر خپل پوړني پټ کړ.
 کله چې هغه مازديګر کورته راغله، نو له ډيرې ښکلا يې ټول کور روښانه شو.ميره مور يې حيرانۍ واخيسته، په دې سوچ کې شوه، چې ضرور په زيړې غوا کې پسات شته دی. سبا ته يې د زيړې غوا، د څرولو له پاره خپله لور وليږله او ورته يې وويل:
هر څه چې زیړه غوا درته وایې،هماغه کار وکړه.
زيرې غوا، د سیندنۍ میرې خور ته وویل:
ځه د باد مور کور ته لاړه شه، چې ستا خور هم ورکره تللې وه. کله چې دا جينۍ هلته لاړه، نو کومه پنبه یې نه درلوده، سپين سرې ښځې ورته کړه:
پاڅه لويه شې، زما کور راته جارو کړه!
دغه جينۍ چې جارو کوله، وې ليدل چې هره خوا سره زر، پيسې او قيمتي غمي پراته دي. هغه يې ټول په جیبونو کې واچول او پاتې يې په بډه کړل.
دغه سپين سرې ښځې، جينۍ ته وويل:
اوس پورته شه او په هغه مخامخ ټال کې وزانګه!
له ټال نه اواز پورته شو:
جینۍ ده خو دوکه ماره
سراسر ټوله ټګماره
څه يې بډو کې منډلې
کړه جيبونه یې ډک واړه
 جينۍ پورته شوه او د باد مور راغله، په ټآل کي ورته تيزه ټالۍ ورکړه، چې ټولې پیسې او سره زر ترینه وغورزیدل.
سپين سرې ښځې ورته هيڅ ونه ويل، خو چې روانيدله نو يې ورته داسې کړه:
کله چې سهار د لمر سترګه څړيکه وهې، مخ دې پټ کړه او چې خره رمباړه وکړه، مخ دې ښکاره کړه.
جينۍ کور ته راغله او سهار یې د لمر څړيکې نه مخ پټ کړ، چې خره رمباړه کړه، نو مخ يې ښکاره کړ. همدا و چې مخ يې د خره په څير شو.
کله چې کورته راغله او مور يې وليدله، له ډيرې کينې او غصې تروره شوه. له ځان سره یې سوچ وکړ او پوهه شوه، چې په غوا کې ټول پسات دی او باید چاره يې وکړې.
 سبا يې خپل خاوند ته وويل:
دا غوا مو ناروغه ده، هسې نه چې ناروغې يې زياته شی او بیا به يې غوښه هم څوک نه خوري.
سیندنۍ په منډو شوه او د غوا خواته ورغله، په ژړا سره يې ورته وويل:
ميره مې غواړې تا حلاله کړې. زيړې غوا ورته کړه:
مرم خو هسې به هم مرمـه
یوه ورځ پر دې لار ځمـه
چې د نیک بنده په خیرشم
پـر هـمـدغه لار بـه ځـمـه
بیا یې سیندنۍ ته وويل:
هيڅ انديښنه مه کوه، چې زه يې حلاله کړم، زما غوښه به ستا له پاره خوندوره وې او نورو ته به ترخه وې. بيا وروسته زما کوم هډوکی چې په لاس درغی، هغه د دیوال چنې يا ډه ډې ته خښ کړه.
په هغې کې به زما د ښکرونو په څير هر هغه څه ومومي، چې ته يې غواړي.
سیندنۍ د غوا غوښه وخوړله او ميرې مور، د هغې نازولې لور او نورو ته ترخه وه چې هیچا نه شوه خوړلې. سیندنی اوس ډيره ښکلې پيغله شوه، چې ټول خلک يې کتلو ته ليواله وو.
يوه ورځ د پادشاه زوي خپل پلټونکی هر خوا لیږه، چې د واده له پاره ورته ښکلې جينۍ پيدا کړي. قاصد يا پلټونکې راغی او شهزاده ته يې داسې وويل:
 په دغه زوړ او خاورين کور کې يوه ډيره ښکلې پيغله اوسیږي، چې ستاسې له پاره د واده کولو ښه جوړه ده.
د پادشاه زوی يا شهزاده وویل:
بیوزلي او غريبي خو کوم پيغور نه دی، چې ښه جينۍ وې او ښکلې هم وې، دې کې بيا د زنډ څه خبره ده.
پلټونکي وويل:
 د چم او ګاونډ خلک د دغه جينۍ ډيره ستاينه کوې،چې ډيره صادقه او ريښتينې ده.
پادشاه  په دې خبرو ډير خوشاله شو او ژر يې، د دوي کورته جرګه وليږله، چې د سیندنۍ پلار او میرې مور يې جرګه ومنله، خو ميرې يې د واده په ورځ خپله لور په ډولۍ کې کښينوله او سيندنۍ يې د کور په تنور کې پټه کړه.
کله چې د پادشاه په ماڼۍ کې د سیندنۍ  د خور بده موشاده راښکاره شوه، نو یو ستر شور ماشور جوړ او يې په ستنه يې خپل کورته وليږله.
 د سیندنۍ پر کور يې پيره کښينوله چې اصلي جينۍ چيرې ده. د سیندنۍ میره مورد پادشاه په امر زندان ته ولیږل شوه.
سبا سهار وختي د سیندنۍ پلار خپلې لور پسې نارې پيل کړې: سیندنۍ لورې! اي زما ګرانې سیندنۍ! د لور اواز يې له تنور راپورته شو:
دا یم په تنور کې يم!  پلار يې په بیړه ورغی او خپله  لور يې له تنور څخه راوويسته، په غيږ کې ونيوله.
بيا یې لور ته وویل:
زما ګرانې لورې! د پادشاه کسان بهر ولاړ دي او ته به په دې ریمنو جامو کې څرنګه د پادشاه کورته لاړه شی. سیندنۍ  پلار ته وویل:
هيڅ غم مه کوه پلاره! زه به جامې پیدا کړم او لاړه د غوا په خښ شویو هډوکو کې یوه ستره خزانه وميندله، چې ګران بیه ګاڼې او ښکلې جامی په کي وی، هغه يې په غاړه کړې او ځان يې لکه د شهزادګۍ په ډول سینګار کړ.
 د بيولو له پاره يې د پادشاه نوکران بهر ولاړ و، خو پلاريې خپله لور پر اس سپره د پادشاه په ماڼۍ کې ښکته کړه او په خپله يې بښنه وغوښته، چې ښځې يې داسې نادودې کړې وې.
سیندنۍ سره شهزاده واده وکړ او ډير نيکمرغه ژوند يې پيل کړ.
پاي

ګيدړه او چتی (د ماشومانو کیسه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.