اکسوس کتابپلورنځي د “کډوالي” کتاب مخکتنه وکړه

راپور: تاج محمد جاهد

242

اکسوس کتابپلورنځی چې له تېرو څو کلونو را په دې خوا په کابل کې فعالیت لري، نن یې د چاپ شوي اثر «کډوالي» کتاب مخکتنه د لسګونه فرهنګي ځوانانو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ ترسره کړه.

د غونډې دریځ چارې عبدالوهاب مومند پر مخ وړلې او پرانیستغونډه د ډاکټر صاحب فضل باري سیرت په ښکلي تلاوت او د قرآن عظیم الشان په څو آیتونو باندې پیل شوه.
د لومړي ویناوال په توګه د اکسوس فرهنګي مسؤل “صفي الله ناصري” د یاد او نورو کتابونو په روانو چارو باندې خبرې وکړې. د کتاب لوستونکي «لیکوال او خبریال» صادق ودان د کډوالي کتاب په دې برخې باندې معلومات ورکړل چې د لوست پر مهال دغه کتاب د لویدیځ مهاجرت، د هویت پېژندنې او په خپل هېواد کې د اوسېدو په اړه څه ور زده کړي دي. ښاغلي غازي محمد منندوی د کډوالي کتاب په علمي هڅې، اړتیا او ملي مسایلو بحث وکړ. د غونډې درېیم ویناوال لیکوال او ادیب محمد نور منګل و، چې د یاد کتاب د نثر په روانوالي او هڅې خبرې وکړې او د لوست پر مهال یې د هېڅ نه ستړیا یادوونه وکړه چې اوسني علمي کتابونه باید پر همداسې نثر استوار وي. د کډوالي اثر لیکوال ډاکټر صاحب وحید وطنیار په څلورو فکټورونو “ګواښونه، ننګونې، تمې او حقیقتونه” ژور بحث وړاندې کړ او د غونډې نورو ویناوالو د وینا او ځواب مننه وکړه.
په پای کې د غونډې ارزونې او دعایې لپاره ښاغلي محمد یاسین امین ته بلنه ورکړل شوه چې د یادې مخکتنې هر اړخیزه ارزونه او دعایه وکړي، چې له همدې سره غونډه پای ته ورسېده.
د کتاب په وروستي برخه کې داسې لیکل شوي دي:
“کډوالي یوازې یو فزیکي بدلون نه ده، دا یوه ژوره روحي او فکري مبارزه هم ده. هغه خلک چې خپل ټابوبی پرېږدي، ډېر کله ځانونه په یوه پرانیستې فضا کې بې وسه احساسوي، چېرته چې نه له یو ځای سره تړاو لري او نه یې بل ځای کې هغه احساس لاس ته راوړی شي، چې د ځانیتوب او کورنۍ جوړولو لپاره اړین دی؛ خو که څه هم لویدیځ د ګڼو خلکو لپاره د نویو فرصتونو ځای دی، خو د پردي والي او یوازیتوب بیه دومره لوړه ده چې یوازې لږ کسان یې په بشپړه توګه زغملی شي.”
درنښت

۱۴۰۳/۱۲/۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.