احمدولي اڅکزی او د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې

پوهندوی آصف بهاند

314

احمدولي اڅکزی او د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې

(د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ)

(۲۰۲۵)

ما د مورنۍ ژبې په خپلو تېرو لیکل شوو مقالو کې څوځلې دا خبرې تکرار کړي دي چې ژبه په غورو او لافو نه غني کېـږي او نه ژوندۍ پاتې کېدای شي، د دې له پاره چې مورنۍ ژبه ژوندۍ پاتې شي، باید علمي او عملي کار ورته وشي.

دا دی بیا د فبروري میاشت ده او بیا د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده، زه به د همدې ورځې په مناسبت د مورنۍ ژبې پښتو د ژوندۍ پاتې کېدو له پاره د یوه ریښتیني خدمتگار د ځینو هغو هڅو لنډه یادونه وکړم چې ده تر اوسه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو له پاره کړې دي.

علمي څېـړنو او تجربو ثابته کړې ده چې یوه ژبه هله ژوندۍ پاتې کېدای شي چې عملاً علمي شي، سیاسي شي، اقتصادي شي او ویونکي یې په مینه داسې کار ورته وکړي چې له نوې تکناوژۍ سره گام پر گام د پرمختگ او غني کېدو پر لوري د مزل جوگه شي.

اصلي او د کار خبره دا ده چې په نړۍ کې د تکنالوژۍ نوي بچیان هره ورځ دونیا ته راځي او په چټکۍ سره منډې وهط او د خپلو منډو په ترڅ کې د تکنالوژۍ کاروانه په ډېرط چټکۍ سره وړاندې او وړاندې پورې وهي، او بشریت د پرمنختگ نویو پړانو ته ورننباۍ؛ موږ که غواړو چې ژبه مو او د ژبې ویونکي مو ژوندي پاتې شي، نو موږ سره ښايي چې ځان د نوې نړۍ د پرمخنگ سره مل کړو او هغه څه وکړو چې د تمدن له دې نوي کاروانه وروسته پاتې نه شو او دا کار هله شونی دی چې په ځانگړو برخو کې پښتانه ځانگړي تعلیمونه کړي وي، د موضوع په ارزښت پوه او د کار کولو لپاره تعلمي وړتیا ولري.

اخمدولي اڅکزی یو له هغو ځوانانو څخه دی چې تل یې کارونه له نوښت سره مل وو او دي. اوس ډېره هڅه کوي چې پښتو ژبه له نوې تکنالوژۍ سره اشنا، او مل کړي.

د احمدولي احکزي د علمي ــ فرهنگي کارونو په باب ما پخوا دغه مقالې خپرې کړې دي:

ــ احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب،

ــ کوچنی ټکی کام د کوچنیانو ادبیاتو له پاره یوه بله پته،

ــ د احمد ولي اڅکزي کوچنی ټکی کام او د کوچنیانو له پاره دوه سوه نکلونه،

د انلاین قاموسونو پاچاگی، د کوچنیان دات کام ویبپاڼې چلونکی او په دې ویبپاڼه کې داسې مواد راټولونکی ــ انلاین کونکی او افغانانو ته وړاندې کونکی احمدولي اڅکزي د خپلو فرهنگي ــ علمي کارونو او تخلیقاتو په ترڅ کې، د نوي نسل په مدرنه روزنه کې خورا ارزښتمن رول لرلاي دی.

او اوس غواړي داسې څه وکړي چې پښتو ژبه له نوې تکنالوژۍ سره داسې مل او ملگرې کړي چې د ژوندي پاتې‌کېدو له پاره یې بنسټسز کار بلل کېـږي.

احمد ولي اڅکزی هغه ځوان او هڅاند افغان دی چې د پښتو ژبې د غني کېدو، علمي کېدو او ژوندۍ پاتې کېدو له پاره یې تر ټولو نور خلکو ډېر علمي او عملي کار کړی دی.

دا احمدولي اڅکزی و چې په مدرنه او علمي بڼه یې دا مسأله مطرح کړه چې پښتو ژبه به هله ژوندۍ پاتې شي او له نورو ژبو سره به سیاله شي چې  د دیجتلایزشن دایرې ته ورننوزي او په دې برخه کې یې د نورو هغو کسانو له پاره یو لړ لارښودې مقالې ولیکلې چې د هغو مقالو د موادو په رڼا کې کولای شي د پښتو ژبې د دیجیتلایزین پروسه کې مرسته او عملي کار وکړي. د احمد ولي اڅکزی د ځینو یادو مقالو سرلیکونه او لینکونه دا دي:

 لومړۍ مقاله:

ــ د پښتنو د تاریخ پرېکړنده مبارزه ولې نن ده،

دویمه مقاله:

ــ د پښتو ژبې د ليکدودي اتحاد څنگ رامنځ‌ته کېدای شي؟

 دریمه مقاله:

ــ ژبې او ولسونه ولې باید په دیتا کې خودکفا وي؟

څلورمه مقاله:

ــ د پښتو دېجیتلایز کول به کوم پړاونه ولري؟

پنځمه مقاله:

ــ د پښتو ژبې ژوند او نوې تکنالوژي،

 شپـږمه مقاله:

ــ  د «هم‌موقعیته لغتونو» د قاموس تشه،

اوومه مقاله:

ــ پښتو لاتین لیکدود، اړتیا که انتخاب؟

احمدولي اڅکزي د پښتو ژبې د ساتلو، پاللو او پرمختگ له پاره چې کوم کارونه کړي دي، په حقیفت کې یې د ټولو خلکو په تېره نوي نسل له‌ پاره د څېـړنو او علمي کار یونوی باب پرانستلی دی. د ده د وروستیو هڅو ډېره سلنه د مورنۍ ژبې د ژوندي پاتې کېدو، علمي کېدو او سیالېدو له‌پاره ترسره وې دی چې پښتانه کوچنیان وکولای شي په هرځای کې په خپله مورنۍ ژبه زدکړې وکولای شي. په مورنۍ ژبه د زدکړو پر مهم‌والي باندې د فرانسې مشهور لیکوال ژان پل سارتر خپل نظر داسې څرگند کړی دی:

«… د ژان سارتر په اند پردۍ ژبه کې زدکړې کول داسې دي لکه په شګو او خټو کې آس ځغلول.

سارتر وايي، پردۍ ژبه تاسو په تنهايي کې هم ازاد فکر کولو ته نه پرېږدي، او تل به ستا د اظهار پر وړاندې خنډ پېښوي.

ژان پال سارتر د افریقايي ژبو په باب په خپله لیکنه کې وايي، چې دغه ولس د اوږدې غلامۍ له کبله د فرانسې ژبې ویلو ته اړ کړل شوی دی چې د دې له کبله دغه ولس پراخ بشري علمي استعدادونه بایللي دي.

دی لیکي، کله چې یو ولس په پردۍ ژبې زدکړې کوي نو د وخت له تېرېدو سره یې اندونه، چوړتونه، سوچونه او فکرونه د پردۍ ژبې په ټکیو کې داسې ورک شې لکه په شګو کې وینه. غلام ولس د اظهار ژبه وبایلي، د الفاظو چوکاټ يې دومره راتنګ شي چې په خپله ژبه کې د نثر لیکلو وړ پاتې نشي او بیا له مجبورۍ خپل اظهار په شاعرۍ کې کوي…»

د احمدولي او ده ورته نورو قلموالو برکت دی چې اوس پښتو ژبه د نړۍ د نورو ژبو په څنگ کې یوه ژوندۍ ژبه ده او ځانته مقام او ځای لري. دا چې پښتو ژبه اوس د نړۍ د نورو ژبو په ډله کې څویم مقام لري، د دې په باب هم احمدولي اڅکزي د هغه تقریض په ترڅ کې معلومات وړاندې کړی دی چې، ده د ښاغلي پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر یواثر (درياب په کوزه کي) باندې لیکلی دی. د هغو معلوماتو یوه برخه دا ده:

«دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور  ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي.  له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)

انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام.

که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي.»

خو موږ باید په دې هم قانع او خوشحاله نه شو. موږ باید هڅه وکړو چې پښتو ژبه تل له نوې تکنالوژۍ سره مل شي او د نوي نسل روزلو ته داسې پام وکړو چې د خپلې ژبې د ژوندي ساتلو په پاره تل د علم او نوې تکنالوژۍ لمن ونیسي.

په اوسنۍ زمانه کې د پښتو ژبې د ديجيتلايزېشن کېدل یوه اړتیا ده. د دې اړتیا د پوره کېدو له‌پاره اوس ډېر ښه شرایط برابر شوي دی او دا موږ ته یو طلایي چانس دی. احمدولي اڅکزی د پښتو ژبې د ديجيتلايزېشن کېدل د اړتیا په باب داسې ویلي دي:

«… د ولسونو په ژوند کې بعضې داسې مواقع او حالات راځي چې هغوی له آسمان څخه مځکې ته راپرځولي او يا هم له تاترين څخه آسمان ته پورته کولی شي. زه شخصا په دې نظر يم چې د ولس په توګه د پښتنو لپاره نن په ياد شان يوه ډېره مهمه موقع برابره شوې ده. هغه دا چې دغه ولس کولی شي چې د خپلو زياتو ناخوالو او محروميتونو باوجود، د نوې ټيکنالوژۍ په مټ خپل ځان ته پخپله يو روښان سباوون تضمين کړي.

ديجيتلايزېشن که د سيال کېدلو بهترين چانس؟

نوې ټينکالوژي او مصنوعي ځيرکتيا د نړۍ د نورو ټولو ځپل شوو او شاته پاته ولسونو تر څنګ د پښتنو لپاره هم يو ښه چانس دی چې ورته د علم، پوهې، تعليم او معلوماتو او په دې توګه هر اړخيز واک، پرمختګ او ودې لاره هواره کړي.

که پښتانهٔ وتوانيږي چې پر سم وخت او په کافي اندازه د رضاکارانه مرستو له لارې پښتو ژبه ډيجيټل کړي، نو دا به يې د بهتر راتلونکي لپاره يوه تر ټولو مهمه پانګه اچونه وي. که دوی پر وخت دا کار وکړي نو به د نورو ژبو د زدکړې له لارې و پوهې او معلوماتو ته د لاسرسي پيدا کولو د اوږدې او لانجمنې لارې پر ځای به په لنډه او آسانه لاره او په خپله مورنۍ ژبه ټولو هغو معلوماتو او پوهې ته لاسرسی پيدا کړي لکه نور پرمختللي ولسونه چې يې لري.

د پښتو د ديجتلايزېشن نړيواله مرکه

د دې لپاره چې د پښتو ژبې د ديجيتلايزېشن د پروسې اړين او مهم ګامونه تشخيص، تنظیم او د لومړيتوب پر اساس په تدريجي توګه عملي شي، ورته د کارپوهانو يوه نړيواله مرکه جوړول پکار ده. په دغه مرکه کې بايد هغه کسان سره راغونډ شي چې د ديجيتلايزېشن سره مربوطو او اړينو دسپلينونو کارپوهان او تجربه لرونکي وي. هغوی بايد يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې په مرسته يې د ديجيتلايزېشن پر لور حرکتونه همږغي او منسجم شي. په دې ترڅ کې بايد چې د اړينو وړتياوو يوه زېرمه تشکيل شي او د شته پروژو تر څنګ نوې پروژې طرحه او عملي شي.

د امريکا په متحده ايالاتو کې يو ځوان کمپوټر پوه فواد باچا هڅه روانه کړې ده چې پښتانه مور او پلار دې ته وهڅوي چې په خپلو اولادونو د سايبري امنيت تحصيلونه وکړي. په بريتانيا کې حنيف الرحمن خان صاحب، د امريکا په متحده ايالاتو کې فيروز محبوبي او همداسي د نړۍ په بيلو برخو کې نور پښتانهٔ ځوانان په مصنوعي ځيرکتيا کې د پښتو  ژبې لپاره ځای پيدا کولو ته هلې ځلې کوي.

په‌کاره ده چې پر انټرنټ يو داسې پلټفارم جوړ کړل شي چې د ديجيتلايزېشن سره تړلو پروژو پر مخ بېوونکي پښتانه ځوانان پکښې راغونډي شي او په سلامشورې سره خپلې پروژې همغږه او د نورو کارپوهانو او رضاکارانو د جلب لپاره مشترکې هلې ځلې وکړي.

اوپن سورس تر ټولو غوره لاره ده

د نوې ټيکنالوژۍ لمنه ډېره پراخه ده او پکښې هره ژبه او هره لهجه خپل ځا پيدا کولی شي. له دې کبله پکښې پخوانيو، بې ثمره او ستړي کوونکو بحثونو، بدنيتيو او لانجو ته اړتيا نشته چې کومه لهجه به لومړيتوب لري او که به يې نه لري. بلکه د عمل په دغه ډګر کې که هر څومره زياتې لهجې هم په اړين مقدار او لا زیات معلوماتي مواد يا ډېټا وړاندې کړي، د ټيکنالوژۍ لمنه به ورته نه تنګيږي، بلکه ټولې به پکښې خپل خپل ځای مومي. په دې توګه به نو ځيرک مرستندويه پروګرامونه نه يوازې په ننګرهارۍ لهجه خبرې واورېدلی او وکولای شي، بلکه په کندهارۍ، وزيرۍ او نورو تولو لهجه به هم پوهيږي او هم به ورباندې خبرې کوي. البته شرط يې دا دی چې په کافي اندازه ډېټا به راغونډيږي.

په تاريکو او نمجنو الماريو، په کتابخانو، په اکاډميو او یا قلف شوو بکسونو کې د نادره او نايابو کتابونو او په دې توګه د خزانو پټ ساتل پخوا و. اوس د اوپن سورس يا هغو زېرمو عصر او پېر دی چې هر څوک په وړيا او بېله قيد او شرط څخه معلوماتو ته لاسرسی لري. د دې لپاره چې د کامن وايس، ګوګل ټرانسلېټر، اوپن اې آی او ورته اوسنيو او راتلوکو پروژو لپاره په اړينه اندازه پښتو متون، ږغونه، ژباړې او ورته ډېټا موجوده وي، پکار ده چې د کراوډ سورسينګ يا رضاکارو کسانو د هم زمان ونډه اخيستنې له لارې اړينه ډېټا رامنځته کړله شي. هغه هم داسې چې هر څوک يې ډاونلوډ، استعمال او پراخه کړلی شي.

د پښتو ژبې او په دې توګه د پښتنو د ژوندي پاته کېدو او سيال کېدو او يا هم له منځه تلو لپاره اوسنی پېر د تيرو نورو ټولو تاريخونو په پرتله ډېر مهم او پرېکړنده دی. له دې کبله پکار ده چې سبا ته انتظار ونکړو بلکه نن لا سره راغونډ شو او د پښتو ديجيتلايزېشن ته منظم او مشترک کار پېل کړو.»

د مورنۍ ژبې د ژوندي ساتلو په برخه کې احمد ولي اڅکزي یوې بلې ډېر مهمې موضوع (بايد چې د پرديو لپاره د دغې ژبې د زدکړې آسانتياوې هم موجودې او په آسانه توګه د لاسرسي وړ وي) ته هم اشاره کړې ده چې تر اوسه پورې د ډېرو خلکو یا ورته پام نه و او یا یې پر ارزښت باندې نه پوهېدل. اڅکزی صاحب په ټینگار سره وايي چې د نورو ژبو د ویونکو له پاره باید داسې اسانتیاوې برابرې کړای شي چې هغوی په اسانۍ او مینې سره پښتو ژبه زده کړي.

احمدولي اڅکزي د ۲۰۲۳ ام کال د سپتمبر په ۲۵مه «د «هم موقعیته لغتونو» د قاموس تشه» ترسرلیک لاندې مقاله خپره کړه. د هغې مقالې په ترڅ کې د نورو ژبو د ویونکو له‌پاره د پښتو ژبې د زدکړې پر اسانتیاو او مهم‌والي باندې داسې رڼا اچولې ده:

«د يوې ژبې د ژوندۍ پاته کېدو او ودې لپاره نه يوازې دا اړينه وي چې ورباندې يو يا زيات ولسونه خبرې، ليکنې، درس و تدريس او کار و ژوند وکړي، بلکه بايد چې د پرديو لپاره د دغې ژبې د زدکړې آسانتياوې هم موجودې او په آسانه توګه د لاسرسي وړ وي. د پردۍ ژبې په توګه د پښتو ژبې د زدکړې د معياري موادو اړتيا د مثال په توګه راوړلای شو چې د دغې ژبې د ژوندۍ پاته کېدو او ودې لپاره ډېر مهم او اړين دي. خو د پښتو د زدکړې لپاره په دغه ساحه کې نه يوازې دا چې په کافي اندازه کار نه دی شوی، بلکه د دغه تشې د جديت او ممکنه عواقبو په هکله آن پوهاوی د نشت تر پولې کم دی…»

د احمدولي اڅکزي د خپلو علمي ــ فرهنگي کارونو په لړ کې له ټول کار او خوشبینیو سره سره یوځل داسې اخطار هم صادر کې چې که سم علمي کار ونه شي او د علم او تکنالوژۍ له کاروان سره مل حرکت ونه شي، پښتو ورکه وگڼئ. دا یې د اخطار متن دی:

«پښتو سل په سل کې ورکه بوله…

که په اړينه چټکۍ د ديجيتلايزېشن د بهير سره يوځای نشوه. د ديجيتلايزېشن پېر هغه انقلاب دی چې د نړۍ شکل به وربدل کړي. لکه څنګه چې په زرونو ژبې په تيرو زريزو کې له منځه تللي دي، همداسې به د ديجيتلايزېشن څخه ليرې پاته ژبې يو په بل پسې مړې او هېري شي. که د کندهاريانو، ننګرهاريانو، پېښوريانو، کوټې والو او نورو پښتني سيمو اوسېدونکو همداسې پر وړو او بې معنا «اختلافاتو» د هر ډول يووالي مخه نيوله، پر ځای د دې چې د عصر اړتياو ته پام وکړي، نو پښتو هم په مړو کې حساب کړئ. بيا به کندهار، ننګرهار، پېښور، کوټه او نورې ټولې پښتنې سيمې د ګاونډيو يا د نړيوالو په ژبه يو د بل سره پستې پستې او خوږې خبرې کوي… اختلاف به نه وي، البته پښتو به هم نه وي.»

زه ښاغلی احمدولي اڅکزی د افغانستان له‌پاره، د خپل نوي‌نسل له‌پاره او د خپلې مورنۍ ژبې له‌پاره یوداسې غنیمت عالم گڼم چې په یوازې ځان سره یې د خپلې مورنۍ ژبې له‌پاره داسې کارونه کړي دي چې په افغانستان کې د دې کارونو اصلي مراجعو او مسؤلو موسسو (د افغانستان د علومو اکادیمۍ او گڼو پوهنتونو) هم نه دي کړي.

ده ته د اوږده عمر ترڅنگ د ښې روغتیا هیله کوم، څو وکولای شي د بشریت، خپلو خلکو ــ وطن او خپلې مورنۍ ژبې پښتو له پاره نور خدمتونه او علمي کارونه هم ترسره کړي.

تېرکال مې چې د مورنۍ ژبې په باب کومه مقاله چې لیکلې او خپره کړې وه، د هغې مقالې د پای کرښې دلته بیا رااخلم:

مورنۍ ژبه یوه داسې ونه ده چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي، که شتمنه نه شي او له تکنالوژۍ سره اشنا او مل نه شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې به زېـړې نه شي، وبه نه رژېـږي او دا ونه به زړه او پوده نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.