د آلمان انتخابات: څه شی له خطر سره مخامخ دي؟

دویچه ویله پښتو

213
زبینه کنکارتڅ/ دویچه ویله


18 ساعتونه مخکې

د آلمان مخکې له وخته ټاکنې د فيبرورۍ پر ۲۳ نېټه ترسره کيږي. مهاجرت او اقتصاد د ټاکنیزې مبارزې دوې مهمې موضوعګانې دي. د سي ډي يو او سي اس يو اتحادي ګوندونه چې د نظر پوښتنو پر اساس دمخه دي، د سياست د بدلون ژمنه یې کړې ده.

آلمان د يوې لنډ مهاله خو شديدې ټاکنیزې مبارزې شاهد دی چې په هغه کې د «لوري د بدلون» اصطلاح په تکراري ډول اوريدل کيږي.

د آلمان د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو اتحاد د صدراعظمۍ کانديد فريدرش میرڅ، تر ټاکنو دوې اونۍ دمخه د آلمان سوسيال ديموکرات او زرغون ګوند ته ويلي ول: «تاسې څلور کاله هڅه وکړه چې په آلمان کې کيڼ اړخه سياست پر مخ يوسئ او اوس نور دې کار ته ادامه نه شې ورکولی.»

سوسيال ديموکرات ګوند له زرغون او د آزاد ديموکرات ګوند (اف ډي پي) سره په ګډه ائتلافي حکومت پر مخ ووړ چې د ۲۰۲۴م کال په نوامبر مياشت کې د اقتصادي پروګرام پر سر د اختلافاتو په دليل یې حکومت سره وپاشل شو او دا څه د دې باعث شول چې د فيبرورۍ میاشتې پر ۲۳ نېټه د وخته مخکې ټاکنې ترسره شي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د سقوط خطر

د تازه نظر پوښتنو پر اساس په داسې حال کې چې د آلمان زرغون ګوند د ۲۰۲۱م کال د محبوبيت خپله کچه پر ځای ساتلې ده، د سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) د مجبوبيت کچه په ډېره شدت سره رالوېدلې ده.

د آزاد ديموکرات ګوند (اف ډي پي) حتی ښايي پارلمان ته د داخليدو له پاره اړينې ۵ فيصده رایې هم ترلاسه نه کړي. سوسيال ديموکرات ګوند هم له ترخې ماتې سره لاس او ګريوان دی. له ۲۰ سلنه د کمو رايو اخيستل به تر جګړې راهیسې د دغه ګوند له پاره د آلمان د تاريخ تر ټولو بدې پايلې وي.

دغه ګوند د نظر پوښتنو پر اساس له ۲۰ سلنه رایو له میزان سره ډېر واټن لري.

په دې ترتيب به صدراعظم اولاف شولڅ، په تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو لږه د صدارت دورې لرونکی او د سوسيال ديموکرات ګوند يوازنی صدراعظم وي چې په دويم ځل ونه ټاکل شي.

محافظه پال مخکښ دي، «ای اف ډي» دويم مقام لري

د نظر پوښتنو پر اساس د دوو محافظه پالو مسيحي ګوندونو ګډ کانديد فريدرش ميرڅ، د صدراعظم کیدو تر ټولو ډېر يا ښه چانس لري. هغه د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو کاندید دی چې له ۲۰۲۱م کال راهېسې په پارلمان کې پر يوه ځواکمن اپوزیسيون بدل شوي او اوس غواړي يو ځل بيا قدرت ته ورسيږي.

د نظر پوښتنو پر اساس ښی اړخه پاپوليستي د «آلمان له پاره بديل» يا (ای اف ډي) ګوند د کابو ۲۰ سلنه رايو سره دویم مقام لري چې محبوبيت یې د ۲۰۲۱م کال د ټاکنو په پرتله دوه چنده ډېر دی.

څه باعث شول چې سوسيال ديموکرات ګوند په نظر پوښتنو کې تر دې اندازې پورې سقوط او د «آلمان له پاره بديل» ګوند تر دې کچې پورې محبوبيت پيدا کړ؟ فريدرش ميرڅ، د دې وضعيت دليل د اقتصادي وضعيت په خرابيدو پورې تړي.

اولاف شولڅ، روبیرت هابيک او کرستيان ليندرنر
انځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

هغه وويل: «زموږ د هېواد، د آلمان د فدرالي جمهوريت اقتصاد اوس د اروپايي اتحادیې د نوملړ په انتها کې قرار لري.» د نوموړي په خبره ۵۰ زره شرکتونه له منځه تللي، هر کال د شرکتونو شا اوخوا ۱۰۰ میليارد يورو سرمايه بهرنيو هېواد ته وړل کيږي. میرڅ، زياته کړه: «زموږ اقتصاد د کوچني کيدو په حال کې دی، په پرله پسې دريم کال له اقتصادي رکود سره مخامخ يوو. په آلمان کې د جګړې را وروسته تاريخ کې داسې څه نه ول پيښ شوي.»

د میرڅ، په خیره شولڅ، او د هغه د اقتصاد وزير روبيرت هابيک، چې د زرغون ګوند د صدراعمظۍ کانديد هم دی «نور اصلاً واقعيتونه نه درک کوي.» نوموړي د هغوی په مخاطب کولو سره زياته کړې: «پوهيږئ زما په نظر کې تاسې څرنګه ښکارئ. د هغو دوو عامل مديرانو په څېر چې شرکت یې له سقوط سره مخامخ کړی وي او بيا یې په مالکانو پسې ورځي او ورته وايي چې غواړو څلور کاله نور هم همدې کار ته ادامه ورکړو.»

جګړه، د انرژۍ بحران او انفلاسيون

په داسې حال کې چې میرڅ، د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې په دوامداره توګه پر خپلو سيالانو شديدې لفظي حملې کوي، صدراعظم اولاف شولڅ، مخ پر زياتيدونکي توګه دفاعي حالت غوره کوي.

که څه هم چې هغه د دې وروستيو کلونو په پرتله ظاهراً مصمم، پر ځان متکي او مبارزې ته ليواله بريښي خو د محتوا له نظره غالباً يوه داسې حالت ورګرځي چې د خپلو سياستونو څخه دفاع کوي او هغه توجيه کوي.

د نوموړي په خبره د هغه حکومت نه، بلکې پر اوکراين باندې د روسیې بريد د انرژۍ د بحران او انفلاسيون يا پېسو د پاړسوب باعث شو. شولڅ، وويل: «تر اوسه اقتصاد د دې له پايلو سره په مبارزه کې دی.»

نوموړي وويل چې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، «پارونکې» غوښتنو له کبله به په راتلونکو کلونو کې هم وضعيت ډېر آسان نه وي.

اصلي موضوع: مهاجرت

کمزوری اقتصاد هغه موضوع وه چې د ټاکنیزو کمپاينونو په ترڅ کې پرې ډېر بحث وشو. خو د آلمان په آشافنبورګ ښار کې د يوه افغان پناه غوښتونکي له لوري د چاقو بريد چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، د مهاجرت موضوع پر ټاکنیزې مبارزې مسلطه کړه.

په ځانګړي توګه هغه وخت چې فريدرش میرڅ، تر بريد سملاسي وروسته اعلان وکړ چې غواړي په بندستاګ يا پارلمان کې تر انتخاباتو دمخه او د اړتيا په صورت کې د «آلمان له پاره بديل» ګوند په رايو سره د پناه غوښتنې سياست لا پسې کلک کړي.

کله چې د جنورۍ میاشتې په پای کې د مسيحي ديموکرات ګوند له لاري د «آلمان له پاره بدیل» ګوند په مرسته لومړی وړاندیز په اکثريت رایو سره ومنل شو، د ای اف ډي ګوند استازو د دې بريا جشن ولمانځه.

د «آلمان له پاره بديل» ګوند د پارلماني چارو مشر برند باومن، په خوښۍ سره وویل: «اوس دلته يو نوی پېر پېل شوی دی.»

آلمان کې ټاکنې؛ آیا دغه ټاکنې به د کډوالو پر ژوند اغیز ولري؟

نوموړي زياته کړه: «اوس نوي څه د پېلیدو په حال کې دي او موږ يعني د آلمان له پاره بديل ګوند یې رهبري کوو.» هغه وويل چې ګوند یې چمتو دی چې له مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو سره ائتلاف جوړ کړي.

له ښي اړخو سره د همکارۍ ردول

په پارلمان کې تر دې رایې اچوونې وروسته د آلمان په يو شمير ښارونو کې په لسونو زره کسان ښي اړختوب ته د حرکت پر ضد را ووتل او صدراعظم شولڅ هم دې رایې اچونې سخت په غوسه کړ. هغه وويل چې وګړي په دې خبره باور نه شي کولی چې مسيحي اتحادي ګوندونه به تر پارلماني ټاکنو وروسته د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره ائتلاف نه کوي.

ميرڅ، چې د دې رایې اچونې له کبله له ډېرو انتقادونو او غندنو سره مخامخ شو، په وروستيو ورځو او اونيو کې یې له هر فرصت څخه په استفادې وویل چې د «آلمان له پاره بديل» ګوند سره همکاري نه کوي.

کوم ائتلافونه ممکن دي؟

خو مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه د بريا په صورت کې نه شي کولی چې په يوازې سر حکومت جوړ کړي او لږ تر لږه ائتلافي شريک ته اړتيا لري. پارلمان ته چې هر څومره ډېر ګوندونه داخليږي، په هماغه اندازه د ائتلافي حکومت تشکيل ستونزمنيږي.

د نظر پوښتنو پر اساس کيڼ اړخه ګوند به ښايي پارلمان ته لاره ونه مومي خو دا خبره روښانه نه ده چې د سارا واګنکنیشت اتحاد (بي اس دبليو) او آزاد ديموکراتان به وتوانيږي او که نه چې د اړتيا وړ ۵ سلنه رایې په لاس راوړي.

د آلمان له پاره بدیل ګوند منزوي دی

د «آلمان له پاره بديل» ګوند مشره او صدراعظمۍ ته کانديده اليس واېدل، وايي چې د پخوا په طرز رامنځته شوي ائتلافونه د مخکنيو سیاستونو دوام ته لاره هواروي. د نوموړې په نظر دا ډول ائتلافونه به د «آلمان له پاره بديل» ګوند د کار مخه ونه نيولای شي.

د نوموړې په خبره سياسي «تغير» به راځي خو يوازې «بې له کومې وجې له ځنډ» سره مخامخ کيږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.