بروکسل، فبروري ۲۰۲۵ – د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویټالي کلیچکو د اروپايي پارلمان غونډې ته په یوه احساساتي وینا کې د اوکراین د جګړې د لاملونو د اروپا د راتلونکي لپاره د دې مبارزې ارزښت، او د لویدیځ د ملاتړ اړتیا ته اشاره وکړه.
کلیچکو په خپل وینا کې ټینګار وکړ چې د روسیې یرغل یوازې د خاورې د نیولو هڅه نه، بلکې د اوکراین د اروپايي هویت د له منځه وړلو هڅه هم ده.
“موږ یوازې د خپلو کورنیو او ښارونو لپاره نه، بلکې ستاسو د هېوادونو او ستاسو د ارزښتونو لپاره هم جګړه کوو. که موږ د اروپايي کورنۍ برخه یو، نو دا یوازې د اوکراین ستونزه نه ده، بلکې د ټولې اروپا د راتلونکي مسئله ده.”
نوموړي دا جګړه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره جګړه وبلله، چې د جګړې کرښه یې له ۲۰۰۰ کیلومترو اوړي. هغه وویل: “دا یوازې د اوکراین لپاره نه، بلکې د ټولې اروپا لپاره یو لوی ازموینه ده. موږ د ثبات او سولې د بېرته راوستلو لپاره یووالي ته اړتیا لرو.”
د کلیچکو دا احساساتي وینا د اروپايي پارلمان غړو په ولاړه او پرلهپسې چکچکو بدرګه کړه، چې دا د اروپايي مشرانو د دوامداره ملاتړ څرګندونه کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.