په وروستیو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشهورو امریکايي شخصیتونو انتقادونه زیات شوي دي.
لیکوال سټیفن کینګ، سندرغاړې مادونا، او هنرمنده سلینا ګومېز هغه کسان دي، چې په سختو الفاظو یې د ټرمپ پر سیاستونو نیوکې کړې دي.
سټیفن کینګ ليکلي : “ټرمپ خاین دی او د پوتين مينوال او ګنده انسان!”
مشهور امریکایي لیکوال سټیفن کینګ چې د وحشت او خیالپردازۍ کتابونو له امله شهرت لري،د ټولنیزې شبکې X ته له څلور میاشتې وقفو وروسته بېرته راستون شو.
د هغه لومړنی پوسټ له سختو نیوکو ډک و، چې پکې یې ټرمپ “خاین” او “د پوتین مینهوال ګنده انسان” یاد کړ.
نوموړي ایلون مسک ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا خبره په “دوه برابره توګه” پر ایلون مسک هم تطبیقېږي.
دا څرګندونې د امریکا د سیاسي وضعیت او د ټرمپ له روسیې سره د اړیکو پر وړاندې د سختو اندېښنو ښکارندويي کوي.
مادونا هم په خپل تازه پوست کې ليکلي دي چې : “امریکا د خلکو حکومت دی، نه د پاچا!”
د نړیوال شهرت لرونکې سندرغاړې مادونا هم د ټرمپ پر ضد خپل غږ پورته کړی دی. هغې ویلي دي:
“ما فکر کاوه چې دا هېواد؛ هغو اروپایانو جوړ کړی و، چې د پاچا له واک څخه د تېښتې لپاره راغلي وو، تر څو یوه نوي نړۍ رامنځته کړي، چې پکې خلک حاکمان وي.
اوس موږ یو ولسمشر لرو چې ځان پاچا بولي. که دا ټوکه وي، زه نه شم خندلی.”
د مادونا څرګندونې د ټرمپ د “خودمختاره” یا “مطلق العنان” حکومت پر وړاندې د عامه اندېښنو ښکارندويي کوي،چې ډېری امریکایان یې د دموکراسۍ راتلونکي سخته اغېزمنه بولي.
سلینا ګومېز هم په يوه ويډيويي پيغام کې په ژړا سره ويلي : “ماشومان زوریږي!”
مشهورې امریکایي سندرغاړې او هنرمندې سلینا ګومېز د ټرمپ د مهاجرت پالیسیو پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی. هغې په ټولنیزو رسنیو کې په ژړا سره وویل:
“زما خلک له خطر سره مخ دي، ماشومان زوریږي. زه دا نه شم درک کولی. زه ډېره خواشینې یم، کاش چې څه کولی شم، خو نه پوهېږم چې څه وکړم. زه به هر څه وکړم، ژمنه کوم.”
سلینا ګومېز د لاتیني امریکایانو د حقونو یوه پیاوړې مدافع ده، او د هغې دا څرګندونې د ټرمپ د مهاجرت پالیسیو، چې د ډلهییزو شړنو (ډیپورټیشن) سبب شوي، پر ضد سخت انتقادونه دي.
پر ټرمپ د ناسم پريکړو او د پوتين پر ملګرتيا انتقادونه یوازې د هنرمندانو او لیکوالانو پورې محدود نه دي. بلکې د امریکا سیاسي او ټولنیز شخصیتونه هم پر ټرمپ نیوکې کوي. د هغه سخت دریځ سیاستونه، د مهاجرت پر ضد تګلارې، او له روسیې سره احتمالي اړیکې د امریکایانو لپاره د اندېښنې وړ مسایل بللی دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.