لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۱۰مه برخه

آصف بهاند

158

ته چېرته لرې مسافر یې

زه که خندا کوم، د دار لایقه یمه

 

چا چې په خپله پر ځان کړي

نه دې گېلي کړي، نه دې اوښکې تویوينه

 

په ژړا راغله، راته وې‌وې

کمیس مې زوړ دی نور پرې نه کېـږي ډولونه

 

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

 

غم دې زما شو، ته د بل شوې

اریان دریان یم چې د چا ورسېدمه

 

په نوم یې زه بدنامه گرځم

جانان چې بله خوښوي، دله به وینه

 

هرڅه لرمه، کمبود نه‌شته

یو ستا کمی دی، نور مې نه‌شته ارمانونه

 

ستا په یارۍ کې کمی نه و

زه د حالاتو مجبورو اغستی ومه

 

که غورځېدمه، لاس رانه‌کړې

ما الوتل په مات وزر زده کړي دينه

 

زما د لري وطن ياره

چې ته راځې، پر ما به ړنگ وي ديوالونه

 

ته چېرته لرې مسافر یې

زه که خندا کوم، د دار لایقه یمه

 

پر زړه مې غرهَ غوندې غم پروت دی

عالم ته روغه په خندا ولاړه يمه

 

ځواني مې لاړه، راشه زر کړه

زلیخا نـۀ یـمـه چې بـیـا بـه پـېـغـله شـمـه

 

په کار دې نه وم، درنه لاړم

که دې په‌کار وای، نازولی دې ومه

 

جانانه نور یې ویلی نه‌شم

چې ودې نه‌وینم، نرۍ تبه مې وینه

 

خدایه ته خیر کړې، خیر راپېښ کړې

هلته مې پېښ کړې، چې چا چرگ پوخ کړی‌وینه

 

چا چې په خپله پر ځان کړي

نه دې گېلي کړي، نه دې اوښکې تویوينه

 

په ژړا راغله، راته وې‌وې

کمیس مې زوړ دی نور پرې نه کېـږي ډولونه

 

دنگه دې ونه، دنگه غاړه

جانانه دواړه دې زما په خوښه دينه

 

په ما د پېغلو محفل تود دی

په لېونې يار مې حجرې ابادې‌دينه

 

په خوله به سل ځلې تا هېر کړم

دا بې غیرته زړه مې تل تا یادوینه

 

د شکرانې روپې دې کېـږده

ته پر ما گران يې، تا به هسې دموومه

 

ماته به بل لالی خدائ راکړي

نه به دې يار کړم، نه به مخ درواړومه

 

که راروان یې، لږ راتیز شه

بېلچې یې دوې کړې، پر ما خاورې اړوینه

احمدولي اڅکزی او د پښتو ژبې ژوندي ساتلو هڅې

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.