!ژوند ښکلی دی

نصیراحمد څپاند

182

ګرانو هېوادوالو!
دا څو ورځې کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې اورو، چې په دې ولایت کې یو ځوان د بې‌روزګارۍ، اقتصادي ستونزو او کورني تاوتریخوالي له امله خپل ژوند پای ته ورساوه. که د پرمختللو هېوادونو حالت ته وګورو، هغوی زموږ په پرتله له ډېرو سختیو او ستونزو تېر شوي دي، خو د زحمت، هڅې او د علم د لارې په نیولو سره یې له ټولو کړاونو، ناخوالو او ستونزو سره مبارزه کړې، او نن ورځ په خپلو پښو ولاړ دي، په سوله او امنیت کې ژوند کوي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي.
زموږ د هېواد ځوانان باید هېڅکله نهیلي نشي. د خپل همت، زحمت او هڅې له برکته دې له کوچني کاروبار څخه پیل وکړي، ان‌شاءالله چې د ښه راتلونکي خاوندان به شي.
د پند اخیستو په موخه، د روسي نامتو داستان‌لیکونکي انتون چخوف دا ښکلی او له عبرته ډک لیکنه درسره شریکوم.
ژوند ښکلی دی!
لیکوال: انتون چخوف
له روسي ژبه نه فارسی ته ژباړه :هارون يوسفی
له فارسي ژبې نه پښتو ته ژباړه: نصيراحمد څپاند
«د هغو کسانو لپاره چې د ځان وژنې نیت لري»
ژوند ترخه او ناخوښه دی، خو ښکلی کول یې اسانه کار دی. د دې لپاره چې دا بدلون راشي، اړتیا نشته چې ته په لاتري کې دوه سوه زره روبله وګټې، د «سپین عقاب» مډال ترلاسه کړې، له یوې ښکلې او هوښیارې مېرمنې سره واده وکړې، یا د نړۍ تر ټولو مهربان انسان وبلل شې. دا نعمتونه لنډمهاله دي او انسان ورسره روږدیږي.
که غواړې تل، حتی د غم او ماتم پر مهال، د خوشحالۍ احساس وکړې، نو لومړی باید له هغه څه چې لرې، راضي اوسې. دویم، دا فکر وکړه چې «دا حالت کېدای شوای تر دې هم بد وای.» دا کار سخت نه دی!
که د کبریت بکس دې په جېب کې اور واخلي، خوشاله اوسه چې جېب دې له باروتو ډک نه و.
که ستا غریب خپلوان یا کلیوال د ستړي مه شي او پوښتنې لپاره درشي، وارخطا مه کېږه؛ بلکې خوشاله شه او ووایه:
«ښه ده چې خپلوان مې راغلل، نه پولیس!»
که اغزی دې په ګوته ننوځي، شکر وباسه چې «ښه ده چې سترګې ته نه دې ننوتی!»
که مېرمن دې یا خواښې دې بې سُره سندرې وايي، مه خپه کېږه؛ بلکې خوشحاله شه چې موسیقي اورې، نه د ګیدړ چیغې یا د پیشو میو میو.
شکر وکړه چې نه یې باروړونکی آس، نه میکروب، نه خنزیر، نه خر، نه غومبسه او نه هم خرس!
خوښ شه چې شل نه یې، ړوند نه یې، کوڼ نه یې، ګونګی نه یې او د کولرا ناروغي نه لرې.
خوشحاله اوسه چې دا شېبه د محکومینو پر څوکۍ نه یې ناست.
که لرې سیمه کې ژوند کوې، دا فکر وکړه چې «شکر دی، لا هم لرې نه یم.»
که یوازې یو غاښ دې درد کوي، خوشحاله شه چې ټول غاښونه دې نه دردیږي.
که محکمه کې ته غوښتل شوي، خوشحاله اوسه چې محاکمه کې یې، دوزخ ته نه یې تللی.
که مېرمن دې درسره خیانت کوي، زړه ته تسل ورکړه چې «ښه ده، ماته خیانت کوي، نه خپل وطن ته!»
او همداسې… ای انسانه، که زما دا نصیحتونه عملي کړې، ټول ژوند به دې له خوشحالۍ ډک شي!

د کلتور، دودونو او عنعناتو ځانګړتیاوې او زمونږ د سنتي ټولنې ناخوالې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.