ايپديميک/ايپديمي

محمد فرید بزګر

191

ايپديميک/ايپديمي يا epidemic دا يوه يوناني کلمه ده چې له دوو لغتونو جوړه شوې ده epi ، چې معنی يې ده پورته يا بره او  demos چې معنی يې ده خلک یا ټولنه. په طب کې دا هغه وخت استعماليږي کله چې يوه ناروغي په يو وخت کې د يوې سيمې ډير وګړي اخته کړي، لکه د کولرا ايپديمي او داسې نور. خو دلته زما مقصد په کومه صحي ستونزه بحث کول نه دي. زه مې د خپل ژوند د ټولنيزو ايپديميو په اړه خبرې کوم. فکر کوم کله چې زه وزيږيدم نو افغانستان ته د فريد د  نوم ايپديمي راغلې وه، په کوچنيوالي خو مې ورته دومره فکر نه وو، خو کله چې د کونړ د نرنګ ليسې څخه د کابل حبيبې ليسې ته راتبديل شوم، پوه شوم چې يوازې زما نوم فريد نه دی يوازې زمونږ په صنف کې چې هغه مهال په اووم ټولګي کې ووم پنځه نور فريدان هم دي، خو کله چې يې په نهم ټولګې کې زموږ مکتب ته د کابل د منځنيو ښوونځيو اول نومره ګان داخل کړل، نو زمونږ د فريدانو ډله اووه کسو ته په يو ټولګي کې ورسيده، د دې کبله چې فريدان په اسانۍ سره فرق شي، نو د فريد دراز، فريد غولينګ، فريد سياه، فريد بچه بيوه او په داسې نورو نومونو و نومول شول. د دې دورې جالبه قصه دا وه چې يوه ورځ چې نوی د جغرافيې درس پيل شوی وو، يو هلک راغی چې د فزيک د استاد، فريد پکار دی. استاد ترې پوښتنه وکړه چې کوم فريد هغه هلک وويل: نه پوهيږم ما ته خو يې يوازې فريد ويلی دی. د جغرافيې ښوونکي وويل: ځئ نو ټول ورشئ، هر يو چې يې پکار وو، هغه دې پاتې شي نور بيرته ژر راشئ. موږ اوو فريدانو هم د حبيبې ليسې د څلورم پوړ د شمالي برخې څخه د حبيبي د ليسې د جنوبي برخې لومړي پوړ ته په منډو شو، په دهليزو کې د فريدانو د پښو دربا هره خوا اوريدل کېده. سا او تيګا مو ځان د فزيک استاد ته ورساوه. يو ترې پوښتنه وکړه، استاده زمونږ کوم يو دې پکار دی؟ هغه په تعجب ټولو ته وکتل او ويې وويل: دغه ګنګس ته خو ما فريدون ويلی وو، تاسې يې هسې په عذاب کړي يې.

د طب په پوهنځي کې هم د فريدانو له جنجال سره مخ وو، يوازې زمونږ د مکتب له همصنفيانو بيا يې درې فريدان زما په طب پوهنځي کې هم همصنفيان شول، نه پوهيږم چې زمونږ په ګروپ کې ۱۱ فريدان وو او که ډير، چې يو ته به يې فريد اميتابچن ويل، بل ته به يې فريد سُرخه، بل ته به يې فريد فرانټل، فريد بی استخوان او داسې نور… همدې طب پوهنځي په دوران کې د ډاکټرانو ايپديمي هم راغله، پخوا به په يوه ولسوالۍ کې يو نيم ډاکټر وو، اوس په هره کوڅه کې د دوه درې ډاکټرانو لوحې راځوړندې وي. زموږ يوه خپلوانه وه الله دې يې وبخښې، خدای تعالی ورله يو زوی ورکړی وو، نو د ژوند ټول خواږه يې په همهغه يو زوی پيرزو وو، د خبرې په سر او پای کې به يې همدا خپل زوی ياداوه، کله چې به زمونږ کره راغله نو همدا يوه دعا به يې کوله کله به مې زوی له خيره ډاکټر شي، کله به يې له خيره سپينه چپن اغوستي وي، ځکه دغه وخت د ډاکټرانو ډير باب وو، ان له عسکرۍ معاف وو. دغه خپلوانه مو زمونږ نه لږه مخکې د خپل زوی او خاوند سره پاکستان ته مهاجره شوه، کله چې څلور- پنځه کاله وروسته مونږ هم پاکستان ته مهاجر شو، ما فکر کاوه چې هغه به اوس هم زوی ته د ډاکټر کيدو دعا کوي، خو دلته د قوماندانو ډير باب وو، نو د هغې په دعا کې د ډاکټر ځای قوماندان نيولی وو، چې کله به مې زوی له خيره قوماندان شي، کله به د بنډل بنډل پيسو سره کور ته راشي. خو زوی يې نه ډاکټر شو نه قوماندان، اوس په بهر کې څه د کمپيوټرو کار و بار کوي، ځکه اوس د کمپيوټرو باب دی.

د طالبانو په وخت کې به مو په ياد وي، چې ډيرو کابليانو اوږده اوږده کميسونه اغوستل چې د طالبانو په ايپډيمۍ ورګډ شي، زمونږ په پيښور کې يو کابلی همکار وو يوسف نوميده، کورنۍ يې په کابل کې وه، د يوې اوږدې رخصتۍ لپاره کابل ته تللی وو، کله چې بيرته پيښور ته راغی سړی بيخي بدل شوی وو، اوږدې جامې يې اغوستې وې او ږيره يې هم اوږده شوې وه، چا ورته وويل ستا نه خو بيخي طالب جوړ شوی دی، په خندا يې وويل: بالا څه وکړو، د امارت غوشتنه همداسې ده. ټول يې په خندا کړو. د طالبانو له سقوط سره په کابل کې د واده د سالونونو ايپديمي راغله، هر ځای به دې ليدل چې سالون عروسي شام پاریس، سالون عروسي شب زيبا، سالون عروسي شب طلايي، سالون عروسي کابل زيبا، سالون عروسي پيوند قلبها… خو اوس مهال د واده د سالونونو ځای د لوړو زده کړو موسسو نيولی ده، همهغه د واده سالونونه دي خو لوحې په د لوړو زده کړو موسسو لګېدلې دي، دا چې د زده کړې معيار يې څنګه دی، په هغې نه غږيږم، ځکه يو هوټلي يا د واده د سالون لرونکی چې د مشتريانو د نه لرلو له کبله نه شي کولای خپل په لکونو جوړ شوی تعمير څخه څه ګټه واخلي، او د يو چا په ساده مشوره يې د لوړو زده کړو په تحصيلي موسسه بدلوي، تاسې په ډيره اسانۍ د هغوی د زده کړې معيار ټاکلی شئ. خلک مجبور دي چې د خپلو لوڼو او زامنو د راتلونکې لپاره په هغوی ښه تحصيل وکړي، په تحصيل وخت لګيږي او اوس مهال پيسې هم بايد ولرې چې تحصيل وکړې، ضايع شوې پيسې دومره د انديښنې وړ نه دي خو ضايع شوی وخت بيرته لاس ته نه راځي او که هغه هم درې څلور کاله وي.

تير ساعت په مثال مړی د لحد دی – مړی چا دی ژوندی کړی په ژړا

کله له ځان سره فکر کوم چې مونږ هيڅ وخت بنسټيز او اساسي کار نه کوو، چې تر پيړيو دوام وکړي، لمسي او کړوسي مو اسوده شي، ټول لوټه ږدو او په تېرېږو. خو د تعليم په برخه کې د لوټې ايښودل او تېرېدل ملي خيانت او د ځوانانو د حال او راتلونکي لپاره يوه نه بخښونکې ګناه ده. راځۍ چې د سلګونو لوړو زده کړو موسسو پر ځای دوه درې داسې تحصيلي موسسې جوړې کړو چې د دې کړيدلي ولس بچيان په پوره ډاډ ورشي او په پوره وياړ ترې تحصيلي سند تر لاسه کړي، چې د افغانستان نه بهر هم په افتخار سره وويلای شي چې له فلاني پوهنتون يا د لوړو زده کړو تحصيلي موسسې څخه فارغ شوی يم. راځئ چې په افغانانو زړه وسوزو او نور د ايپډميو مخه ونيسو.

کابل، ۱۰-مارچ ۲۰۱۱

د موږکانو لټ، چرګ پسه او غوايي کیسه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.