يو وه او يو نه و، په ځنګل کې يوه بیزو ميندواره وه او يوه پښه یې ټپې شوې وه، پورته ونو ته ختلی نه شوه او پر لوړو، ژورو سمه نه شوه ګرځيداې، نو له ځان سره يې پريکړه وکړه، چې د بچيانو له پاره له ځنګل څخه ووځي، په دې ډول به د انسانانو په منځ کې مینه او محبت ومومي، بچي به يې په ارام کي وي.
کله چې د کلي منځ ته لاړه، نو په کوڅو کې ماشومان پرې د هر لورې راغوټه شول.
څو تنو هلکانو نارې کړې:
هلۍ هلۍ بیزو ده بیزو، راځئ چې رانيسو يې.
بيزو وويريده او په منډو شوه، خو د پښې له درده نه شوه زغليداې او نه کومې ونې يا لوړ ځاي ته پورته کيدای شوه. د کوڅو ماشومانو ډيره تروره کړه، هر لوري يې ورپسې منډې وهلې، هغه خواره حيرانه شوه، چې په کوم لورې لاړه شې.
بيزو هر خوا لاړه، چې ځان ته خوندي ځاي پیدا کړي، له وړاندې ورته د پادشاه د دوه ښځو ماڼۍ ښکاره شوې، چې نوکران په کې تلل راتلل. مور بيزو چې د ميندوارۍ په دردونو ناروغه وه په منډو، منډو د پاچا د ګرانې ښځې د ماڼۍ پر دروازه ننوتله.
اوتره، اوتره ګرزيدله، تر څو د پاچا ميرمن ورته پام شو، ډيره په غصه شوه او خپلو نوکرانو ته يې امر وکړ:
هلۍ ژر کوئ، دا پمنه بیزو له ماڼۍ وباسئ، چې کومه ناروغی موږ پسې ماڼۍ ته رانه وړې.
بيزو په ماڼۍ کې يو ګوښه ځاي ځانته لټوو، چې په کې پټه شي، خو د ماڼۍ نوکرانو ډيره ژر ونيوله او له ماڼۍ يې بهر وويستله.
بیزو مور چې ډير درد درلود او غوښتل يې په امن ځاي کې بچې وزيږوي، اوس يې په سپيره ميدان دوه لوڼې بيزو ګانې وزيږولې، په ورته وخت کې د پاچا نازولې ښځې دوه ښکلې لوڼه وزيږولې. د بيزو زړه ډير درد وکړ او داسې دوعا يې وکړه:
اي لويه خدایه! زما دا بچيانې د پاچا د ګرانې ښځې کړې او د هغې دواړه ښکلې لوڼه زما غيږې ته راولې.
الله پاک د دغه زوريدلې مور زارۍ ومنلې او د بيزو غيږ کې، دوه ښکلي شهزادګۍ کښينولې، د دې بيزو ماشومانې يې د پادشاه نازولې ښځې غيږې ته راوستلې. بیزو وليدل، چې د کلي دا وران او شوخ ماشومان به يې لا پسې راواخلي، نو يې خپلې لوڼې په شا کړې او سيده په ځنګل کې هغې جونګړې ته ولاړه، چې يو وخت به په کې ډيرې بیزو ګانې سره ټوليدلې.
بيزو دې ماشومو جينکو ته خپلې شيدې ورکولې او هلته پاچا خپله نازولې ښځه د بيزوګانو په زيږولو سره له هغه شانداره ماڼې د ناګرانې ښځې ماڼۍ ته وليږدوله او هغه د بیزوګانو په لويه ولو سره ډيره زوريدله. ناګرانه ښځه چې اوس د دوه زامنو يا شهزادګانو مور وه، د ګرانې ښځې ځاي یې خپل کړ.
د پاچا د ښځې دوه و بيزو ماشومانو پسې خلکو داسې سندرې ويلې:
د پادشاه ښځې دې راوړې بیـزو ګانې
چې ګورې خلک ټول ورته حیران يې
يـوه سـره ده بـلـه زيـړه بـيـزوګــۍ ده
کـړې رامـنډې يو تر بله سرکونډۍ ده
بیزو کله چې ځنګل ته ولاړه، خپلو لوڼو ته د ځنګلي ونو له پاڼو ښايسته تخت جوړ کړ او د ورځې به تلله له کروندو به يې پنبه ټولوله، چې لوڼو ته يې ترينه پستې بړستنې جوړې کړې.
دغه راز د ټوکر پلورلو پر دکان يې هټۍ وال ته دومره منډې رامنډې، پيښې او تماشې وکړې، چې هټۍ وال ورته د ټوکرانو پوره تان ورکړ، هغه يې راوړ، له لوڼو يې تاو کړ. د ځنګل راز راز ميوې به يې راوړې، مدام به زغلیده او کله به يې د کلي ماشومانو له نظره وړاندې له يو چا څه شې تر لاسه کول.
وختونه تير شول او دواړه شهزادګۍ به د مور پر اوږه ناستې د خلکو منځ ته تللې او له هغوي سره به يې خبرې کولې.
ماښام به له خپلې بیزو مور سره په ځنګل کې جونګړې ته راتللې.
په دغه تګ راتګ کې دواړه شهزادګۍ اته کلنې شوې او يوه ورځ په ځنګل کې دوه شهزاد ګانو ښکار کوو، چې دواړه ورونه وو او دغه دواړه شهزادګۍ يې ولیدلې.
شهزادګانو دا دواړه جینکۍ، له بيزو سره په خپلو اسونو سپرې کړې او خپلې ماڼۍ ته راوستلې. کله چې د دغه شهزادګانو مور يا د دې ماشومو جينکو مېرې مور وليدلې، نو سمدستې يې وپيژاندې، چې د دواړو پر ښي لاس يو ډول تور خالونه وو او د دربار ښځينه ناروغيو ډاکټر يې نښه ښودلې وه.
دا د دغه دواړو شهزادګانو خويندې او د ميرې مور لوڼه یې وې، چې اوس يې مور ژوندۍ نه وه او د لوڼو له غمه مړه شوې وه، ځکه دوي په وړوکوالي کې، د مور بیزو غيږې ته لیږدول شوې وې.
پادشاه او هم میرمن يې خبر شوه، چې سمدستې يې هغوي خپل دربار ته وغوښتې، پلار او مور يې خپلې لوڼه په غيږ کې ونيولې او بیزو يې ډيره ونازوله، چې په دومره اوږده موده کې يې د دوې د لوڼو النه او پالنه کړې وه.
د پادشاه میرمن خپلو نوکرانو ته داسې امر وکړ:
راولئ هغه دوه بيزو ګانې چې د بلې ماڼۍ په بڼ کې اوسیږې، دلته خپلې سکه مور سره يې يو ځاي کړئ.
اوس پادشاه او ملکې غوښتل، خلک پوه شی، چې د پادشاه پخوانۍ نازولې ښځې کومه بیزو نه وه زيږولې او اصلې مور يې پيدا شوه.
دا دواړه ماشومې بیزو ګانې، تر اوسه د خلکو له نظره پټې ساتل کيدې، پادشاه داسې امر وکړ، وې ويل:
سبا سهار دی ټول ښار کې خلکو ته بلنه ورکړل شی، چې راشي او دغه دواړو بيزو ګانو سره يې اصلي مور ووينې او هم دواړه شهزداګۍ چې له موږ ورکې شوې وې، اوس پيدا شوې.
سبا سهار په ټول ښار کې ميلې او تماشې جوړې وې، چې ورکې شهزادګۍ پيدا شوې او هم هغه بيزوګانې له خپلې اصلې بيزو مور سره د خلکو ليدلو له پاره راښکاره شوې. په پاې کې، د پادشاه د ژويو په بڼ کې دغه مور بیزو او دواړو لوڼو ته یې ځاي ورکړ، چې دواړه شهزادګۍ به يې مدام ليدلو ته ورتللې.
پاي
زيړه غوا (د ماشومانو کیسه)
![]()
Comments are closed.