چمپینز ټرافي: افغانستان په کمسارې لوبه کې انګلنډ ته ماتې ورته ورکړه

103

د عکس سرچینه،ACB

د عکس تشریح،عظمت الله عمرزي نن د انګلنډ پر وړاندې لوبه کې غوره لوبه وکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په یوه کمسارې لوبه کې د کرېکټ چمپینز ټرافي (اتلانو جام) سیالیو کې انګلنډ ته په اتو منډو ماتې ورکړه.

د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي بخت ښه و چې پچه یې وګټله، خو په توپوهنه کې افغان لوبډلې ښه پيل نه درلود. رحمن الله ګربز، صدیق اتل او رحمت شاه په لومړیو لسو اورونو (پاور پلې) کې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې ډېره تکیه له ټپونو په تازه رغېدلي ابراهیم ځدراڼ شوه او هغه لوبډله له خورا سخت حالت راویستله.

لوبډلمشر شهیدي ورسره ملګریتا وکړه او یو وخت داسې راغی چې د ښه هدف هېله پیدا شوه.

افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف کېښود. په دومره لوی هدف کې د ابراهیم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو پاڼۍ لوی رول درلود، خو محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم ورسره ملګرتیا وکړه.

ابراهیم اوس د چمپېنز ټرافي سیالیو په تاریخ کې په تنهايي د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو.

انګلنډ د توپوهنې په پيل کې بریدګر فیل سالټ او جېمي سمیت ژر له لاسه ورکړل، خو منډې یې ونه درولې او جیو روټ خپله پاڼۍ وغځوله.

د ځینو نورو لنډو ملګرتیاوو تر څنګ له هغه سره د انګلنډ لوبډلمشر جوز بټلر ملګرتیا ښه روانه وه او یو وخت یې افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړه.

خو د بټلر له سوځېدو سره د افغان لوبډلې هېلې بېرته بیدارې شوې.

دا لوبه دواړو اړخونو ته ځکه هم له فشاره ډکه وه چې د لوبې تر وروستیو څوک نه پوهېدل چې څوک یې ګټي.

خو بالاخره افغان لوبډلې بریا خپله کړه. په دې بریا کې د توپ ویشتنې برخه کې عظمت الله عمرزی ښه وځلېد او د خپل لوبیز ژوند کې یې د لومړي ځل لپاره په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

لوبه د پاکستان لاهور ښار قذافي لوبغالي کې وه.

افغان لوبډله وړاندې له سوېلي افریقا سره لوبېدلې وه، خو د جنوبي افریقا لوبډلې ماتې ورکړه.‌

له انګلنډ وروسته به د ګروپ وروستۍ لوبه له استرالیا سره وکړي.

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام دا سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ‌ د فبرورۍ پر ۱۹مه پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي.

پر افغانستان سربېره، په دې سیالیو کې پاکستان، بنګله‌دېش، ان، استرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او هند هم ګډون لري.

د انګلنډ لوبډله، چې د دې سیالیو له قوي سیالانو ګڼل کېږي، دې ماتې سره د اتلانو جام سیالیو کې له وړاندې تګه پاتې شوه.

شهیدي

د عکس سرچینه ،acb

د عکس تشریح، شهیدي له لوبې وړاندې ویلي وو” ډاډمن دی چې د انګلنډ پر وړاندې لوبه کې به ټول لوبغاړي ښه وځلېږي.”

له دې مهمې لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې انګلنډ پیاوړې لوبډله وبلله خو ټینګار یې وکړ چې ” دوی به یې پر وړاندې له نوي پلان سره لوبېږي.”

افغانستان او انګلنډ د اي سي سي له لورې له تر سره کېدونکو جامونو ور هاخوا کله خپل منځي لوبې نه دي کړي او په نږدې راتلونکي کې یې هم څرک نه ښکاري. په نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو کې افغانستان یو ځل انګلنډ ته ماته ورکړې ده.

د افغانستان پر وړاندې د انګلنډ سيالي او د بټلر د لوبډلمشرۍ برخلیک

جاس بټلر

د عکس سرچینه،Getty Images

د عکس تشریح، بټلر

د انګلنډ لوبډلمشر جاس بټلر له لوبې وړاندې ویلي وو، د افغانستان پر وړاندې د چمپينز ټرافۍ يا اتلانو جام کې د هغه د لوبډلمشرۍ راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.

نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره انګلنډ بايد له افغانستان لوبه ګټلې وای او د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه به یې بیا هم برخلیک ټاکوونکې وه، خو اوس دغه څه ناشوني شول.

اوس چې انګلنډ له دغو مهمو سیالیو بهر شو، نو د بټلر تر مشرۍ لاندې درېيم ټورنمېنټ شو چې انګلنډ په کې پاتې راځي. د ده تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو او د ۲۰۲۴ کال شل اوريزو سياليو نړيوال جام کې انګلنډ نه و ځلېدلی.

بلټر چې په ۲۰۲۲ کال کې د اين مورګن له تقاعد وروسته د انګلنډ لوبډلمشري کوي وايي، “د لوبډلمشر په توګه تل غواړې چې ښه کار وکړې او خپله لوبډله د بري لور ته رهبري کړې.”

دی وايي، “موږ په دې وروستيو کې هغه ډول لوبه نه ده کړې چې له موږ يې تمه کېږي.”

بي بي سي / پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.