د قلم جنازه

عبدالوکیل سوله مل

169

د شپې یولس بجې دي، آسمان وریځو نیولی  او پوښلی دی ،  داسې تیاره ده چې په یو متر کې څوک په سختۍ لیدل کېږي. خوب ته مې تیاری ونیو، څراغ مې ګل کړ. کټ ته وختم، اوږد وغځېدم، بړستن مې پر ځان وغوړوله، سترګې مې پټولې چې د کور دروازه ووهل شوه. د دروازې په وهلو زه او مېرمن دواړه هک پک شوو، لکه اژدها چې مو په وړاندې ودریږي ،زړه مو ودرزېده، له پښو مو ساه ووته، د وینې څپه مې له مغزو تر تلو تېره شوه. مېرمن مې  تر ما لا زیات وارخطا وه، په سترګو کې یې د وېرې وریځې وګرځېدې

او ولې به نه ډارېدو !؟  کله چې په ېوه هېواد کې غله او ورانکاري واکمنان  شي  په نیمه شپه کې له غلو او نورو ورانکارانوپرته بل څوک  په ښار او کوڅو کې مزل ته زړه  ښه کوي؟

زړه نازړه، زنګېدلی، زنګېدلی له ځایه ورپورته شوم ،، پښې مې لکه اوسپنه درنې شوې تابه وېل ځنځيرونه ېې ورسره تړلي دي  زور یې نه اخیست ،د تګ وس مې نه درلود. په ورو ګام په کام  دروازې ته نېږدې شوم ، تر دروازې مې څو ځل کلمه پر ځان چوپ کړه. په داسې حال کې چې زړه مې له وېرې دربېده په رېږدېدلولاسو نو مې په ورو دروازه پرانیسته.  د دروازې له پراېستلو سره سمدستي دباندې د وسله‌والو غلوسېورې راباندې پرېوت ،په لیدو مې زړه د پښو تر تليو تېر شو. غږ مې په ستونی کې ونښت. د وسله‌والو مشر چې څنګه زما وېرېدلی او وارخطا حالت ولید،شونډې ېې له نرۍ موسکا سره وخوځېدې :

ـ مه وېرېږه!

غږمې په ستوني کې ونښت ،، په نیولي غږ مې وویل:

ـ دې توره شپه کې!!

لکه په ستوني کې چې مې دانه راشنه شي، نور مې غږ له خولې ونه وت، هغه خپلو شخو برېتونو ته لاس و روړ، موسکی شو:

ـ  ته نه پوهېږې چې مهم کارونه او پرېکړې ټول د شپې ترسره کېږي!

ده رښتیا ویل، د ګڼو پاڅونونو،کودتاوو، جګړو او ېرغلونو پرېکړې په شپه کې شوې، خو دا هم رښتیا دي هغه خرابې پرېکړې چې په کومو هېوادونو کې په شپه کې شوې، هلته بیا ښه ورځ هم نه ده راغلې ،فکرونو واخیستم، سر کې مې ګڼو پوښتنو او سوچونو ځای ونیو، له ځان سره مې وویل:

ـ په ما پورې د مهمو کارونو څه تړاو؛ زه کوم لوی منصبدار؟ ګوندي مشر؟ خان، ملک سوداګر…؟

خو دوی ته مې هېڅ ونه ویل، ځکه نه مې د اسې پوښتنو ته زړه کولي  شو او  نه ېې هم ېې فرصت راسره  و،په ریږدېدلي غږ مې پوښتنه وکړه:

ـ چېرې ځو؟

ـ حا جی صاحب  میرداد خان ته.

لکه مخې ته چې مې بم والوزي، د میرداد خان په اورېدو مې زړه نور هم ولوېد، رنګ مې له وېرې ژیړ واوښت، ځکه ما مېرداد خان  پېژاند او له زوراو اوره یې پوره خبر وم.میردادخان  د کوم ښکاره بانډ او ډلې مشري نه کوله، خو پر دې وړ او زوړ پوهېده  چې د ټول هېواد د نامتو غلو او انسان‌تښتوونکو ځنځیر دده  په لاس کې دی، هغه کولی شو په رڼا ورځ خلک غیب او په ځمکه ننباسي، نو تاسې ووایاست، چې نه به ډارېدم!؟ که زما پر ځای تاسو هر ېو واست ، د داسې زورور په بلنه به مو لینګي  نه سستېدل  او نه به بې‌هوښه  کېد ای !؟.

مېردادخان نه یوازې په هېواد کې وتلی سیاستوال، سوداګر، مخور او زورور و او له کوچني ماموره تر ولسمشره ترې  د هر چا  سترګه سوځېده، بلکې له هېواده بهر هم  هر چا پېژانده او د ګڼو حکومتونو او ادارو ښه ملاتړ یې هم خپل کړی و. د ده ګڼې ګرانبیه ودانۍ او ښارګوټی نه یوازې دننه په هېواد کې هر چا ته ښکاره وو، بلکې له هېواده دباندې یې هم  ډېرې  ګرانبېه ما ڼۍ را نېولې وې او په څو مشهورو سېمه ایزو او بېن المللي بانکونو کې  ېې د ډېرو پېسو دحسابونو راز هم له هېچا پټ نه و.   نوچې   داسې وه ولې به ېې  په زور، ډاډ او ملاتړ د هېواد ټول غله او د ورانکارانو نور بانډونه هسکه غاړه  نه ګرځېدل؟

که داسې نه وای څنګه شونې وه چې تېره ورځ دې د هېواد د هغه نامتو غل  او ورانکاري چې لسګونه  کسان ېې ېرغمل  او وژلي و،په جناره کې دومره لوی مخلوق راټول شي؟  خندونکي او شرمونکې نه وه  چې په جنازه کې راټول لوی مخلوق دا نامتو غل او ورانکاري  بې‌ګنا ه  باله او د هېواد لوی قاضی ته چې دی یې  په اعدام محکوم کړی څه سپکې او سپورې وې چې نه ویلې ؟

نه پوهېدم په ما  پسې راغلي وسله‌وال څنګه ځواب کړم. غوښتل مې انکار وکړم او لیدنه سبا ګهېځ ته وځنډوم، خو د وسله‌والو مشر لکه زما په نیت چې پوه شوی وي، ناببره زما پر اوږه لاس کېښود:

ـ نور وخت نه لرو، شابه موټر ته پورته شه!

د هغه لاس لکه د لوی ځناور پنجه ولړزولم، له ما یې د انکار کولو زړه واخیست، سر مې ټیټ ونیو، په ورو مې ځواب ورکړ:

ـ چې داسې ده، لږ صبر وکړئ چې مېرمنې ته خو ووایم….

شاه ګرځ شوم ، کورته  ننوتم، کوچنیان  په درانه خوب ویده وو، خو مېرمن مې لکه ساه یې چې ختلې وي،له بېرې او اندېښنې زېړه را اوښتې وه، په زړه یې لاس ا ېښی و، لکه د خپل زړه درزا چې معلوموي، په ریږدېدلی غږ یې وار دمخه وویل:

ـ که لږ نور ځنډېدلی وای، زړه به مې له سودا بوټ راوتلای وای.

په مخ روانې اوښکې یې د خپل زړوکي په یوه څنډه پاکې کړې:

ـ څوک وو؟ څه یې غوښتل؟

لکه په خوا کې مې چې هغه وسله‌وال ولاړ وي او په مرۍ مې چاړه راکاږي، ډېر ورو مې د هغه زورور نوم واخیست، چې وړ او زوړ یې له زوره او اوره خبر وو، مېرمن  مې لکه په کومه مرغۍ چې د چریزې ډز وشي، خو ونه لګېږي، ورېږدېده ،په لړزانده غږ یې وپوښتل:

ـ دا څه وایې، څه غواړي؟

ـ ځانته ېې غوښتی یی یم.

ـ د څه لپاره؟

ـ نه پوهېږم.

تندي ته یې ټس ورکړلکه په ذهن کې چې د هغه د ټولو تښتونو ، وژنو او غلاو کېسې را شنې شي ، لاسونه ېې وریږدېدل ، خو زه لا هم غلی وم اوله خولې مې سوڼ نه راوت.

ـ نه مې درته ویل چې د غلو او ورانکارو دوسیې مه راسپړه، دمارانو ځالې ته لاس مه ننباسه.

پوهېدم چې هغه رښتېا واېې خو ما اوس څه کولی شو؟ سرېې زما د پړولو او ګرمولو په پار لربر تا و راتاو کړ:

ـ اوس به د ټولو هغو مقالو او راپورونو چې په ده او نورو لویو او وړو دې پرې ورځپاڼې او مجلې ډکې کړې، ځواب ورکوې.

د هغې د سودا د راکمولو او ډاډ لپاره مې د هغې خبره بابیزه او هېڅ وبلله، سینې ته مې نږدې کړه، ډاډ مې ورکړ:

ـ مه ویرېږه هغه چې له ولسمشره او له خدایه نه ویرېږي، زما د راپورونو او مقالوبه څه پروا ولري؟

میرمن مې آرامه شوه، زړه یې ولګېد، ځکه ما رښتیا ویل، اوس غلا دود شوې وه، غلو پرې ویاړ کاوه او د هغو د توجیې لپاره یې داسې دلایل او طریقې زده ول، چې هېڅ قاضی او مفتي نشو پړولی، نو چېرې  چې غلا دوداو عامه شي، غله نه یوازې ویرېږي نه، شرمېږي هم نه او په غلا لاویاړي  هم . په دې شپو او ورځو کې چې څومره په غلو او ورانکارانو راپورنه جوړېدل، هومره به یې په ننګه خلک میدان ته  هم راوتل او دهغوی  بې‌ګنا هۍ لپاره به په څوګند خوړلو نه له خداېه وېرېدل او نه له خلکو شرمېدل.

مېرمن مې غلې وه، خو ناببره په ژړا شوه، لکه زړه ته چې یې په نیمه شپه کې د لویو غلو او سړي‌تښتوونکو د تښتونو او ربړونو ټولې کیسې راشي، خو ما ېې پر خولې لاس  کېښود:

ـ مه ژاړه، واړه مه راویښوه، لا خو هېڅ خبره نه ده.

نورمې ددې خوا ته ونه کتل ، ژر له کوره ووتم، نیغ موټر ته پورته شوم. په موټر کې ناستو وسله‌والو مې پوره خیال ساته او داسې کوم چلند یې نه راسره کاوه چې  اندېښنه او ډار راواچوي.  خو له دې سره سره فکر کې لاړم او هغه ټول راپورونه مې په زړه کې یو یو راشینیده چې ما د دغه زورور په اړه لیکلي او خپاره کړي وو.. داسې مې ګڼله، لکه په

همدې موټر کې چې مې جنازه اېښي وي . د موټر دننه چوپتېا وه ، خو زما د بدن دننه اور بلېده ، پرهغه هره لېکلې مقاله او راپورلکه ذهرجن ماران زما په ذهن کې په ګرځېدو وو.

 موټر ودرېد  ،   را ښکته شوم ، دروازه پرانېستل شوه ،او هغې شاهانه  ماڼۍ ته – چې په څو جریبو کې د لوی باغ په منځ کې ودانه وه – ورننوتم.

نن سبا که څه هم ډېرو وړو غلو او ډاکوانو داسې لویې ماڼۍ درلودې چې د دې تر مخه لویو خانانو، سوداګرو او لویو مامورینو هم لا په خوب کې نه وې لیدلې، خو د اوسنیو بې‌شمیره غلو او ورانکارو له منځه د هېچا د ماڼۍ عظمت، ښایست او عالي معماري د دې صاحب ما ڼۍ ته نه رسېده، ما ڼۍ نه وه سم طلايي قصر و. لوی باغ ، شنه چمنونه ،ماربل زېنې ، پر دېوالونو راځړېدلي رنګا رنګ ګلان

 چې موټر ته را پورته کېدم،ښه پوره ېې تالاشي کړم  او په ټوله لارهم  د وسله‌والو تر نظر لاندې وم اوڅارلم یې،   پوهېدل چې تش تور موټر ته راختلی ېم، خو بیا یې هم د ماڼۍ له دروازې تر صاحبه پورې ېې لس ځایه لاندې باندې په غور وپلټلم. که رښتیا درته ووایم دومره تالاشي مې – چې کوچنی وم او پاچا ته مې له پلار سره شاهي ماڼۍ ته تللی وم – هم چا نه وه اخیستې.

انګړ لوی و، په چمن کې د رنګارنګ ګلانو او زينتي بوټو له مينځه د چرچرک نارې اورېدل کېدې، يو ناڅاپه ځنځيرونه وشرنګېدل، په بېړه مې ورمېږ کوږ کړ، په تیاره کې د یوه تړلي جنګي لوی سپي سترګو رڼا کوله.

مخکې لاړو، د مرمرو پر زینو وختم، د صاحب دوتر ته په ننوتو مې په زړه داسې ساړه ننوتل تا به ویل د اعدام پر تخته خېژم، نه پوهېدم چې زما د زړه درزا به یې اورېده او که د خپل مخالف د خپلولو لپاره به یې له دې نېرنک نه کار اخیست، چې پر ما یې څنګه سترګې ولګیدې، له خپل دوتري میزه  راپاڅېد او له لیرې یې را غږ کړ:

ـ راځه، راځه! هرکله راشئ.

غوښتل مې چېغه کړم خو لکه ژبه مې چې مې بنده شي ، غږمې په ستوني کې ونښت ، دې وړاندې راغی ،لاس ېې  لکه د اوسپنې ځنځير زما پر اوږه کېښود .  .ورپسې جوخت لکه له ډېرې مودې نالیدلی یار راغاړې وت او په خندا یې وویل:

ـ پوهېږئ ولې مې په دې توره شپه راوغوښتئ؟

زما چې لا هم وېره په زړه ناسته او اروا مې تښتېدلې وه، په کراره  له خولې ووتل:

ـ نه صاحب.

پخپله مونډۍ ږیره یې لاس راکښود. زما لور ته ېې  لاس  ونیو او زیاته یې کړه:

ـ ما ته دې یوه یوه مقاله په یاد ده چې په ما  پسې دې څه او څه نه دي لیکلي…

 ده و خندل، په لویه دېوالي هنداره کې ېې ځانته وکتل، بېرته یې مخ را واړاوه:

ـ خو زه په دې خبرو پسې سر نه وړم، ځکه پوهېږم همدومره چې راپسې رسنۍ درواغ لیکي، له دې زیات مې په ننګه لیکنې هم کېږي. زه دومره کوچنی نه ېم چې ددې خبرو پروا وکړم !

زه اوس د تسلۍ او ډاډ په فکر کې نه وم ، غوښتل مې وپوهېږم چې ولې او د څه لپاره  ېې را غوښتی  ېم ،لاس ېې بېا زما خوا ته ونیو:

ـ کنه ته خو پوهېږې چې زه له پاچا او فلکه نه ویرېږم!

 ووېرېدم، نږدې وم، چېغه مې له خولې ووځي ، ځان پړ او مړ کړم او د خپلو ټولو هغو راپورنو او مقالو بښنه ترې وغواړم چې پر ده او نورو ورانکارانو پسې مې لېکلي او خپاره کړي دي، او په لوړ غږ وواېم، «ما وبښئ!»

خو صاحب – چې د تسبو بند یې په لاس کې تاواوه – خبرو ته پرېنښودم او لکه یو قوماندان او یا د کوم شرکت مالک چې خپل مامور ته دنده سپاري، راته وویل:

ـ غواړم یوه دنده در وسپارم.

ټکان مې وخوړ، هک پک شوم:

ـ دنده!؟

ـ هو دنده. سبا زموږ د ګوند لخوا لویه مظاهره رابلل شوې ده…

د لاریون په خبره نور هم حیران دریان شوم:

ـ مظاهره!!

هغه خپلې ګرانبیه طلايي ګړۍ ته وکتل، سر یې وښوراوه:

ـ بلې مظاهره. دا مظاهره د هغو په  اصطلاح ورانکارو په ننګه ده چې بې‌ګناه دي، خو دا ظالم او جابر حکومت یې هم لاسونه پرې کوي او هم یې شتمني اخلي.

سر مې په دې ناشولته خبر وګرځېد، نه پوهېدم چې د غلو د ننګې دې غونډې له ما سره کومه اړیکه وه. بې‌واکه مې له خولې ووتل:

ـ زه نو څه کولی شم؟

صاحب له ځایه پاڅید. د خپل لوی میز په بل سر کې یې له یوې دوسیې څو پاڼې رابیلې کړې. ما ته یې ونیوې او امر یې وکړ:

ـ سبا به په هم دې لویه غونډه کې زما له وینا وروسته دا پاڼې ته لولې!

غوښتل مې ورته ووایم، چې دا نو پر ما څه اړه لري؟ زه له کومه ادرسه او ولې دا باید ولولم؟؟؟

خو لکه په ژبه کې چې مې دانه راوخېژي او یا ګونګی شم، له خولې مې اه ونه وت، په ریږدېدلو لاسونو مې دده لیکلې بیانیه  لکه لویې بار چې له ځمکې راپورته کړم.ترې واخېسته .

صا حب د مخه ښې لاس را اوږد کړ، پخپله مخه لاړ. زه یې د ودانۍ بلې څنډې لاندې تلخونې (تکاوي) ته ښکته کړم. دا هغه ځای و چې صاحب به دلته خپل ځانګړی دښمن پخپله ربړاوه.

تر سبا هلته کېناستم، څو هغه وینا لکه د قران ایاتونه ضبط کړم، چې د ورانکارانو په ننګه پکې دوه سوه د درواغو ایاتونه او حدیثونه راغلی وو.

سبا په رښتیا لویه غونډه رابلل شوې وه، ښار او د غونډې میدان داسې په خلکو ډک و، تا به ویل ددې ښار څه چې د ټول هېواد  غله  او نور ورانکاري را جمع شوی دي. د غونډې ملاتړي وسله‌وال داسې برچه پک او تیارسۍ ولاړوو چې د صاحب په وړه اشاره یې ټول ښار په وینو کې لمبولی شوای.

میردادخان  یې سټېج ته ور وباله، یودم ، هغه ته ولاړو او راټولو وګړو داسې لاسونه وپړکول او داسې چیغې او شور یې جوړ کړ تا به ویل د کوم هېواد پاچا او یا کوم مذهبي لارښود یې پر وړاندې راڅرګند شو،

میرداد خان پخپلو خبرو کې د هېواد لوی څارنوال او لوی قاضي  دواړه وګواښل، د نیول‌شویو ورانکارو دبې کناهۍ په ننګه یې رنګا رنګ ایاتونه او متلونه تېر کړل. د دده نه یوازې بې شمیره ایاتونه او متلونه زده وو، بلکې ډېرې جالبې ټوکې یې هم په حافظه کې ثبت وې. د خبرو په منځ کې به یې  په یوه نیمه ټوکه  خلک  داسې  وخندول چې د خندا څپې به یې لیرو کلیو او بانډو  ته وررسېدې. هغه نه یوازې ماهر ټوکي و او پخپلو ټوکو یې خلک له خندا شنه  ر ا اړول، بلکې کله به داسې له غوسې او قهره هم سور او شین شو، تا به ویل اوس به پر ټولو دوترنو یرغل ور وړي او سبا به خپله بیله د غلو پاچاهي اعلانوي. د غوسې او ژړا تر څنګ یې د ژړا چل هم له وتلو تیاتري لوبغاړو ښه زده و، د خبرو په منځ کې به پړینګ په ژړا شو، ژړا به یې د غونډې ګرد ګډونوال داسې وژړول تا به ویل په غونډه کې د کربلا ویر ګډ شوی. هغه نه یوازې د ځان او نورو ورانکارو او غلو په ننګه بېلابېل ایاتونه او حدیثونه بیان کړل، بلکې حکومت یې هم د خپلو وسله‌والو په موجودیت  وګواښه. د ده له احساساتي وینا وروسته زما د خبرو وار راغئ.

زه  چې اوس د غلو او ورانکارو د پېژندنې مشهور ماهر وم. او  د خپل هېواد په غلو او ورانکارانو برسېره مې  د نورو هېوادونو په غلو هم پوره مفالې او کتابونه کښلی و دې ته اړ شوی وم چې  د راټول مخلوق پر وړاندې په خپله خوله  اعتراف وکړم چې  زما ټولې څېړنې او لیکنې  بې بنسټه او درواغ دي.

ټوله شپه مې د صاحب راسپارل شوې پاڼې په زور او زېر ولوستې، خو لکه څوک چې نا اشنا ژبه لولي، یوه جمله مې په ذ‌هن کې نه کېناسته، په سترګو مې داسې تیاره وه لکه هېڅ کرښه چې نه وینم.

چې څنګه  ېې د میکروفون شا ته وبللم، له پښو مې سا ووته، خو له دې سره هم د میږي په پښو ستیج ته لاړم، میکروفون ته ودرېدم. لیکلې وینا مې په داسې تون لوستله چې هېڅوک پرې نه پوهېدل، لکه په پردۍ او بله ژبه چې غږېږم . زه اوس داسې ېو کوچني ته ورته وم  لکه  نوی  چې په خبرو راغلی وي. خو لا مې د وینا څو پراګرافه نه و لوستی چې ژبه مې ګونګه شوه، لکه څوک چې مې ژبه غوڅه کړي، نوره مې کلمه له خولې نه وتله ، لاسونه مې هم لکه ګوزړن یې چې ووهي وریږدېدل،

ستړې کوونکې وینا مې په غونډه کې چوپتیا خپره کړه، ټول یې داسې هک پک کړل لکه کوم لېونی چې له ځانه ورته ګډ وي. ناببره  مې پر ولیو د میردادخان  درندې پنجې سرېښ شوې ، له ګویايې راپورې وهلم. او پخپله مکروفون ته ودرید:

ـ مه یې ګرموئ، دا د ده د وجدان عذاب دی. دی اوس په ټولو هغو راپورونو او لیکنو شرمېږي چې د بې‌ګنا ه غلو په باب یې تر اوسه لیکلي او خپاره کړي دي.

پر اوږه ېې لاس راکېښود ، خلکو ته مخاطب شو، په خندا ېې ووېل :

ـ دی اېله اوس پوه شو چې زه پر حق ېم .

مخ ېې راواړاوه ، زما تښتېدلي او ژیړ مخ ته ېې لاس ونیو ، زیاته یې کړه:

ـ دی چې له تاسو  دومره شرمېږي او ویرېږي، د خدای پر وړاندې به څنګه ولاړ وي؟

بېرته شاته راغی، زه یې بیا سټېج ته ودرولم، خو لا مې بل پاراګراف نه  ولوستی  لکه په ستوني کې مې چې هرڅه ونښلي له خبرو ولوېدم. نور مې یوه کلمه او توری له خولې ونه وت.  لینګي مې وریږدېدل، بې‌هوښه شوم،ځای پر ځای ولوېدم .خلک مې نه لېدل خو حس مې کړل چې ټول راته حېران وو ، ته وا زه هم د غلو له ډلې ېم . زه مې د خپل قلم لېک ته حېران وم ، هغه قلم چې تل د حق لپاره کارېده نن څنګه د درواغو ښکار شو. په دې هم پوهېدم چې سبا به د

  ټولو رسنیو د سر خبر هم   هم  همدا  وي :

“هغه لیکوال او خبریال چې تل به یې د ورانکارو په باب تر ټولو ښه راپورنه لیکل، اوس پر خپلو ټولو لیکنو او څېړنو پښېمانه دی او هغه ټول له حقیقته لیرې ګڼي.”

زه هک پک تللی  او وېرېدلی وم ، زه له ځانه تښتېدم ، ما پخپلو سترګو د خپل قلم جناره لېدله ، ما ته ېو حقېقت مخ ته ودرېد ، هغه حقېقت چې هېڅکله ېې هېرولی نشم : زه هلته وم حو زه هلته نه وم ، زه خپل قلم خاورو ته سپارلم .

سوتهال ـ لندن

د شپې یولس بجې

د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوری ۲۲

ایمانداره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.