ډک جام

هاجره حرکت

235
ډک جــام زلانــد ستــورو رانـسـکور کـړلـو
سپينې سپوږمـۍ خپل مـخ  پـر بل لـور کړلـو
غرونو زړه کې تیګې سرې او شنې شولې
غم چـې انـسانـانـو پـر ځـان خـپـور کـړلــو
زړونـو کـې د کـرکې پـنځـيدل ډيـر شـول
سرو غاټولو سـور رنګ سره شـور کـړلو
مـسـت بـورا د ګلــو ستـايـل پـريـښــودل
دښـتـو کې لاله پر زړه داغ جـوړ کـړلـو
بيـا لالـه ويـل چـې پـر بـيــديـا ښــه يـــم
بې مينې ژوندون خـو سوی سکور کړلو
پـوهــې د هستۍ بنـسـت خـړوب نـه کــړ
ډيـرو عـالـمـانــو زړه يـې تــور کــړلـــو
ژونــد درومـي پر مخ له محـبـت کـنـګال
خوږ حال يې په سترګو کې بيتکور کړلو
ميــنــه مــرغـلـره بــه تــر لاسـه کــړې
خپل سپـيڅلې زړه که يې حال نـور کړلو

د مور بيزو ازار (د ماشومانو کیسه)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.