د زلنسکي د سیاسي رول پای او زوال

نصيراحمد څپاند

141

“د امريکا دښمني خطرناکه ده، خو دوستي يې وژونکې.”
زلنسکي، چې د لوېدیځ له ملاتړ سره یې د روسیې پر وړاندې جګړه روانه ساتلې وه، اوس نه یوازې د امریکا له پاملرنې لوېدلی، بلکې سخت سپک شوی هم دی. د امریکا لپاره، چې د جګړې د اوږدولو اصلي ملاتړی و، زلنسکي نور کوم ارزښت نه لري.
د ترامپ او زلنسکي د لېدنې اصلي ټکي:
امریکا د اوکراین معدني سرچینې غواړي، نه د دې هېواد امنیت.
ټرمپ په څرګنده زلنسکي ته وویل، چې امریکا نه امنیتي تضمین ورکوي، نه بې‌مصرفه وسلې، بلکې وسلې به یوازې د پیسو په بدل کې ورکړي.
د ناتو غړیتوب، چې اوکراین یې ستر هدف ګاڼه، اوس هېڅ امکان نه لري.
د روسیې نیول شوې سیمې بېرته نه‌شي اخیستل کېدای، او که جګړه دوام وکړي، ټوله اوکراین به له منځه لاړ شي.
زلنسکي د خپلو ناسمو پالیسیو قرباني شو، او اوکراین یې بایللې جګړه وکړه، چې اروپا ته یې هم دروند قیمت پرې پرېښود.
هنري کيسنجر وايي:
“د امريکا دښمني خطرناکه ده، خو دوستي يې وژونکې.”
دا هم د امريکا د مشرانو چلند له يو مجبور مېلمه‌ ملګري سره!
عمومي پایله:
امریکا اوکراین د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره وکاراوه، خو اوس یې پرېښود. زلنسکي، چې د امریکا په ژمنو غولول شوی و، اوس له سختې ماتې سره مخ دی، او اوکراین یو بایللی هېواد پاتې شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.