ساراسواتي د ورک مدنیت څرک -زموږ د تاریخ پټه بڼسټیزه پرزه

همایون دوست

232

ساراسواتي د ورک مدنیت څرک

زموږ د تاریخ پټه بڼسټیزه پرزه

بشریت د نړیوال لرغونو پرمخ تللو تمدونو د درجه بندۍ په جدول کې، لرغون پوهانو لا د زړو دایرالمعارفونو په فهرست کې، د مصر او بین النهرین پسې د هند ساراسواتي(اریایې) تمدن درج کړی ؤ، لاکن د تېرې پیړۍ په دریمه لسیزه کې، کله چې (د اوسني هند) د پنجاب ایالت د «هراپا» په څیرمه کې، د وسپنی پټلۍ د غځولو کارګرانو په تصادفي سپړنو کې د خاورو لاندې د پخو خښتو نه ودان، د مدني ښارګوټي کنډوالې وموندلی، نو لرغون پوهانو د دغه موندنې د تاریخي قدامت او سرچینې په اړه د پلټنو سره هممهاله په پراخه پیمانه نوری مسلکي کندنې پیل کړي او دغه کنډرې یې د ځایي سیمي یانې هراپا د مدنیت په نامه ونومولي او د لومړنېو څیړنو په ترڅ کې ټولو په یوه خوله د موندل شوو شړیدلو کڼډرو عمر د ګنګا په راغه (وادی) کې د پروت مدنیت په پرتله دوه چنده ډیر وښود، چې همدي جنجالي ټکی له کبله د پورتني جدول کره والی تر سوال لاندې شو او دی مسئلې خورا اوږدو بحثونو ته لار هواره کړه، چې لړۍ یې لس کاله کم یوه پېړۍ ته وغځیده، د یادونې وړ ده چې، د دې موندني سره په عیني وخت کې، یانی په ۱۹۳۳م. کال کې د نړۍ پیاوړي صنعتي هیواد جرمني په ټول ټاکڼو کې، د «هتلر» په مخ کښۍ د نازیانو ګوند د هغه هیواد د سیاسي واک ګدۍ د خپلو سیالانو نه وګټله او د بهرنی پالیسۍ په څانګه کې، د دوی ستراتیژیک عمق د انګلیس، فرانس او روس نړیوال استعماري زبر ځواکونه ماتول او د دوې په مستعمرو باندې خپل او د خپلي ټلوالي(ایتلافیانو) واک ټینګول ؤ‌، چې دې هدف ته د رسیدو پاره دوی د پوځي چمتوالی برسیره، په اروپا او په دریمه نړۍ کې نوو متحدینو ته اړتیا لروده او په دې راسته کې دوی ارین توکمه سپین پوټکو قومونو ته، د نورو بشري قومونو په تناسب لومړیتوب ورکاوه؛ همدا تبعیضی پالیسۍ وه چې، زموږ د لویدیځ ګاونډی هیواد په فارس کې، د درباریانو هغه ارمان پوره کړ چې پخوا یې په خوب کې ان تصور کولی نه شو، دوی چې له یوې خوا د اعرابو سره د سیاست او د اقتصاد په ډګر کې، په دښمنۍ او په سیالۍ بوخت وو او بلې خوا د عربي مغرورو او عیاشو شیخانو د پیغورونو توهین او تحقیر چې دوې یې خپل د دین او د فرهنګ پوره وړي ګڼل احساس د کمتری کوله او د کلنو رایسي په سرګردانې سره، په دی لټه کې وو چې څه رنګه فارس په رټل شوي تاریخ باندي پرده وغړوي؟، د هتلر همدا تبعیضی پالیسۍ د دی لامل شوه چې د دوی په ذهن کې د ایران جوړوني فاشیستي مفکوره وټوکوي او د عربانو له تپل شوی «فارس» د نوم په بدیل ان خپل د هیواد نوم بدل کړي او دا کار دوی د یو فرمان په وسیله په ۱۹۳۵م. کال کې وکړ چې د «فارس» نوم یې په جعلي «ایران» تبدل کړ او له دې برسیره په جرمنیانو یې د خپلې غوړه مالي دا احسان ام بار کړ، چې ګواګي خپل د هیواد «فارس» نوم یې د هتلر په احترام او جرمنیانو سره د دوستۍ په ویاړ قرباني کړ.«یک تیر و دو پاخته» کې غبرګه ګټه وکړه، البته چې ایرانیان د دې مجبوریت له درکه د درک وړ دي، خو د نوی هویت د فرهنګ جوړوني په برخه کې، کومې رنګارنګ غلاوی چې په ځانګړي توګه زموږ د فرهنګي ویاړونو څخه غلا او په خپل نامه کړې، هغه به د تاریخي علومو په رڼا کې هرومرو د دوی د نوی تمدن د ټولو جعلیاتو سره یو ځای بربنډیږي او پور به یې ادا کوي. په هر صورت د نازیانو په اړوند دومره یادونه کوم، چې هغوی دویم نړیوال جنګ پیل کړ او ګرچې پخپله په کې مات شو او ایران د پښو لاندې چخړیت شو، خو سره له دې چې د دې جنک خبیثې ارواح د پنځوس میلیونه انسانانو قرباني واخیستله، لا یې زړه یخ نه شو او د ځمکې په کره کې یې د اسلامي پاکستان او یهودي اسرایل په نامه دوه غبرګوني بچیان وزیږول چې د همدې هراپا د مدنیت کنډرې ام د هند او د نوزاده پاکستان تر منځه وه ویشل شوي او د دوو دولتونو په کچه د اوبو د ویش په سر شخړو او لانجو کې، دی قضې کله به سیاسي او کله به مذهبي رنګ واخیسته چې حد به یې سپکو او سپرو ته ورسید، نور نو د دې مدنیت د تاریخي قدامت په تړاو نظریاتو کې د لرغون پوهانو تر منځ پرته د عادي بحث بله کومه جدی ستونځه تر هغې پورې نه لیدل کیده، تر څو چې د هرپا په څیرمه کې،«ګهګړ» په نامه د بشکال وچ شوي موسمي سین ته په ګوتو کولو سره، داسې نظر وړاندي شو چې، ښایې همدا سین همهغه وچ شوي مقدس سراسواتي سین اوسي د کوم یوه په ستاینو کې چې اریایانو، په ریګویدا کې ګڼ شمیره سردونو او سندرې ویلي، نو که نظریه سمه وی نو بیا همدا د هراپا تمدن همهغه د سراسواتي مقدس تمدن دی، چې نړۍ د تمدونو مور ګڼل کیږی. باید ووایم چې دی نظرې نه یواځي مختلف غبرګونه راوپارول، بلکې بلي مغلق ستونځي ته تازه سا ورپو کړه چې د حل ګنجی(کلی) یواځي په ګردنو او دوړو کې پناه شوی ریګویدا سره ده.

ریګویدا: دا د مشرکینو (هندو باوره ادیانو) د څلورو ویدي کتابونو څخه لومړنی او په نړۍ کې تر ټولو لرغونی مذهبې کتاب دی چې شا او خوا ۴۵۰۰ کاله پخوا یې د هغو ویدونو (ایتونو) ټولګه په خپله اډانه کې خوندي کړه چې د «ناگري» لیکدود د پنځیدو نه وړاندې، پېړۍ په پېړۍ د یو پښت سینې نه د بل پښت سینې ته په شفاهي بڼي لېږدېدلی او څنګه چې د دغې معنوي خزانې مالکیت د ځانګړو اشخاصو د نومونو سره تړاو نه لروده په همدې بنأ د دغو ښوونو منشأ اسماني معرفي کیدله چې په مرور د زمان سره یې په سټې باندې د هندویزم او بودیزم، د اعتقاداتو ښاخونو د نیغې ودې برسیره، که په ژور غور سره ورته کتنه وشي نو د (نیمچه توحیدي) زرتشتیزم او (توحیدي) ابراهیمي ادیانو د اعتقاداتو په هستوي زړی «پنج کتاب» کې ام بڼستیزه جرړلې غځولي، لنډه دا چې د ریګویدا مثال هغه لښتي (ویالي) ته ورته دی چې، د هر دین بامبړ او پیشوا ور باندې خپلو د خیالایاتو باغ په خپلې سلیقي او خوښې، په خپل فکر او عقیدې د خپلې ګټې په موخه اوبه کړی، نو مبالغه نه ده که موږ دغه مقدس کتاب د ټولو نړیوالو ادیانو د مقدسو کتابونو مور وګڼو.
همدا شان د نړیوال معتبرو پوهنتونو او ښوونتونو پوهانو او مؤرخینو ام د ټولنیزو علومو د مختلفو څانګو په څیړنو کې، نوموړی کتاب د منځپانګې څخه د پام وړ اکاډیمکه ګټه پورته کړی، د بیلګې پاره اروپاي لرغون پوهانو لا په ۱۷م. پیړۍ کې، بشریت د تاریخي لویو پیښو کرونولوژی د حضرت عیسی(ع) د زیږد نه پیل او د زیږد یا قبل المیلاد نه څلور-څلونیم زره کلونه وړاندې پیښې یې د همدې کتاب د اټکلی کرونولوژۍ په اتکا تشخیص کړی او تر هغې لا وړاندي د دیوانو، ښامارانو، شیشکو، پېریانو او نورو خطرناکو بلاګانو د واکدارې زمانې ته یې د ماقبل التاریخ اصطلاح ورکاروله، چې د پښتنو ځینې فلکلوریکو ژوندیو کیسو په تصدیق د ماقبل التاریخ په توره تیاره کې، ادمی ذات لا د ېوټو او مرغانو نه نیولي تر غرونو، سیندونو، ستورو… او په کل کې د کایناتو ټولو ساه کښ او بې ساه موجوداتو سره په تفاهم کې ژوند کاوه او په کوم شي کې چې ځان د هوساۍ پاره ښیګڼه لیدله او لاسرسې به یې ورته لرود لکه: اوبه، اور، غوا، سپی … نو د هغه به یې ساتنه او پالنه کوله او که لاس یې نه رسیده لکه: لمر، سپوږمي، ستورو … ته بیا به یې د هغو ستاینه او لمانځنه کوله او همدا ډول دوې به خپل د فکري کچې له لیدلوری څخه ګومان کاوه چې د طبیعت هر موجود او هر مخلوق ځان ساتنې او پالنې پاره خپل، خپل، جلا، جلا مالک او خالق لري، چې ورباندې روزنه او ورنه څارنه کوی په همدې ارونو (اصولو) ام د ریګویدا اکثره سندرې او ترانې د اسمان څکو هندوکش او سپین‌غر د غرونو له څوکو او د هغو لاندې په راغونو کې، د امو نه تر اباسین پورې د بهینده سیندونو په چاپېریال باندې ګردچاپیره تاویږي راتاویږي، چې بیا په دوی کې اول درجه د ساراسواتي په نامه د سیند ستاینو، لمانځنو او ذکرولو څخه جوته یږي چې دغه سیند، هغوی د تمدن په ودی او پراختیا کې مرکزي او حیاتې ونډه لوبولي، چې غونډ مدنیت یې په ویاړ نومول شوی دی.
اوس اصلي موضوع به راشو څنګه مخکې یادونه شوی وه چې د هراپا په څیرمه کې د وچ شوی سیند په اړوند یو لرغونپوه نظر ورکړ چې ښایې دا د وچ شوی ساراسواتي سیند پاتې شوي نښې وی! دا نظریه په هندوانو ډیره بده ولګیده او یو هندو قاري چې غالباً د ریګویدا حافظ ام ؤ په ډیر غرور سره د سارسواتی د نښو یو سرود تلاوت کړ چې، (۰۰۰هغه «هارا» د جګو غرونو له ویلي شوو واورو څخه سرچینه اخلي او د خپلي لاری په اوږدو کې، د ګڼشمیره درو او سردرو په کلیو او بانډو باندې د برکت شیندني ورسته، د زرخیزه «کاپیشه‌کانیش» په غیږه کې کښتونه او باغونه د خپلو رڼو او خوږو اوبو په نعمت خړوب کړي، پس له هغې د «هراسواتي» سین سره یوځای د «وروکشا» سمندر ته درومي.).
نوموړي قاری که له اړخ څخه په منطقی ځواب سره، چې ګواکی د سراسواتي سیند د موسمي ورښتونو څخه نه، بلکې د غرونو له سپینو پاک او سوتره واورو څخه سرچینه اخیستله، دانګریز لرغونپوه نظریه شڼډه کړله، خو له بله اړخه څنګه چې د هند او د پنجاب یو سیند ام د دغو مشخصاتو سره اړخ نه لګاوه نو د دې حقیقت په بربڼدیدلو سره هغې نیمګړتیا ته چې پخوا له دی څوک متوجه شوی نه ؤ او د ساده هندو دیندارانو په ګډون ټولو نړیوالو ګومان کاوه چې سراسواتي د ګنګا سیند بل زوړ نوم دی‌، نو داسې اساسي سوال مطرح شو چې بیا نو خپله ساراسواتې سیند چیرته غیب او ورک شو؟
ځکه چې دا کوم معمولي سیند نه ؤ، چې څوک ورباندې ځان ناشکه کړي، د دې سیند د زرګونو کلونو قدس، د هندو پیروانو په مغزو کې خپلي پنجې دومره ډوبې خښي کړي وي چې، هندو دیندارانو به هر سهار، د دې الهې ته د خبیثه ارواح (شیطان) د نظربندۍ په خاطر ماڼوګان او سپیلنۍ لوګی کول او نوی، نوې دمونه به یې ورته چوفول، په معبدونو او مندرونو کې د هغي درنښت ته د ځانګړو اختصاص شوو منترونو په زمزمه او متونو په تلاوت سره سجدې او عبادتونه تر سره کول. د دې د خوشالې پاره به یې هفته واری روژې نیولي او د دی «سومن» نومي اوبو کې لکه نن د یهودانو «میکوه» د سیکانو «امریت» د عیسویانو د تعمید اوبو په څیر ژوند کې یو وار غسل واجب ګڼل کیده او د څکلو په ثوابونو یې د«سوما» شربت او یا قریشو د «زم زم» اوبو پشان د روح او جسم ګناه وینځل او بخښل کیده، د هندو مذهبي سنتي ټولنې څخه د داسي یو مقدس ارزښت غیبیدل د دې په مانا ؤ چې، فرض مهال نن ورځ یهودانو ته په بیت المقدس کې د «ندبي» دیوال یا (خدای مه کړه) چې‌ د مکي شریفې څخه کعبه معظمه لسګونه کلونه پخوا لا غیبه شوي وي او یهودان یا مسلمانان د دین سره د ړندی میني په بې خودی کې لا ورته په سجده پراته او خبر نه وي.
ګر چې بوتګړې (هندو د دین ټیکداران) د ورک شوی سین په موندنه کې خپلې مذبوحانه هلې ځلې وکړي، خو د دوې لټنو، پلټنو منډو او ترړو مثال داسې وه لکه څوک چې د تورې پیشو پسې په توره تیاره کوټه کې ګرځي او هغه ام هلته نه وي، یو وار د یوویشتمی پیړۍ په درشل کله چې د هند یوي سپوږمکۍ (سټلایټ) د فضاء نه د همالیا د غرونو په منځ کې، د یو وچ شوي سیند عکس ځمکې ته راواستاوه، نو هندو پڼډټان د خوشالې نه په کالیو کې نه ځایدل او په وعظونو کې ادعا پیل کړه چې ګڼې همدا ساراسواتي د سیند نښې دی او د هغې مقدسه سا «یما»(ملك الموت) له ځان سره پورته وړی او اوبه یې جنتیانو د مزایاو د پاره د جنت په شیدو بدلي شوی، خو په لنډه موده کې، د جیولوجستانو یوې تحقیقاتې ډلې د خپلو ځانګړو تخنیکي الاتو په ذریعه ثابته کړه چې، هغه سین ام د هندویزم له ټوکیدو څخه لا لس- دولس زره کاله وړاندې وچ شوی او کله چې د هغې یې نه ام تمه وشکیدله، نو د بوتګړې د زړو عقایدو ټولې زړې ببولالې تر سوال لاندې راغلي او پڼډتان یې د مهلکو ننګونو سره د تباهۍ ګړنګ ته ورټیل وهل چې لا تر دم ګړۍ پورې‌ د ځنکندن ترپکې وهي او مخالفو سیالانو یې چې په کومې ناڅرګندې صحرا کې ډوب، وچ او ورک شوی مقدس اسطوری سیند د دوې (هندو پڼډتانو) د تصور او تخیل زیږنده یوه افسانه او سي سانه ګڼله، هغوې د پاسه ورباندې د کنایو او خندۍ غوغا جوړه کړي او په پایله کې د دوې نه ان د نوی نسل لوستو هندو دیندارانو مخ واړه او د سیکولرانو د تلې توله یې په درنده کړه. دا ځکه چې په دې معما کې یو داسې پټ رمز پروت ؤ چې په پټ راز یې پوهیدنه د پوچ مغزي بوتګړي له وسې څخه دومره اوچته وه چې په خپله ام ورته حیرانه وه.
مخکې له دې چې د سراسواتي د نادرکۍ رمز په راوسپړلو باندې، د سوء تفاهم او غلط فهمي مخه ډب کړو، د پوهاوې پاره ضروري یادونه دا ده چې غیرتوحیدی ادیانو اعتقادات په مجموع کې، د «سامسارا» په عقیدي تمرکز کوی، «سامسارا» که نن ورځ د لالهاند او یا سرګردان په مانا ژباړل کیږي، مګر دې اصطلاح ریښې ته چې ګورو د پښتو او سانسکرت ژبو د «ساه» یا روح د ویې څخه راوتلي ده، دوې ساه د ژوند هغه لایذاله ځواک ګڼي چې د بې پیله او بې پایانه زیږد او مرګ په دوراني ګرځنده څرخ باندي تاویږي او د یو جسم د مړینې سره سم کارمې ته خیژې او په هغې ځای کې حساب کتاب د سپیناوی نه ورسته په بل جسم کې تناسخ کوی، په همدې قاعده د دوې په عقیده سراسواتي ام ورسته د یو سپیڅلې سیند د مهارولو او پاللو ژوند څخه، په بل ژوند کې د اسماني مقربې ملایکې جسم کې تجلي کړي وه،
د هغې په تړاو داسې نظر ام شته چې، د هغې له مخې ۴۲۰۰ کاله وړاندي په افغانستان کې د اوږد مهالې وچکالی اپت او د وګړو ګڼې ګوڼې، ارین توکمه قومونه اړیستل چې اباسین پوري غاړې څخه بومي تور پوټکي قبایل وشړي او ښیرازه کروندې یې تر خپلې ولکې لاندې یوعه او ماله کړی، چې په دې سره د سراسواتي فزیکي موجودیت ام د مهاجمو اریانانو د پولو څخه بهر پاتې شو او د زمان په تدریج دوې باندې نوي، نوي ویدونه (ایتونه) رانازل شول چې په هغو کې د ریګویدا منترونو ځای جنترونو ونیو او د هغه مبارکه سراسواتي چې، په ریکویدا کې یوپنځوس ځلي قدس ځلول شوې ؤ، هغه سراسواتي رو، رو د جنترنو په کوډو او کرامتو کې دوړه، لوخړه او بالاخره وچه او ورکه شوله او مقدس امتیازات یې د ګنګا سیند په برخه شول او خپله بیا زر کاله ورسته د رب النوع (نیم واکې خدای) په څهره کې راڅرګنده شوله چې، د هغې رسالت په اړه به په راتلونکې برخه کې وغږیو، خو دلته مو موخه سراسواتي د مدنیت اصلي ټاټوبي معلومولو څخه دی، چې کابو یوه پیړۍ اکثریتو لرغون پوهانو یې په اړوند مختلف او ضد او نقیض نظریات څرګند کړل او د ۲۱م. پیړۍ تر دویمې لسیزي پورې، بوتګړه خو لا په ځای پریږده‌ چې د عصري علومو یوې علمي موسسې ان دا حدس نه شو وهلې چې ښایې د ریکویدا متون دې د کوم بل ټاکلي جغرافیوي محیط څخه د هند نیمي وچې ته هجرت کړی وی.
مازې لږه موده وړاندې د جواهرلالنهرو د پوهنتون لرغون پوه ښځینه استادی پرفیسور «رومیله تاپر» د سټلایټې شفافو عکسونو او ګڼو انکار نه منوونکو شواهدو په ثبوت چې د هر اړخ څخه یې د ریښتینو ټولو نښو او نښانو سره اړخ په اړخ، اړخ لګاوه، په پخوانيو ټولو دینې او افسانوي روایتونو او نظریاتو باندې د سور رنګ په مرګوني ګوزار د چلیپا کرښې راښکودې.
اغلي رومیله تاپر په خپلو اثارو کې سراسواتي د ارغنداب سیند زوړ نوم یاد کړی او دا نومونه ان یو یې د سانسکریت نه، بل یې د زړي پښتو نه په ژباړې سره، دواړه د «سرشاره اوبو» مانا ورکوي. همدا شان د ارغنداب سیند چې هلمند سیند دچپې غاړی مهه داره ده، دې د هلمند سیند لرغوني نوم هراسواتي یاد کړی چې دا نښې د ریکویدا په متون کې په عینې شکل ښودل شوي دی‌ او د دې په وینا چې هغه متون ام همدلته پنځول شوې دی. د دې د پلټنو په بنأ د ارغنداب سیند د غاړو تمدني حوزې لرغونی نوم «مراسواتي» او پلازمینه «کاپیشه‌کانیش» نومیدله چې د مقدونی سکندر په یرغل سره ۳۳۰ق.م. کې دغه مدنیت د جګړو په اور کې ویجاړ او خلکو یې هند خوا ته مخه کړه چې د ریکویدا متون یې ام له ځان سره یوړ.
د دې سره اغلي رومیله تاپر ثابته کړه چې هندو، بوداي او زرتشتي تهذیبونو ارزښتونه نه د اباسین له پورې غاړي‌ او یا د اخوندي ایران څخه افغانانو ته راوښتي دی، بلکې برعلاوه او مثال یې کټ مټ افغانستان اوبو ته ورته دی چې پنجاب، ایران او د شمالي ګاونډیو هیوادونو ولسونه ورڅخه په مفتو کې ګټه پورته کوی او په منځ کې پخپله افغانان تېری د تندې نه جل وهي، همدا شان دغه نړیوالو با ارزښته معنویاتو ام د افغان ټاټوبی په زانګو کې زنګلی، وده یې کړي او له همدې سخاوتمندې خاورې څخه یې ګاونډي هیوادونو او پاتې نړۍ ته خپلې ریښې غځولي دی چې نړۍ د ګڼو ولسونو په ټولنیز شعور او کلتور باندې برخه لیک ټاکونکی او بڼسټیز اغیز شیندلي، چې په دې حقیقت باندی له نیکه مرغه، کابو دوه میلیارده هندوان او بودایان سترګې نه پټوی او د ښوونځیوی په درسې نصاب کې، یې افغانستان خپلو اولادونو ته د مقدس مکان په صفت توصیفوي، مګر د دې سره ام زموږ همدینه سپین سترګې، دروغجن او لافوک ایرانیان بیا زموږ فرهنګي ویاړونه غلا او موږ ته د بې فرهنګۍ پیغور راکوي.
https://dawatmedia24.com/?p=170621

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.