ګرانو ژبپوهانو! مرسته وکړۍ

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

260

ګرانو ژبپوهانو!

ګرانو ژبپوهانو! مرسته وکړۍ:

زه و ټولو ژبپوهانو ته سوا ل او زاري کوم، چې ویې لولۍ،  په دې کښې فکر وکړۍ او له ما سره یې د سمون مرسته وکړۍ او یا یې را سره ومنۍ.

پوهېږم، چې د داسې لیکنو سره تاسو د ما  له لیکنو څخه پرته د بل چا له لیکنو سره نه یاستۍ مخامخ شوي.

موږ د موږ په ژبه کښې ډېرې ژبلاریزې ستونځې لرو، چې ناسمونونه یې هم پر همدې بنسټ باندې دي. د موږ ژبپوهان پردې نه پوهېدل یا تراوسه پورې نه پوهېدل، چې پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده او له دې امله یې هم نه شو کولی پر ژبلار باندې یې وپوهېږي. دا د ژبې ګرامر ما د دې اېرګاتیو ژبې پر بنسټ باندې څېړلی او ډېر پر زړه پورې  دی( د پورې ګوره د هغې پولې ،، پورې،، سره توپیر لري)

موږ دلته هغه زیات ناسمونونه د ،، تر ،، له خوا څخه لرو، دا هم له دې امله دی، چې موږ د پښتو ژبې پر کاسوس، کاز یا اړیکټینګونو باندې نه پوهېږو، نو د دې ناسمونونو سره به هرو مرو مخامخ کیږو. په ژبلار کښې د ژبو د ټولو وییونو ډولونو یا ټولو ویکو لپاره د کارولو، ځانګړې لارې شته، چې د هغې له مخې سره یې د دندو پر بنسټ باندې ژبلاریز لیکلی شو.

د معیاري ژبې  پېژند:

یوه معیاري ژبه کومه ده؟

یوه معیاري ژبه یوه معیاري شوې یوګونې ژبه ده، په دې پوهېدنه، هغه ژبه چې لږ تر لږه د نورو ډولونو په څنګ کښې  یوه ټاکلې د یوګونې ژبې په څېر معیاري شوې بڼه ولري.

د ژبې معیار نو څه دی؟

د ژبې د ټولو شته کلیوالي ګردودونو څخه را غوره شوی لیکدود او ګړدود دی، چې د ښوونځي، پوهنتونونو او کتابونو لیکل او پر جګه سویه( چې د موږ ژبپوهان اکادمیک ژبه ورته وایي) خبرې ورباندې کیږي، د وییونو هرډولیز کتابونه یا دکشنریګانې ولرې یا ورباندې لیکلکیږي.

معیاري ژبه داسې ده او داسې باید شي یا وي، چې د هرګړدود کسان ورباندې وپوهېږي.

کلیوالي ژبې:

د کلو د ویلوو ژبې، نو د هر کلې په ګړدود خبرې دي، چې پښتو درې ستر ګړدودونه لري لکه کندارې،  د لویې پکتیا او ننګرهاري ګردونونه دي. نو خبره اوس په کلیوالي او معیاري ژبو کښې ده او نه د معیار او ژبې کښې. دا په هرځای کښې خپلې ګټې لري او خوند. که تاسو یو تیاتر یا نورې ټوکې ټکالې راواخلۍ، نو دا و ماته په هغه کلیوالي ژبه خوند راکوي، خو د نورو کسانو او د خپلې کسانو سره چې کښېنم، هلته راته هم کلیوالي خبرې خوند راکوي، خو داسې په رسمي او داسې نیمه رسمي ځایونو او که د بلې ژبې د ګړدود خاوندانو  سره کښېنم، نو هلته هم باید پر معیاري ژبې باندې خبرې کوم.

پښتو، چې د پښتنو ژبه ده، باید معیاري شي او دا دنده د پښتو د استادانو دنده ده. باید دا ژبه ژبلاریزه شي او ژبلاریزه کړي.  باید د هر ويي پر پوهېدنه باندې وپوهېږي او همهغسې ژبلاریز سم یې وکاروي، چې د ژبې نور لیکوالان او لږ تر لږه هغه د لوړو زدکړو د لیک-لوست افغانان  د هغې له کارونې څخه ګټه پورته کړي، چې هغه ورته د ژبپوهانو له لورې څخه ښول شوې ژبه بېرته سمه ورکړی شي.

د ژبې هر د لوړو زدکړو لیکونکی، چې دا ناسمونونه کوي، له دې څخه باید و پوهېږو، چې نوموړی پر ژبه باندې سم نه پوهېږي، چې باید د ژبپوهانو له خوا څخه ورته سمه و ښوول شي.

موږ په لاندې ډول و مخ ته ځو:

— ژبلاریزوالی او سم-اندیزوالی یا منطق

داسې پیل کوو: دلته د هغو ویوینو ناسمون په ګوته کوو، چې ژبلاریز ناسم وۍ او فکر ورته هم نه وي شوی او نه شو یا نه شي کېدی.

تر ټولو لوی زیان یا

سږ کال تر ټولو ډېر انګور شوې دي.

د ژبې تر ټولو کوچنی.

د تاریخ تر ټولو تود اوړی

و پورته ته پام: دا ،، تر ،، خو چې څنګه کارول کیږي، وروسته به و ښوول شي، دا  له ،، تر ټولو،، سره څه نه شته، و د ې ته دې ګران لوستونکي لږ پام وکړي، چې دا تر ټولو لوي یا – ډېربه نو څه شی وي؟

تر ډېره یا تر ډېره بریده:

دا ،، تر ډېره برېده،، څه نه شته، ،،له ډېرو بریدونو څخه،، به څه وي، ځکه چې برید یوګڼ دی، نو دلته بیا ډېر- چې ډېر ګڼ دی- څه نه دي ورک کړي او نه، هماسې نه ،، تر،، او نه ،، تر ډېره،،.

لرو: ،،‏له وعدو تر عمله!،،

دا څه نه وایي، ځکه چې دا ،، له،، او ،،تر،، مورفېمونه دي، چې خپلواکه پوهېدنه نه لري، خو پوهېدنه و نوموییونو ،، وعدو آو عمل،، ته وړي او هغه غوره وییونه چې پسېځاینیو یا اړیکوییونه ،،څخه،، او ،،پورې،، دي او په یوه غوڼدله کښې غوڼدالغړي جوړوي پرېښوول شوي، چې دا ژبلاریز هغه غوښتوني څه نه وایي او نه څه ژبلاریز روښانه کولی شي. نو سم یې لرو: ،، ‏له وعدو څخه تر عمل پورې،،. پوهېدل او سم لیکل!!!

،،تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي،،.

ژبلاریز ناسم دی. تر ۵۰ پورې ټپیان کېدی شي، خو ،،تر ۵۰ ډېر،، ژبلاریز ناسم دی.

،،سره تر لیدو وروسته ویلي،،، ژبلاریز ناسم دی.

سم یې: ،، له لېدلو څخه وروسته یا له لیدلو پسې( ،،پسې،، هم اړیکوی یا پسېځاینیوی دی،، یا ،، تر لیدلو پورې،،).

– تر پښو لاندې کوي. یو څه د یو څه لاندې کیږي او نه تر لاندې کیږي.

–  د نړۍ تر نیمایي زیات وګړي. سم یې: له نیمایي څخه ډېر وکړي

له مخکې تګ هم راوګرځوله. له و مخ ته تګ څخه راوګرځول

او د نړۍ په کچه د کرېکټ

و موږ ته پیداېښت دا ژبه ډېره روښانه راکړې یا انسانانو دا ژبه په پیداېښتي توګه روښانه و منځ ته راوړې او همداسې روښانه باید بېرته ورکړ شي. دا په ژبه کښې دا ناسمونونه داسې توکلي یا شعوري او غورنګي و منځ ته راِځي یا راغلي دي.

— ،،تر دې مخکې،،: دلته،، تر،، پوهېدنوړونکی مورفېم دی او خپلواکه پوهېدنه نه لري، دې مهال وی دی او مخکې هم څه نه شته، ځکه چې مخ نوموی دی او کښې اړیکوی دی، چې یواځې د یو څه ،،په مخ کښې،، شته.

— تر راستنېدو وروسته: ناسم دی. سم یې: له راستنېدو څخه د مخه یا له راستنېدو پسې.(ځکه پسې هم اړیکوی دی او نه وروسته).

— تر ځمکې لاندې: داسې څه نه شته، خو د ځمکې لاندې څه شته. ،، د ځمکې لاندې ،، دا د خاوندوالي اړیکټینګوونی دی.

— تر ۲۰ ډېر… ځواب ترلاسه کړی: داسې څه نه شته، خو ،،له شلو څخه،، ډېر شته او دا داتیو اړیکټینګوونی دی.

 — وړاندې:

لولو: یو چا څو کاله وړاندې اعلان وکړ چې،….په پورته غونډله کښې دا ،،وړاندې،، موخه-ور نه دی او ولې؟

روښانونه:

وړاندې: یو څه له یوه بل څه څخه  په څه ځاییز واټن کښې ځای لرل. دا د وخت سره هرو مرو باید سر او کار ونه لري.

د مخه: دا د وخت له مخې  څخه یو څوک په یو وخت کښې له یو بل چا یا څه څخه د مخه یا د تېر وخت په یوه واټن کښې  شتون لرل.

یوه بېلګه:  سپین هلته له ما څخه لږ وړاندې ولاړ دی، هغه له ما څخه دلته د مخه راغلۍ او د سین په مخ کښې ناست دی.

دلته یا د مخه لیکونکی ناسم دی او یا زه، نو دا د سم ښوونه به د چا دنده وي؟

مخکې: څه پښتو وی نه شته،  خو  دا ،،مخ کښې،، یې ګډ لیکل شوی.دلته خو مخ نوم دی او دا کښې پسې ځاینینیوی یا اړیکوی دی، چې په ګرامري لیکنه کښې  د ،، مخ،، و مخ ته مورفېم ،، په ،، راځي، چې پوهېدنوړونکی دی او داسې یې لیکو: په مخ کښې. زه چې راغلم، ګورم، چې هغه مې په مخ کښې ولاړ دی.

هغه د ما نه مخکې راغلی. سم یې: هغه له ماڅخه د مخه راغی دی.

زه لږ د مخه راغلم، ګورم، چې هغه هلته له ما څخه یو څو متره وړاندې د دړې په مخ کښې ولاړ دی.

سلمه او نه سلنه

دا سل یو ګڼ دی او دا نور اړونده څه یې په شمېرپوهنه پورې اړه لري. باور وکړۍ، چې زه دا څلروېشت کاله د سلنې له امله زورېږم، چې ولې دې په دې وخت کښې د موږ و ژبې ته داسې ناسمې لیکنې او ویېونه راننوځي او راننباسل شي. پوهېږم، چې راسره ستړی یاستۍ او درڅخه ستړی یم. و ما ته د دې سلنې سمون او یا د سلمې ناسمون په پوهنیزو دلایلو تر اوسه نه دۍ ښوول شوی. موږ خو ګوره کره ژبپوهان او همداسې نورعالمان لرو، خو په ځانګړې توګه ژبپوهان او باور وکړۍ، چې که یواځې هم یم، دا حق به ولرم، چې په پوه کړای شم او په پوهنیزو دلایلو – فکر کوم-، چې پوهېدلی هم شم.

سم او ناسم په داسې پوښتنو کښې د پوهنو په بنسټ داسې ښوول کیږي چې:

— هغه څه سم دي، چې ټولیز وي.

— هغه څه سم دي، چې مخامخ یې نه وي ښودل شوي.

موږ لرو: درې، لس، شل، یونوې، سل، یو سلویو، یو سلوشل…

موږ لرو: دریم(دریمه)، شلم(شلمه)، یونویم ( یونویمه)، سلم (سلمه)، یوسلویوم ( -مه)، یوسلوشلم(-مه)

موږ لرو: یودریمه، یولسمه، یو شلمه، یوسلمه، یو شلمه.

موږ لرو: دوه درېمه، اوه لسمه، یوولس شلمه، دروېشت سلمه، درې یوسلویوېشتمه.

دا پورته داسې هم ویلی شو: دوه له درې څخه، اوه له لسو څخه،یوولس له شلو څخه، درویشت له سلو څخه، درې له یو سلووېشت څخه.

یا لرو: درې دریېمه، شل شلمه، سل سلمه، یو سلوشل یوسلوشلمه.

یا:  درې پردرې ( ښه یې: درې پر درې باندې)، شل پر شلو( ښه یې : شل پر شلو باندې)، سل پر سلو ( سل پر سلو بادندې)، یو سلو شل پر یو سلو شلو( یوسلو شل پر یو سلو شلو باندې).

ډېر ګرانو ژبپوهانو هیله ده، دا پوهنیز روښانه کړۍ، چې ولې دا ،، سل سلنه،، یا سلنه، دېرش سلنه له لیکې څخه وځي او بېلارې کیږي او یا یې ولې بېلارې کوو؟

دوه څه باید وښایو چې:

دېرش سلمه، سل سلمه او نور ناسمه ده او یا باید دا و ښوول شي، چې دا سل سلنه یا دېرش سلنه ټولیز دي، دا په دې پوهېدنه، چې دې نورو ټولو ګڼونو سره هم د م پر ځای باندې ن راځي، دا په دې پوهېدنه چې لند: درېنه، شلنه، یو سلو یوېښتنه او یا دوه درېنه، یوولس شلنه او ستړی شوم خو دا بخښنه به د تاسو له ستړیاو څخه و غواړم.

لږ نور: که دا سلنه همداسې سل سلنه و تاسو ډېرو درنو ژبپوانو ته ناسم وبرېښېده، نو هیله ده، چې په رسمي توګه یوه خپرونه خوره کړۍ، چې ټولې رسنۍ دا و ولس ته ورسوي. دا خبره وړه مه بولۍ. دا ولس یې د سم او ناسم حق لري. د یوې بلې اجازه دې وي، چې: که یو چا دا د دروېشت کاله د مخه په پښتو ادبیاتو کښې چا و ښوولی شوه، زه به ناغه ورکړم او بله:

که چا د سلنې یا سلسلنه سم وښولی شو، نو زه به یوه د پښېمانی (خجالت) تخته د کابل په ښار کښې په غاړه و ګرځوم او له دې امله به بیا هم ګران هیواد وګورم، دا هم ګوره یوه مرسته ده، خو زه سل سلنه نه،سل سلمه پوهېږم، چې دا کار نه شي کېدلی.

دا له پیداېښت څخه لرلي څه دې ولې د دروېشت کلن ناسمونو له امله برېښوول شي؟

دا به نه وایو، چې دا اوس ټولمنل شوی. ناسم تل ناسم دي او باید لرې شي.

دا مو ګوره توره ده، چې زه د څه سره بوخت یم. داسې خبرې خو اوس باید هېڅ و منځ ته نه راتللی.

تاسو مې ستړې کړۍ، بخښنه در  څخه غواړم او ما نو ځان پخپله ستړی کړی او که….

— څنګه پوهېږو، چې یو څه نوم یاخویویی دی؟

،،له دې مخکې نن پنجشنبه له فرانسې نه د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته له رسېدو سره سم،،

له دې څخه د مخه نن پنجشنبه له فرانسې څخه د بنګله-دېش پلازمېنې و ډاکې ته ……

ډېرو ګرانو او منلو ژبپوهانو!

که پر یو څه باندې غواړۍ، څه ولیکۍ او یا یو څه را ته سم کړۍ، هیله ده، لیکنه مو روښانه او پر پوهنیزه دلایلو باندې ولاړه وي. دا چې داسې هم کېدی شي، دا یوه پوهنیزه وینا نه ده.

پښتو یوه ځانګړې یا ډېره ځانګړې ژبلار لري

— پښتو د کړنوییونو بڼه بدلېدنه نه لري.

د پښتوکړنوییونه د پسې تړلو یا پوهېدنغزوونو سره غزیږي. خورم، ځو او  نور

— بښتو د نوموییونو بڼه بدلېدنه نه لري.

او پر ځای باندې یې د خاوندوالي او د اړیکوییونو په ځای کښې د نوموییونو پوهېدنه له مورفېمونو، د، له، پر، په، تر، و سره  وروړل کیږي …………………..

— پښتو د خویوییونو هغسې جګېدنه لکه الماني یې چې لری، نه لري او خوییونه یې په ډېر، زښتډېر او خورا ډېر سره جګېږي.

— ناسم ورننوتلي څه -لکه نورې ژبې هم؟- نه منې، ژبلار یې ډېر روښانه،  خو ستونځمنه ده، چې د ژبې څخه پرته و سم-اند یا منطق ته هم پوره اړتیا لري، لکه سږ:ال تر ټولو دېر انګور شوي دي. دا غونډاله هېڅ نه وایي، چې دلته باید له ژبلار څخه پرته لږ منطقي فکر هم وشي، چې ،،تر ټولو،، څه نه شته ژبلاریز او نه څه پوهېدنه لرې

چې د تېرې جنورۍ پر ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راګرځېدو راهیسې له نوموړي‌ سره د لیدو لپاره واشنګټن ته ځي.‌

،،له مکرون سره تر کتنې وروسته،، ژبلاریز ناسمه ده
سمه یې: ،، له مکرون سره ،،له کتنې څخه،، وروسته یا له مکرون سره ،،تر کتنې پورې،،.

،، نوموړي‌ مخکې ویلي و،، ژبلاریز ناسم ی او

سم یې: ،، نوموړي د مخه ویلې وو یا له دې څخه د مخه ویلي وو،،.

د بې بې سې د یوې لیکنې د یوې برخې و سمون ته یو وړاندیز

دا د نوکانو په منځ کښې د ما لیکنه ده، چې دا مې ژبلاریز سمه کړې ده.

تمه (هیله) وه چې سږ کال به (د) مونیخ امنیتي کنفرانس تر ډېره (  تر ډېره( یواځې څه نه وایي) ګومانه پورې یا پر ډېر ګومان بندې) پر دوو شیانو ( باندې) څرخي: لومړی دا چې (و) روسیې ته له تسلیمېدو( څخه) پرته (په)اوکرایین کې جګړه څنګه (و) پای ته رسېدای شي او دویم دا چې اروپا څنګه د خپلو دفاعي لګښتونو (و) زیاتولو ته اړتیا لري.

خو د دغه کنفرانس تر ټولو ( تر ټول څه نه شته، نو ډېر-، خورا دېر) جګپوړی امریکایی ګډوال( ګډونوال)، مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس، له دوی (څخه) پر یوه موضوع (باندې) هم تم نه شو.

هغه برعکس د بریتانیا په ( پر) ګډون( باندې) د واشنګټن پر متحدانو (باندې) راوګرځېد او (پر) تونده ژبه ( باندې) یې ( په) دغو هېوادونو کې د ناسمو او غلطو مالوماتو د خپراوي ( خپرولو) او د بیان ازادۍ محدودېدو په (پر) تړاو (باندې)  ( له ) څرګندونو سره ټول استازي حیران کړل.

دا ۲۰ دقیقې چې هغه پکې ( په دې کښې) وینا وکړه ډېرې عجیبې وې او ( په) تالار کې د حاضرو استازو لخوا ( له خوا څخه) په ( پر) ډېره چوپتیا (باندې) بدرګه شوې.

یادونه: ۱ – پوهېدل او سم لیکل سره توپیر لري.

۲- په پورته کښې ،، د ، له، په، پر، تر،، مورفېمونه دي، چې پوهېدنوړونکي ( دلته د ونوموییونو ته بله پوهېدنه وړي) دی او ،، څخه، سره، کره، پسې، کې یا کښې، باندې، ته،) پسېځاینیو یا اړیکوییونه دي. دا اړیکنیوونی د اړونده مورفېمونو سره، چې له نوموییونو څخه د مخه راځي او د هغوي پوهېدنه له کړوني څخه و نه کړوني اړیکټیګووني ته وړي.

د موږ ټول ناسمونه یا هغه ډېر یې د لاندې داتیو حالت یا په اړیکټینګوونې کښې دی:

— له ما، چا یا څه  څخه(سره،کره،پسې)

— تر کور، چا، یا څه پورې

— پر مېز، چا یا څه باندې

— په کور،چا یا څه کښې

— و هغه، چا، څه ته

دا پورته په پښتو کښې اړیکټینګووني دي او تل د یوې غونډلې په مځ کښې او یواځې په همدې لیکنډول راځي، بل ډول لیکل یا یو څه په دې کښې له لیکنو څخه غورځل یې  ژبلاریز ناسم دي.

له چا، ترچا، په چا ، پرچا، و چا، دا نه کړوني دي او دا له، تر،پر، په، و مورفېمونه دي، چې و نوموییونو ته پوهېدنه وړي، ځکه چې دا ،، چا،، کړونی دی. او دا نور څخه، سره، کره، پسې، پورې، باندې، ته اړیکوییونه، چې له خپل اړونده  پوهېدنبدلشوي نوموییونو سره راځي.

داسې لیکنې لکه ،،مخکې تر دې،، یا همداسې تر دې مخکې( دا مخکې ګډوله وی نه دی دا دوه وییونه دي، مخ  او کې یا کښې، نو ژبلاریزې نه دي او ژبلاریز یې، ،،له دې څخه د مخه،،  ده.

ې پوره قرباني ورکړې.

کچه:

لیکي: د امو سيند اوبو کچې لوړېدل.

 د امو سیند د اوبو سطحه  لوړول.

لوړول او لوړېدل باید پر خپل ځای باندې ولیکل شي.

کچه:

ګرانو لوستونکو! و ماته که د کچې پر ځای باندې بړچه، کړچه یا ګرنګ ګړونګ ولېکي زه به یې په موخه همهغه څه و پوهېږم، خو دا لیکلي څه به په یو ډول ناسم وي. او که نه ، نو هیله ده، چې په اړونده لیکنه کښې به د ،، کچې،، سم پېژند راته ولیکي.

د موږ پښتو پوهان که غواړي،، د یوه د باندنې ویی لپاره پښتو ولیکي، نو دوی ته چې څه لږ داسې ښایي ښکلي یا داسې غورځنګي وبرېښي،  نو هغه له خپلې ژبې څخه یو نا اړونده ويي را اخلي او پرخای باندې یې لیکي. لکه همدا کچه، چې د کارولو ځای یې د ژبې سمه کارونه ده.

کچه (؟)

دې لیکنې ته مې پام شو چې ومې لوستل: ،،په ننګرهار کې د کابل په کچه روغتون جوړ شو،،.

موږ په ژبه کې چې څه په خپله خوښه لیکو، بې له دې چې په هغه وپوهیږو، ناسم راځي. د بیلګې په توګه دا کچه زموږ په ژبه کې د داسې څه لپاره زموږ د لیکلوست خاوندانو له خوا کارول کیږي، چې هغه یې د پوهیدنې اوبنسټیزې پوهېدنې سره  هیڅ اړوندوالی یا سر و کار نه لري.

کچه څه ته وایې اوموږ دا څنګه، ولې او د څه له پاره څنګه ناسمه کاروو؟

په پوهنه کښې احساس، ښکلی، نه ښکلی، سخت،اسان او…. نه شته. یوه پوهنیزه وینا سمه ده او یا ناسمه.

کچه او کچول نو څه ته وایي؟

پیژند: کچول دې ته وایي، چې د کچونې فزیکي لویه (اوږدوالی، دروندوالی،مهال)  د یوه کره ټاکلي کچیوون یا کچ یووالي او یا کچ الې ( د فزیکي لويو کچولو لپاره: متر، کیلوګرام، ساعت)  سره پرتله شي.

 د بیلګې په توګه یو ټوکر په کچه کوو.  یوه بورۍ غنم په کچه کوو، چې څومره-والی یې روښانه شي.

له یوځای څخه وبل ځای ته  د تګ وخت په کچه کوو.

د هر هغو څه لپاره، چې څومره والی  نه څرګندوي اود یوبل څه او موخې لپاره کارول کیږي  د کچې کارونه ناسمه ده او دا ناسمه اوس د ډېرې کارونې له امله موږ اوس سمه ناسمه لیکو.

که داسې لږنور څه په ورزیات کړو، نوزیان خو نه لري.

نوڅه په کچه کوو؟ پورته مو ګوته ورته ونیوله چې موږ فزیکي لویي، داپه دې پوهېدنه، موږ چې څه په کچه کوو، هغه فزیکي لويې دي.

( فزیکي) لویې څه شی دۍ؟

موږ په ورځنې ژوند کې تل یا زیات وخت  د دروندوالي، اوږدوالي اومهال سره سر اوکارلرو.

دا فزیکي لويې دي.

دا چې دا لويې څومره لویې دي، د کچیونونو سره یې کچوو یا پرتله کوو.

کړنه: د یوې لویې کچه-ونه، چې له دې لارې یې څومره والی ځان ته روښانه کوو.

یوون یا یووالی   : دا باید د یوه څه سره پرتله شي، چې دې پرتله ونو څه ته یونونه ( یووالي) وایو. ناسم عربي یې واحدونه، چې واحد یوه ته وایې( عربي کې ورته وحدهّ ( ه چې په سر یې ټکي وي،نه شم لیکلی) وایې ، چې انګرېزي او الماني  یې unit    Einheit, دي، چې د یوې الې له لارې کیدی شي اودا الې کچوون الې  یا د کچونې  الې بولو یعنې هغه الې چې کچول پرې کیږي اودا یوونونو ته، چې د کچولو له پاره یې کاروو. کچون یوونونه یا کچون یووالي ( کچه -وون-یووالي )  وایو.

په پیل کې مې چې کومې غونډالې راوړې، بیایې راوړم او داسې لنده شننه یې:

— :  ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

دا  ،، کچه،، په پورته کې د معیار یا سویې لپاره کارول شوې.

موږ په پښتو کښې د معیار یاسویې لپاره پښتو نومونه نه لرو، نو همدې د نورو ژبو و نومونو ته اړ یو.

— :  ،، سږ کال د ټول هواد په کچه د مالي ستونزو  له امله ۲۲۰  کارخونې تړل شوې دي،،.

،، شږ کال د ټول هیواد په کچه،، څه ترې پوهیدنه نه لري یا څه نه شته.

سم یې: سږ کال په ټول کال کښې ۲۲۰ کارخونې تړل شوې وي.

— : ،، ننګرهار کې د درې ولایتونوپه کچه د ړندو تر منځ د کرکټ پنځوس اوریزه سیالي پیل شوه،،.

،،ننګرهار د درې ولایتونوپه کچه،، څه شی نه شته او تر منځ هم ناسم دی یا څه نه شته.

سږ کال د ننګرهار د درې ولایتونو د ړندو په منځ کښې….

— : ،، ولسمشر غني د سیمې په کچه د ترکمنستان…،،

،، د سیمې په کچه،، څه شی نه شته.

په سیمه کښې.

— : —- کله کله لولو، چې: ،،….په ډېره کچه…،،…

،، … په ډېره کچه..،، څه شی نه شته.

کچه یوګڼ او  دېره د ډېر ګڼ لپاره راځي.

—: :…. ،، د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي،،.

،، د سیمې په کچه،، څه شی نه شته.

د سیمې په سوییې یا معیار، سطحه یا هوارې…..

— : —- افغان نوولس کلنو د اسیا په کچه د کرکټ تاریخي اتلولي وګټله،،.

—،، د اسیا په کچه،،  ژبنیز څه نه شته.

— : ،،افغان حکومت په ځايي کچه سولې ته د طالبانو هڅول غواړي،،.

—،، په ځایي کچه،، څه شی نه شته.

— دا ،،د لسانس تر کچې زدکړه،، به نو څه وي؟

   ،،د لیسانی تر کچې،، تر کچې څه نه شته.

په پای کې دما هیله اود لیکنې بخښنه یې راته وکړۍ:

۱ – چې څه لیکو،باید ورباندې پوه وو.

۲ – په څه باندې یا د څه په هکله چې څه لیکو، باید پرې پوه وو.

۳ – د بلې ژبې نوم یا بل کوم ،، ویي،، لپاره پښتو چې پیدا کوو – پرته له انډول وي څخه ـ ، باید ترې  تیرشو. ومو لیدل، چې دا مو له ناسمونو سره مخامخ کوي.

او که بیا هم

۴ – څه لیکو  نو په دواړو ژبو باید وپوهیږو اووګورو، چې دا یې نږدې انډول کیدی شي، اوکه نه؟

۵ – که غواړو، چې د پردي ،، ویي ،، لپاره پښتو ولیکو، نو موږدا د همدې پیداېښته زده کړې او له خپلې ژبې څخه  باید  راونیسو، نو باید وګورو، چې دا ولې انډول دۍ اود څه لپاره کارول کیږي؟

۶ – بیا مې هم هیله ده ، چې هغه د باندني ویونه، چې پرې نه پوهیږو، همهغسې یې ولیکو، پښتوورته پیدا نه کړو، ځکه چې هر کار د هر چا نه وي اونه یې وبولو، که دا ډېر یا لږ پوه وي.

د نا سمون لپاره ستاسو مرستې، کوتنیونو او وړاندیزونو په هیله.

خبرې له خبروراوځي اوپه خبروسمیږي. هیله ده، چې خبرې په وکړو.

زه به د کچې پېژند راوړم او څوک یې چې داسې ناسمه کاروي، هغه دې هم د هرې لیکنې لپاره هم پېژند راوړي.

د یوه استاد له لیکنې څخه.

،،چې کله ژبه رسمي او ملي کچې ته له ولسي کچې نه لوړېږي، نوي عبارتونه اړ ترکيبونه بايد ومني. البته د اړتيا تر حده، نو ژبه بايد د کلي تر محدودې ساحې بايد ونه ساتو.،،

سمه یې: ،،چې کله ژبه له ولسي سویی څخه و رسمي او ملي سویې ته جګېږي، نوي عبارتونه اړ ترکيبونه بايد ومني. البته د اړتيا تر پولې پورې او ژبه به د کلي تر رابندې پولې پورې  ونه ساتو.،،

د موږ پښتو پوهان که غواړي،، د یوه د باندنې ویی لپاره پښتو ولیکي، نو دوی ته چې څه لږ داسې ښایي ښکلي یا داسې غورځنګي وبرېښي،  نو هغه له خپلې ژبې څخه یو نا اړونده ويي را اخلي او پرخای باندې لیکي. لکه همدا کچه، چې د کارولو ځای یې د پوهېدنې سره سمه کارونه ده.

بیا: کچه (؟)

دې لیکنې ته مې پام شو چې ومې لوستل: په ننګرهاار کې د کابل په کچه روغتون جوړ شو.

موږ په ژبه کې چې څه په خپله خوښه لیکو، بې له دې چې په هغه وپوهیږو، ناسم راځي. د بیلګې په توګه دا کچه زموږ په ژبه کې د داسې څه لپاره زموږ د لیکلوست خاوندانو له خوا کارول کیږي، چې هغه یې د پوهیدنې اوبنسټیزې پوهېدنې سره  هیڅ اړوندوالی یا سر و کار نه لري

کچه څه ته وایې اوموږ دا څنګه، ولې او د څه له پاره څنګه ناسمه کاروو؟

په لاندې کې یوڅو بیلګې راوړو او وبه ګورو، چې دا کچه څنګه او د څه لپاره کارول شوي دي.

لولو:

الف :  ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

ب :  ،، سږ کال د ټول هواد په کچه د مالي ستونزو  له امله ۲۲۰  کارخونې تړل شوې دي،،.

پ : ،، ننګرهار کې د درې ولایتونوپه کچه د ړندو تر منځ د کرکټ پنځوس اوریزه سیالي پیل شوه،،.

و پ ته: د ننګرهار په درې ولایتونو کښې د ړندو په منځ کښې….دلته نو کچې څه ورک کي دي؟

ت : ،، ولسمشر غني د سیمې په کچه د ترکمنستان…،،

ټ : —- کله کله لولو، چې: ،،….په ډېره کچه…،،…

ث: :…. ،، د سیمې په کچه مرکز جوړ کړي،،.

ج : —- افغان نوولس کلنو د اسیا په کچه د کرکټ تاریخي اتلولي وګټله،،.

چ : د هېواد په کچه،….،،

ح : ،،افغان حکومت په ځايي کچه سولې ته د طالبانو هڅول غواړي،،.

خ : چې کله ژبه رسمي او ملي کچې ته له ولسي کچې نه لوړېږي.

ګرانولوستونکو! تاسوپه  دې باوروکړي، چې دا پورته ټولې غونډلي یا د کچې کارول  ناسم دي او هیڅ ترې نه پوهیدل کیږي.

داسې به نه وایو، چې دلته به له کچې موخه دا یا هغه وي.

د لیکونکي موخه خو به څه وي، خوپه هرډول چې وي هم، موخه یې ناسمه دي.

که ورته زیر شو، نو په ځنې ځایونوکې ،،کچه،،  زموږ په ادبیاتوکې د ستاندرد( معیار)، سطحې(هوارې)، سویی، لیول له پاره کارول کیږي او له ځنو خوهیڅ نه پوهیدل کیږي.

موږبه  الف : ته پام وکړو ،، په جلالاباد کې د کابل په کچه روعتون جوړشو،،.

که ووایو، چې ( په ډېره بخښنه):   ،، په جلالاباد کې د کابل په ،،درچه،،  روعتون جوړشو،،.

یا یو بل څه

نوپه دواړو او په بل څه کې به هم  موږ په همغه موخه وپوهیږو، لکه پورته مو چې ګوته ورته ونیوله یعنې ستاندارد یا مغیار.

دا هر څه به روښانوو اوبیا به دې ناسمون ته ګوته نیسو:

لومړی دا څه څیړو، د څه له پاره چې ،، کچه،، کارول کیږي.

د ،،کچې،، پیژند د ټولو- چې لپاره یې  کاروو- په پای کې راوړم.

څه پیژندونه راوړو:

اوس راځو کچونې یا کچې یا کچولو ته:

کچول نو څه ته وایي؟

اوس د کچې پیژند ورکوو اودا پورته پیژندونه هم په پام کې نیسو، چې څنګه اوولې یې د څه لپاره کچه کارولې.

 پیژند: کچول دې ته وایي، چې د کچونې فزیکي لویه (اوږدوالی، دروندوالی،مهال)  د یوه کره ټاکلي کچیوون یا کچ یووالي ( متر، کیلوګران، ساعت)  سره پرتله شي.

 د بیلګې په توګه یوټوکر په کچه کوو.  وه بورې غنم په کچه کوو.

له یوځای څخه وبل ځای ته  د تګ وخت په کچه کوو

اوبس همدومره او نه وراخوا.

بیا

د یوې لويې د پیدا کولولپاره دالویه باید په اړونده کچووني یا کچ الې سره په کچه شي. د بیلګي په توګه د یوه واټن څرګندول یا معلومول په متر یا … کچولو سره روښانه کیږي. که دوه اوږدوالي سره پرتله کوو، نو وایو،  دا یو له دې بل څخه په کچه ستردۍ. دلته نو په کچه ستردۍ.

یعنې کچه، کچونه اویا…د  یوې لويې د څومره ولي د روښانولو له پاره اویا د دوه همغو لو یو له بل سره پرتله کونوله پاره هم باید دا لویې  په کچه شي.

د هغو څه لپاره، چې څومره والی  نه څرګندوي اود یوبل څه او موخې له پاره کارول کیږي  د کچې کارونه ناسمه ده.

که داسې لږنور څه – که څه هم تکرار وي- په ورزیات کړو، نوزیان خو نه لري.

نوڅه په کچه کوو؟ موږ چې څه په کچه کوو، هغه فزیکي لويې دي.

( فزیکي) لویې څه شی دۍ؟

موږ په ورځنې ژوند کې تل یا زیات وخت  د دروندوالي، اوږدوالي اومهال سره سر اوکارلرو.

دا لويې دي.

دا چې دا لويې څومره لویې دي، د کچیونونو سره یې کچوو یا پرتله کوو.

کړنه: د یوې لویې کچه-ونه، چې له دې لارې څخه یې څومره والی ځان ته روښانه کوو.

یوون یا یووالی   : دا باید د یوه څه سره پرتله شي، چې دې پرتله ونو څه ته یونونه ( یووالي) وایو. ناسم عربي یې واحدونه، چې واحد یوه ته وایې( عربي کې ورته وحدهّ ( ه چې په سر یې ټکي وي،نه شم لیکلی) وایې ، چې انګرېزي او الماني  یې unit    Einheit, دي، چې د یوې الې له لارې کیدی شي اودا الې کچوون-الې  یا د کچونې  الې بولو یعنې هغه الې چې کچول پرې کیږي اودا یوونونو ته، چې د کچولو له پاره یې کاروو. کچونیوونونه یا کچون- یووالي ( کچه -وون-یووالي )  وایو.

کچه:

هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه، د غير دولتي کورنیو او بهرنيو مؤسسو له لوري، دوه زره ۱۹۴ بشري او پراختيايي پروژې پلې شوې، چې په بهیر کې يې شاوخوا ۲۰۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

۲۰۲۴د اګست لومړۍ. تاند لیکي:،،په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه،….،، ګرانو لوستونکو او ژبمینه-والو باور وکړۍ، چې ،،د هیواد په کچه،، د پښتو ژبې لپاره یوه ناروا لیکنه ده، داسې څه هېڅ یا سوچبوچ نه شته.

پوښتنه!

د داسې ناسمونونو پړه پر چا باندې ده؟

څوک یې باید و سمون ته دالیکوالان راوبولي؟

یا پر دې باندې هېڅڅوک نه پوهېږي او یواځې د ما ورته فکر شوی؟

او که زه لیونی یم؟

په ډېره بخښنه: د موږ پښتو پوهان ( موږ په ټولو پوهنیزو ریښو کښې همدومره ستونځې لرو، پښتو پوهان به را ته بخښنه کوي) نه لرو، چې په ټولو پوهنو کښې د ناسمونونو مخه ونیسي، نو له دې امله مو د زبې تخریب د ژورنالستانو په غاړه دی. لولو:

د امریکا غږ لیکي:،،سږ کال به افغانستان کې په تاریخي کچه د کوکنارو کښت کم وي، څیړنه،،

په دې غونډاله کښې هغه ډېر ناروا د ،، په تاریخي کچه،، راوړل دي، چې دا لیکونکی پهرښتیا نه پوهېږي، چې ،،تاریخي کچه،، به څه وي او زه هم نه پوهېږم، چې دا به څه موخه لري.

لیکي: ،، سږ کال به افغانستان کښې…….،، ناسم دی. سم یې: سږ کال به د افغانستان په تاریخ کښې ( د کچې لیکل یواځې تخریب برېښي او دی) ….

مورفېمونه د، له ، په، پر، تر او و یواځې او یواځې له نوموییونو څخه، ځکه د مخه راځي، چې و هغو ته  پوهېدنه وړي او دا کړوني له حالت څخه و نه کړونې حالت ته راولي.

په دې کښې کله، کله نه غوښتوني ناسمونونه راځي.

له چا، له څه څخه(سره، کره، پسې)

په چا،په څخ کښې

پر چا، پر څه باندې( پورې ( دا پورې د پولې پر پوهېدنه باندې نه ده))

اړیکویینه ولې؟

اړیکټینګووني؟ ولې؟

یو ژبنی توکی غوره دی، څومره او ولې؟

دا څه د ددې څه جوړښتبرخه ده.

د الماي او انګرېزي پر څېر باندې

په څېر همدا د څېر پوهېدنغزونه ده

د ژبې د سم لیکلو مسؤلیت به نو د چا په غاړه وي؟

مرسته دې وکړي، بې له قید او شرط څخه.

،،تر دې مخکې ،،

دا پورته کلیوالي وینا نه ده، پوهېدل-کېدی شي، خو وینا هم نه ده. د دې کلیوالي وینا داسې ده: ،،د دې نه مخکې یا  د دې نه مخ کښې،،. دا ،، تر دې پورې،، ژبلاریزه لیکل-کېدی شی. د دې موخې سمه لیکنه: ،، له دې څخه د مخه،،.

بیا هم د ژبپوهانو مرسته غوښتونې ده.

باید و هڅېږو، چې ژبه مو ورو، ورو معیاری او پر ژبلار باندې سمه ولیکو!

ولې د موږ ژبپوهان له دې ناسمنونو سره مخامخ کېږي؟

ځکه چې موږ لا تر اوسه پورې د پښتو پر ژبلار باندې او په ځانګړې توګه پر حالتونو یا اړېکټینګوونو یا کازcase، کاسوس Kasus باندې نه پوهېږو او تر څو پورې مو، چې دا کار و سر ته نه ي رسولی،ترهغې پورې به د خپلې ژبې د سمو لیکنو ونه شو پوهېدلی. د دې لنډه سمه لیکنه یې داسې ده:

تر کتنې وروسته سپینه ماڼۍ کې

میدان وردګو کې

تر دې څو کاله مخکې لا د

مشوره: د یوه د باندني ويي لپاره، چې څرګنده او روښانه پښتو ویي نه لرو، نو باید همهغه ويي و لیکو. په ژبه کښې ښکلی او نا ښکلی نه شته، خو سم او ناسم په ژبه کښې لرو. ګرامر او ژبلاریزو لیکلو ته مو باید پام وي او د دې لپاه باید پښتو سمه ژبلاریزه ولیکو.

د ژبې مسؤلې مؤسسې مو باید د ژبې معیاري یا سم لیکلو کې له مسؤلیت سره خپلې هلې ځلې وکړي او دا هیله به د ځان له امله هم وکړم، چې کله، کله د داسې څنګیز کسان هم له پام څخه مه غورځوۍ.

یوه ستره هیله: د موږ ژبه باید معیاري شي  او دا د یوه کس کار نه دی………….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.