لومړی یې له یوې کیسې را پیلوو:
فرض کړئ، تاسو په کور کې ۱۰ تنه یئ؛ یوه ورځ چې کله له دندې نه کور ته درومئ، غواړئ د کورنۍ غړو ته مېوه وپېرئ؛ فرضوو، تاسو یوه مڼه وپېرله؛
آيا یوه مڼه هماغه ورځ ستاسو د کورنۍ لسو غړو ته کفایت کوي؟
او یا فرض کړئ، تاسو په کور کې ۱۰ تنه یئ؛ یوه ورځ چې کله له دندې نه کور ته درومئ، غواړئ د کورنۍ غړو ته مېوه وپېرئ؛ فرضوو، تاسو ۲۰۰ مڼې وپېرلې؛
آیا هماغه ورځ ستاسو د کورنۍ لپاره د ۲۰۰ سېبو پېرل مناسب بلل کېدلای شي؟
اوس همدا بېلګې لږ پراخوو:
زموږ د دولتي مامورینو د معاشاتو شکایتونه، چې کلونه کلونه یې په بر کې ونیول، خو وانه ورېدلي شول؛ یو استاد که ۱۰۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي، تر ۹۰ سلنه ممکن هغه وخت دده معیشت ته ځواب ووایي، چې دی، مېرمن او یو و دوه اولادونه ولري؛ خو که چېرته د همدې استاد کورنۍ کې دده د وروڼو، خوېندو، مور و پلار او آن نیکه و نیا په شمول ۱۵ ـ ۲۰ تنه ژوند کوي، آیا ترلاسه کېدونکی معاش به د دوی لپاره بسنه وکړي؟
او یا ممکن اورېدلي او یا په خپله ورسره مخ شوي یئ، چې زموږ ډېر خلک د بشري مرستو له ناعادلانه وېش نه سر ټکوي؛ ممکن دوی له سلو نه اویا ـ پینځه اویا سلنه پخپلو تورونو کې رښتیني وي، خو که پوښتنه وشي:
چې آیا ترسره شوې مرسته د ولسوالي/ ولایت د اړمن نفوس له شمېر سره مناسبه ده که نه؟
ددې لپاره چې بحث نور هم روښانه شي، د نفوس تعریف ته ورګرځو:
نفوس د (نفس) جمع عربي کلیمه ده، چې پارسی ـ دری معادل یې جمعیت او انګرېزي یې Population کارېږي؛ نفوس له لغوي اړخه د نفسونو، روحونو، ځانونو، افرادو او… مانا لري او په اصطلاح کې د افرادو هغه مجموعه ده، چې په یوه ټاکلې جغرافیايي سیمه کې مېشت وي.
خو د نفوسو شمېر ولې مهم دی؟ څو لاملونه یې په لاندې ډول دي:
۱ـ حکومتونه د عامه خدماتو؛ د بېلګې په توګه: ښوونې او روزنې، روغتیا، مسکن، ترانسپورت او… د پلانونې او وړاندې کولو لپاره احصائیوي معلوماتو ته اړتیا لري؛ د بېلګې په توګه:
په یوه ولسوالي کې څومره ښوونځیو او د هغوی لپاره څومره ښوونکو ته ضرورت دی او… .
۲ـ د بودجې او منابعو تخصیص:
نفوس له حکومتونو سره مرسته کوي، چې د ښارونو، ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او… ترمېنځ هر ډول منابع په عادلانه ډول ووېشي؛ د بېلګې په توګه:
که یوه ولسوالي ۵۰۰۰۰ تنه نفوس ولري او یوه بله ۱۰۰۰۰۰؛ آیا موږ دواړو ته یو ډول روغتونونه جوړوو؟ په یوه اندازه درمل او پرسونل ورته لېږو؟ او… .
۳ـ د نفوس د ودې او کنترول مدیریت.
۴ـ نفوس له موږ سره مرسته کوي، چې د فقر کچې د ټيټولو، کار موندنې او د ژوند د شرایطو د بهبود لپاره درسته اجتماعي او اقتصادي پلان جوړونه وکړو.
۵ـ د اقتصادي ودې او پانګې اچونې لپاره هم احصائیوي معلومات خورا مهم دي؛ پانګوال د کارخونو په تاسیس، پلورنځیو او نویو خدماتو د ارايه کولو لپاره د نفوسو شمېر ته ضرورت لري.
۶ـ د سیاسي استازولیو او ټاکنو لپاره.
۷ـ د طبیعي پېښو او یا نورو بحرانونو د مدیریت لپاره او…؛ خو که یې په لنډو کې ووایو، نو منظم او دقیق نفوس د پایدارې ودې، د منابعو د عادلانه وېش، د ژوند د کیفیت د بهبود او… لپاره خورا مهم دی.
اوس که پورتنیو څرګندونو ته ځیر شو، نو آیا افغانستان کې دې برخې ته لکه څرنکه چې لازمه ده، پام شوی؟
موږ څو همکاران یوې ولسوالي ته د یوې پروژې لپاره د لومړنیو معلوماتو په ترلاسه کولو پسې لاړو؛ هلته چې مو کله د نفوس غوښتنه وکړه، د مرکزي ادارې، ولایتي ادارې او پر دې سربېره په هماغه ولسوالي کې د څنګ پر څنګ دفترونو؛ لکه: د تذکرو مدیریت، د قریه جاتو مدیریت او منطقوي کنترول څانګې احصائیو یو تر بله آسمان و ځمکه توپیرونه لرل.
دا د یوې ولسوالۍ بېلګه وه، خو که ټول هېواد ته راشو، نو په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د هېواد نفوس ما دری ځایه دری ډوله مطالعه کړ:
۱ـ اولادونو ته مې د ښوونځي کتاب لوسته، هلته لیکلي:
د افغانستان د وګړو شمېر شاوخوا (۳۰) میلیونه اټکل شوی.
۲ـ د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې اټکل د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشت کې داسې وو:
۳۴،۹ میلیونه.
۳ـ د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ۲۰۲۴ کال د دوو وروستیو میاشتو راپور کې بیا داسې لیکلي شوي:
د افغانستان نفوس ۴۸۶۵۴۰۸۷ تنه دی.
آیا یو دغسې وضعیت کې پایدارې ودې، د منابعو د عادلانه وېش، د ژوند د کیفیت د بهبود او… لپاره زمینه سازي کېدلای شي؟
اوس خو نه کېږي؛ مګر که وای، شفافې او… ټاکنې به شوې وای؟ او… .
نه پوهېږم، ستونزه به چېرته وي، چې د الکترونیکي تذکرو له وېش سره سره مو بیا هم د پاسپورت لپاره په ورځو ورځو نوبتونه نیولي وي؟
اوس هم خلک دوې ـ دوې دندې څه، دری و څلور هغه پرمخ وړي؟
اوس هم د احصائیې اداره هره ربع نورو اداراتو ته مکتوبونه لېږي، چې ستاسو هغې و دغې برخې کې څو او څه ډول کارکوونکي فعالیت کوي؟
اوس هم کوم مجرم له کابل نه کندهار ته او یا له غزني نه ننګرهار ته وتښتي او هلته نه ده څه کړي، نه موږ لیدلي وي.
اوس چې هم بانک کې پیسې اخلې، ګوته درته تر ورغوي شنه کړي.
اوس هم دا احصائیه نه لرو، چې زموږ دغه ولایت کې دغومره او په هغې ولسوالي هغومره خلک موټرونه لري او… .
واکداران خو هغو خدماتو ته د بودجې و نورو و نورو بهانې لري، چې مفت وړاندې کېږي؛ خو هغه چې خلک ورباندې پیسې ورکوي او ځان ته خپله خدمات برابروي، دوی یوازې و یوازې یوه وسیله دي، ولې په دومره خنډ و ځنډ وړاندې کېدلای شي؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.