د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د څلورم تعليمي کال د رارسېدو په مناسبت د نجونو د زده کړو ملي کمپاين اعلاميه
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د څلورم تعليمي کال د رارسېدو په مناسبت
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين اعلاميه
د ۱۴۰۳ کال د حوت ۱۳مه
له هغې ورځې چې طالبانو پر نجونو د ښوونځيو دروازې وتړلې، نجونو خپل درې تعليمي کلونه له لاسه ورکړي او دا دی څلورم تعليمي کال هم راروان دی، خو د ښوونځيو د پرانيستو په اړه د ثاني امر (!؟) هېڅ څرک نه ليدل کېږي. په تېرو درې نيمو کلونو کې نه يوازې د تړلو ښوونځيو د پرانيستو لپاره کوم عملي ګام پورته نه شو، بلکې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او حتی طبي زده کړو دروازې هم وتړل شوې.
تېر درې نيم کاله د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له کبله افغانستان ته او په ځانګړې توګه نجونو ته ډېر درانه زيانونه اوښتي دي. په ميليونونو نجونې له زده کړې پاتې شوې او په رواني فشارونو او ناهيلۍ اخته شوې؛ په لسګونو زره کورنيو د خپلو لوڼو د تعليم لپاره مهاجرت ته مخه کړه؛ د ولس باور پر حکومت له منځه لاړ او له نړيوالو سره واټن دومره زيات شو، چې افغانستان عملاً په يوه منزوي هېواد بدل شو؛ حکومت نه یوازې د ملي او نړيوال مشروعيت له بحران سره مخامخ شو، بلکې د واکمنانو تر منځ خپل منځي تفاهم او يووالی هم زيانمن شو.
که د نجونو تعليم په اسلام کې ناروا وای، نو چارواکو به هم په صراحت سره بنديز اعلان کړی وای او د ثاني امر خبره به يې نه کوله، خو له بده مرغه داسې پلمې راوړل کېږي چې نه يوازې د هېڅ سليم عقل لپاره د منلو وړ نه دي، بلکې پخپله طالبان هم باور پرې نه لري. له ټولو نښو داسې ښکاري، چې دا پرېکړه يوازې د محدود شمېر چارواکو د تياره ذهن محصول ده، چې د افغانستان ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه، بشري حقونه او حتی د طالبانو خپل منځي اتحاد يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
دا چې د ځينو چارواکو له خوا د مصئون چاپېريال، دوديزو محدوديتونو يا نصاب په څېر له منطق لرې پلمې راوړل کېږي، په اړه يې په تېرو اعلاميو کې موږ خپل نظر څرګند کړی دی، او دا چې په درې نيمو کلونو کې دغو کاذبو او مصنوعي ستونزو ته د حل لارې نه پيدا کېږي، د چارواکو تر منځ د کفايت او صداقت پر نشتوالي دلالت کوي.
څرنګه چې څلورم تعليمي کال راروان دی، زموږ هيله دا ده چې چارواکي د هېواد لوړې ګټې، اسلامي ارزښتونه او د ولس هيلې او غوښتنې په پام کې ونيسي او دا لويه ناروا او بې ځايه ستونزه نوره حل کړي. موږ پخوا هم ويلي، چې د نجونو د زده کړې حق د ملت لپاره سره کرښه ده او له دې حق پرته دې چارواکي له ملت څخه د رضايت، اطاعت او مشروعيت تمه نه کوي. زموږ وېره دا ده، چې که دا ستونزه همداسې ځنډېږي، سبا به ناوخته وي او بيا به يې جبران ناشونی وي.
موږ د اوسنيو چارواکو پر فرد فرد غږ کوو، چې د دې ستونزې حل د ټولو مسئوليت دی او هېڅوک يې له ذمې نه شي خلاصېدای. دا غوټه چې هر چېرته وي، بايد په ګډه يې خلاصه کړي او که بيا يې هم ځينې مشران د خلاصولو مخه نيسي، نو لږ تر لږه کولی شي د استعفی له لارې خپل اعتراض څرګند کړي او په دې توګه ځانونه د خدای او ملت پر وړاندې له مسئوليت څخه خلاص کړي.
څرنګه چې د اسلامي شريعت په پلمه د نجونو پر تعليم بنديزونو د نړۍ په کچه د اسلام انځور ته ډېر زيان رسولی، موږ د نړۍ او هېواد پر جيدو ديني عالمانو غږ کوو، چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي او خپل ديني رسالت ادا کړي، که نه د دوی صداقت، عدالت او شهامت به له جدي پوښتنو سره مخ شي.
موږ يو ځل بيا پر ولس هم غږ کوو، چې په دې مهمه ملي موضوع کې خپلې هڅې همغږې او ګړندۍ کړي او د سوله ييزې مبارزې او مدني مقاومت له لارې د خپلو لوڼو له مشروع حق او د هېواد له ملي ګټو څخه دفاع وکړي.
و ما علينا الاالبلاغ المبين
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.