روژه: قراني هدفونه او حکمتونه

محمد ابراهیم شینواری

297

تر پیل مخکې مو د مبارکې روژې د روغتیايي ګټو او غذایي رژیم په باب معلومات ځکه شریک کړل، چې دوستان د هغوی په رڼا کې تیاری وکړي. پدې لیکنه کې د روژې قراني ژور حکمتونه او هدفونه څېړل شوي دي.

روژه د اسلام څلورم رکن دی چې د رمضان په ټوله میاشت کې نیول کېږي، او مسلمانان پکې له سپیده چاوده تر ماښامه له خوړو، څښاک، جنسي اړیکو او بدو کړنو ځان ساتي. روژه د ځاني کنټرول، تقوی، او د الله د رضا ترلاسه کولو لپاره یو مهم عبادت دی.

د روژې معنی او تعریف

د روژې لغوي معنا “ځان ساتل یا امساک” دی، او په اسلامي اصطلاح کې روژه د هغه ځانګړي عبادت نوم دی چې یو مسلمان پکې د الله (ج) د حکم مطابق د سپېدو له پیله تر ماښامه د خوړلو، څښلو، او جنسي اړیکو څخه ځان ساتي.

 

د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه

روژه د بقره سورة د ۱۸۲ ایت له مخې پر مومنانو داسې فرض كړى شوې ده لكه په مخكې کسانو باندې چې فرض کړل شوې وه. د همدې مبارک سورة په ١٨٥  ایت کې راغلي دي چې رمضان هغه میاشت ده چې قرآنکریم پکې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او فرقان (د حق او باطل بېلوونكي ښكاره دلیل) دی، نو مومنان دې د دې میاشتې روژې ونیسي، او ناروغ او یامسافر دې هماغومره ورځې روژې تر سفر یا ناروغۍ وروسته ونیسي. پدې آیت شریف کې دا هم راغلي دي چې  الله تعالی پر تاسو د اسانتیا اراده لري، نه د سختۍ، بلکې د دغو ټاکل شوو روژو نیول د دې لپاره دي چې مومنان د الله تعالی لويي بیان كړي. همدارنګه روژه مومنانو او روژه نیوونکو ته هدایت او د شكر ایستلو وخت بلل شوی دی.

په قرآنکریم کې د روژې ته صیام او دغې میاشتې ته رمضان ویل شوي دي. د صیام لغوي معنی داده چې نیونکی یې له خوړو، څښلو، بدو خبرو او کړنو، جنسي اړیکو او نورو منع شوو عملونو څخه ډډه وکړي. شهر رمضان د روژې میاشت ته ویل کیږي.

د بقرې سورة د ١٨۶  آیت د مفهوم له مخې الله تعالی، رسول الله ته فرمایي چې که د الله تعالی بنده ګان درڅخه د الله تعالی تپوس وكړي، نو یقینًا الله تعالی ډېر نږدې دې، او د دعا كوونكيو دعا قبلوي، نو دوی دې هم د الله تعالی حكم ومني، او پر الله دې ایمان راوړي، چې دوى رشد ومومي.

روژه یوه ستره ازموینه او عبادت دی، او مهم دیني هدفونه لري. د قرآن کریم د ایتونو په رڼا کې د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه دا دي:

  1. تقوی: په روژه کې د خالق لور ته متوجه کېدل په شخص کې د ارادې قوت او ځاني کنټرول یعنې تقوی او پرهیزګاري زیاتوي (بقره ۱۸۳). د مریم سورة د ۲۶ آیة له مخې له خبرو څخه هم روژه کیدای شي، چې د معنوي تمرین پر لور تمرکز او تفکر ته لار هواروي او د ارادې له قوت سره مرسته کوي.
  2. تعاون او مرسته: د روژې د نیولو د ناتوانۍ په بدل کې مسکینانو سره د مرستې کولو توصیه شوې ده، چې ټولنیز تعاون پیاوړی کوي، (بقره ۱۸۴).
  3. هدایت او د حق او باطل د فرق توانایي: په رمضان میاشت کې د قرآن د نزول هدف د روژې اهمیت لا زیات څرګندوي، او دا نزول انسان ته د هدایت د نښو ښودلو او د ښو او بدو توپیر کولو د وړتیاوو تقویه کول ښودل شوي دي. (بقره – ۱۸۵). دا چې قرآن په روژه کې نازل شوی دی، او روژه د اخلاص، صبر، تعاون، تقوی او رشد د ودې لا زیاتې زمینې جوړوي، باید د قرآن تلاوت او پکې تدبر ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د ټولو ښو عملونو بنسټ باید د اصلي سرچینې (قرآن) په رڼا کې وي.
  4. شکر ګذاري: روژه انسان ته د الله تعالی د نعمتونو د شکرګذارۍ ژور احساس او توان ورکوي، (بقره ۱۸۵).
  5. د خالق لویي بیانول او سره نږدې کیدل: د هدایت او حق و باطل د فرق تر توان میندلو وروسته انسان داسې اساني لارې تشخیصوي، چې د الله تعالی لور ته یې متوجه او ورنږدې کړي. (بقره ۱۸۵،  ۱۸۶).
  6. د دعا پر قبلېدو باور: د عباداتو او په ځانګړي ډول د روژې په نتیجه کې د الله پر لور د توجه د زیاتولي له امله د انسان دعاګانې مستجابیږي (د غوښتنو د تر لاسه کولو له لارې یې موانع لېرې کیږي). (بقره ۱۸۶). البته د دې آیت شریف موضوع له روژې پرته د نورو وختونو لپاره هم ده، خو د روژې د مربوطو ایتونو په منځ کې یې د واقع کېدو حکمت دا دی چې په روژه کې په عبادت کې د اخلاص او تقوی ته د رسېدو فرصت زیات وي، او تر تقوی وروسته له خدایه دعا بې الایشه او حقیقي شکل نیسي. په دې آیت شریف کې الله تعالی ځان نهه ځلې د (زه) په ضمیر یاد کړی دی، چې له انسان سره د هغه ستر ذات بې نهایته نږدې والی او توجه ښیي.
  7. رشد ته رسېدل: په ایمان، باور او تمرکز سره د ټولو عباداتو او نیکو اعمالو په نتیجه کې انسان رشد یعنې ذهني، اخلاقي، او شخصیتي پوخوالي، توازن او استقلال ته رسېږي، چې د ځان، ټولنې، کایناتو او خالق په باب ژور درک، پیدا کوي، آزاد فکر او نوښت کوي، له نورو سره همدردي، سالمې اړیکي، مرسته، او تعاون کوي، او لارښوونه او روزنه یې کوي. (بقره ۱۸۶).
  8. د ښځې او مېړه پر نږدې والي او مقام ټینګار: د روژې په مربوطو آیتونو کې د ښځې او مېړه د محرمې اړیکي په باب د تقوی او پرهیز تر امر وروسته دا اړیکه دومره نږدې او محرمه ښودل شوې ده، چې دوی یې یو د بل لباس ګڼلي دي. (بقره ۱۸۷). لباس د انسان پرده، ښکلا او حفاظت دی، نو د دې ښکلې کلمې له دغه ډول بیانولو دا ژور مفهوم راوزي چې د نر و ښځې پرده، ښکلا او حفاظت شریک او یو پر بل پورې تړلي دي، او په منځ کې یې بل هیڅوک نه ځاییږي.
  9. د بری زیری: د روژې نیول او نورو نیکو اعمالو سرته رسول د انسان لپاره (د نجات) د زیري په توګه یاد شوي دي. (توبه ۱۱۲).
  10. نورو ښو عملونو ته زمینه جوړول: د روژې نیولو د ناتوانۍ په صورت کې انسان ته د نورو ښو کارونو بدیلونه وړاندې شوی دی، لکه د مریانو ازادول او له مسکینانو سره مرسته کول. (مجادله ۳ – ۴).
  11. د ځینو بدو کړنو او ګناهونو د متبادلې سزا په توګه: د سهوې قتل عامل ته د دوه میاشتې روژو نیولو امر هله شوی دی چې مريي نه لري چې ازاد یې کړي. (النساء – ۹۲). د احزاب سوره په ۳۵ ایة کې هم روژه د نورو نیکو عملونو په شان د بخښنې او ستر اجر وسیله ګڼل شوېده.
  12. د ګناهونو جبران او سزا د تخفیف او بدیل لارې په توګه: د ځینو ګناهونو د کفارې یا جبران لپاره هم په مربوطو مومنانو روژه فرض کړای شوې ده: د المایده – ۹۵ آیت له مخې د روژې نیولو یا مسکینانو ته د مرستې کولو امر شوی دی.

د دې ټولو مهمو هدفونو او حکمتونو په منځ کې پر تقوی، شکر او رشد ډېر ټینګار شوی دی او تر هر یوه مخکې د لَعَلَّكُمْ او لَعَلَّهُمْ ذکر راغلی دی.

سره له دې چې په روژه کې روغتیايي ګټې هم مهمې دي چې موږ په تېره لیکنه کې تشریح کړې، همدارنګه شتمن انسانان د غریبانو له احواله خبریږي، چې دغه هم سم برداشت دی، خو قرآن کریم د روژې هدفونه، حکمتونه او ګټې په پورته ډول ډېرې لوړې ښودلي دي.

د روژې شرایط:

د روژې د فرض کېدو لپاره لاندې شرایط پوره کول ضروري دي:

اسلام: د دیني مکلفیت په توګه یوازې پر مسلمانانو روژه فرض ده.

بلوغ: پر ماشومانو روژه فرض نه ده.

عقل: پر مجنون یا لیوني روژه فرض نه ده.

روغتیا:   ناروغ انسان ته اجازه ده چې روژه وځنډوي او وروسته یې قضایي اداء کړي.

مقیم حالت کې: مسافر انسان ته هم اجازه ده چې روژه وځنډوي او تر مقیم کېدو وروسته یې قضایي اداء کړي.

 

د روژې بنسټیزې برخې:

نیّت: د روژې نیولو قلبي نیت ضرور دی، چې روژه نیول باید یوازې د الله (ج) د رضا لپاره وي.

د خوارک، څښاک، او خواهشاتو پرېښودل: په روژه کې د سپېدو له پیله تر لمر لوېدو پورې هر ډول خوراک، څښاک، او جنسي اړیکې حرامې دي.

د معنوي پرمختګ پر لور هڅې: روژه باید د الله د رضا لپاره پدې باور ونیول شي، چې په انسان کې ایمان، تقوی، تعاون او شکرګذاري تقویه کړي.

 

د روژې وختونه:

سپېده چاود: کله چې د فجر اذان کېږي، روژه پیل کېږي.

لمر لوېدنه: کله چې د ماښام اذان کېږي، روژه ماتېږي. البته د حدیث شریف مفهوم دی، چې روژه سهار ته تر ټولو نږدې وخت کې پیل او د لمر پریوتو وروسته هر څه ژر تکمیل شي. د (صحیح بخاري روایت دی چې:  “خلک به تر هغه په خیر کې وي چې روژه ژر ماتوي.”

د روژې ماتونکي:

لاندې هغه اعمال دي چې که څوک یې وکړي، روژه یې ماتیږي:

  1. په قصد سره خوراک او څښاک.
  2. په روژه کې جنسي اړیکو ټینګول.
  3. په قصد سره کانګې کول.
  4. د حیض او نفاس راتلل (ښځو لپاره).
  5. د معدې له لارې له درملو استفاده کول.

 

له روژې معاف کسان:

لاندې کسان د روژې له نیولو څخه معاف دي، چې وروسته باید وروسته قضا یا کفاره ورکړي:

  1. هغه ناروغان چې روژه نیول ورته ضرر رسوي.
  2. هغه مسافرین چې په اوږده سفر کې وي.
  3. بوډاګان چې د روژې توان نه لري (د فدې په بدل کې).
  4. حامله یا شیدې ورکونکې ښځې، که روژه نیول د دوی یا د ماشوم لپاره ضرر وي.

 

د روژې ځانګړي عبادات: روژه ځانګړې میاشت ده او عبادت پکې تر نورو وختونو په پوره تمرکز کېدای شي او د قبلیدو چانس یې زیات دی، نو باید تر وسه وسه زیات عبادت پکې وکړل شي:

تراویح لمونځ: د رمضان په میاشت کې د شپې ځانګړی لمونځ دی چې د ثواب لپاره ادا کېږي.

د قرآن کریم تلاوت او پکې تدبر: د رمضان میاشت د قرآن د نزول میاشت ده، نو د قرآن تلاوت ته ځانګړې توجه کېږي.

اعتکاف: د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې په جومات کې پاتې کېدل او عبادت کول یعنې اعتکاف هم د محلې د څو کسانو له خوا تر سره کېږي، یو مهم عبادت دی.

د قدر شپه: د رمضان په وروستۍلسېزه کې یوه شپه چې د عبادت لپاره ډېره غوره ګڼل کېږي، د قدر شپې په نوم یادیږي چې معمولا په طاقو شپو کې ښودل شوې ده او مسلمانان په دغو شپو کې ځانګړي عبادتونه کوي، ګوندې که د قدر شپه ومومي.

 

د روژې اجر او فضیلت:

د روژې د فضیلت په اړه ډېر احادیث راغلي دي، مثلا دوه مبارک حدیثونه یې لولو:

هغه څوک چې د رمضان روژه د ایمان او د اجر په هیله سره ونیسي، د هغه ټول تېر (صغیره) ګناهونه یې معافېږي.”  (صحیح بخاري). او د الله تعالی له خوا قدسي حدیث فرمایي:  روژه زما لپاره ده، او زه به د هغې بدله ورکوم.”  (صحیح بخاري).

 

د روژې ټولنیزې ګټې:

روژه د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي ټینګښت راولي، د ټولنې له بېوزلو وګړو سره د مرستې احساس او عمل رامنځ ته کوي او د د صبر، تحمل، او زغم د ودې له لارې د ټولنې د سکون، او یووالي سبب کېږي.

 

په پای کې ویلی شو چې روژه یو معنوي سفر دی چې انسان الله (ج) ته نږدې کوي، د نفس تزکیې ته لار هواروي او د ټولنیزې همدردۍ احساس پیاوړی کوي. د روژې په ادا کولو سره مسلمان د الله تعالی د رحمت، مغفرت او جنت ترلاسه کولو لوی فرصت برابروي.

په مجموع کې، قرآن د لمونځ، روژې او نورو عبادتونو له لارې داسې انسان روزي چې د اسلام، ایمان، احسان، زهد، تزکیې، علم، تقوا، فلاح، تفکر، تدبر، عبادت او ښېګڼې خاوند وي او د رشد مرحلې ته ورسیږي. رشد د انساني کمال یوه ستره مرحله ده؛ او تر رسول الله وروسته، راشد خلفاء د دې کمال مثال ګڼل شوی دي. دا چې له ایمان او اخلاص سر ملګرې روژه موږ د انساني معنوي کمال او رشد لور ته رسوي؛ نو باید په دقت، مینه او خوښه یې ادا کړو، له خپلو همنوعانو سره تعاون، مینه او ښېګڼه وکړو، ټولنې ته خیر ورسوو او د چاپیریال په اعمار او ساتنه کې برخه واخلو.

د روژې (صوم) یادونه او مربوط موضوعات د قرآن په لاندې ۱۳ آیتونو کې شوې ده:

البقرة، ١٨٣، ۱۸۴، ۱۸۵، ۱۸۶، ١٨٧،  ١٩٦.

النساء ۹۲.

المائدة ۸۹، ۹۵.

المجادلة ۴، ١٨٤.

مريم ۲۶.

الأحزاب ۳۵.

د رمضان کلمه د بقره سورة په ۱۸۵ آیت کې راغلې ده.

د روژې روغتیايي ګټې او غذایي رژیم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.