د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو اعلان وکړ چې امریکا د کاناډا تر ټولو نږدې متحد او اقتصادي ملګری بلل کېږي،خو نن يې پر کاناډا د سوداګریز جنګ اعلان کړی.
ټروډو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه چې د کاناډایي توکو پر وارداتو تعرفې لګوي، په سختو ټکو وغندله او ویې ویل:
“ډونالډ، ته یو هوښیار سړی یې، خو تا یو ډېر احمقانه ګام پورته کړ.”
د کاناډا حکومت اعلان وکړ چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته یې د امریکا پر ضد رسمي شکایت ثبت کړی.
امریکا څو ورځې مخکې پرېکړه وکړه چې د کاناډایي صادراتو پر وړاندې ۲۵٪ تعرفې،او د کاناډایي انرژۍ پر وړاندې ۱۰٪ تعرفې ولګوي.
په ځواب کې کاناډا هم اعلان وکړ چې د امریکا پر صادراتو به ورته تعرفې ولګوي،چې ارزښت یې تر ۱۵۵ میلیاردو ډالرو رسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل:
“هغوی باید پوه شي: که تعرفو ته نه غواړي، نو باید خپلې فابریکې په ځانګړي ډول د موټرو صنعت مستقیم په امریکا کې جوړې کړي. که داسې وکړي، هېڅ اضافي تعرفې به پرې ونه لګول شي.”
اقتصادي شنونکي باور لري چې دا سوداګریز جنجال به د دواړو هېوادونو لپاره تاواني وي. کاناډا د امریکا لپاره یو مهم سوداګریز شریک دی، او د تعرفو جګړه د دواړو هېوادونو شرکتونه او مصرف کوونکي اغېزمنولی شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.