مارچ ۴، ۲۰۲۵بنو، خیبر پښتونخوا
په خیبر پښتونخوا د بنو ښار د روژه ماتي پر مهال د پاکستاني پوځ پر ګارنیزون وسلوالو او ځانمرګو بریدګرو خونړی برید کړی، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د راپورونو له مخې د بریدګرو شمېر ۱۴ تنه و، چې دوه یې ځانمرګي وو. د برید لومړۍ مرحله هغه مهال پیل شوه، کله چې ځانمرګو بریدګرو د چاودیدونکو توکو ډک موټرونه د پوځ پر مرکز وروخيږول، د دې له دې سره سمې درنې چاودنې وشوې، چې نږدې ودانیو، جوماتونو، او دوکانونو ته یې هم زیانونه واړول.
عیني شاهدان وایي چاودنې دومره زورهورې وې چې د سیمې خلکو ته یې هم درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
د یو عیني شاهد په وینا:
“موږ د روژه ماتي تیاری نیوه، ناڅاپه یو غټ انفجار وشو، او ورپسې ډزې پیل شوې. هر څه په اور وسوځېدل، کورونه، دوکانونه، او حتی جوماتونه هم زیانمن شول.”
د ځینو راپورونو له مخې په جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چت غورځېدلی، چې له امله یې لمونځ کوونکو ته مرګژوبله اوښتې.
د پاکستاني پوځ او پولیسو چارواکو برید تایید کړی، خو د مرګژوبلې کره شمېره یې نه ده ورکړې. ځینې غیر رسمي سرچینې د ۱۰ تنو وژل کېدو او ۲۵ نورو ټپي کېدو راپورونه ورکوي، خو د تلفاتو د زیاتېدو اندېښنه هم شته.
د پاکستاني طالبانو (TTP) ګلبهادر ډلې د برید مسؤولیت منلی او ادعا کوي، چې د برید هدف یې نظامي تاسیسات وو او لسګونه پاکستاني عسکر یې وژلي دي.
پاکستاني رسنیو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د چاودنو له امله ګڼې ودانۍ نړېدلې اور لګېدلی، او خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د بنو ځایي حکومت له دې خونړي برید وروسته بیړنی حالت اعلان کړی او له خلکو یې د ټپیانو لپاره د وینې ورکولو غوښتنه کړې ده. روغتونونه د ټپیانو په درملنه بوخت دي، او د قربانیانو شمېر لا هم مخ پر زیاتېدو دی.
پاکستاني چارواکي وایي، چې تر اوسه ۶ بریدګر وژل شوي، خو نور لا هم د پوځ له عسکرو سره په جګړه اخته دي.
د دې برید په غبرګون، د سیمې خلک، خبریالان، او نړیوال څارونکي د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي.
دا برید د پاکستاني طالبانو له لوري یو له تر ټولو غټو حملو څخه بلل کېږي، او د امنیتي ادارو پر وړتیا یې سختې پوښتنې را ولاړې کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.