د مطبوعاتی شخصیت محمد ایوب مومندی آخری خاطره او د استاد صمیم څو خبری:
د ۱۳۱۹ د اسد میاشتی په شا او خوا کی، تورن جنرال عبدالله خان توتاخیل چی د محمد ګل مومند، له ډیرو منلو شاګردانو څخه و، یوه ورځ زمانه و غوښتل چی زما سره ملګرتیا وکه، چی وزیر صاحب محمد ګل مومند قانع کړو چی یو ځل د اعلیحضرت ملاقات ته ورشی، ځکه چی زه باور لرم چی وزیر صاحب په سردارصاحب داؤد خان هم ډیرګران دی او هیواد ته به زړه پوری خدمتونه وکړی.
د جنرال صاحب منظور دا وه، چی وزیر صاحب د استعفی نه وروسته بیا د یوی لویی رسمی دولتی مقام له لاری، وطن او ملت ته خدمت وکړی.
د جمعی په شپه زه او تورن جنرال عبدالله خان دواړه د وزیر صاحب ځای ته چی د چهاردهی د شکرالله خان نومی په کلا کی په کرایی توګه اوسیده ورغلو.
د ماښام د ډودۍ خوړلو نه وروسته مو دا موضوع وزیر صاحب ته مطرح کړه، خو چی موږ دواړو چی هر څومره دلایل وړاندی کول، وزیر صاحب به په موسکۍ بڼه موږ ته د رد ځوابونه راکول، چی د شپی تر دولسو بجو پوری، کومی فیصلی ته ونه رسیدو.
بالاخره وزیر صاحب له ځایه پاسیده او د خوب دپاره د خوب کوټی په لور رهی شو، نو موږ ته یی وویل:«په خاطر جمعی سره مو خوب وکړۍ، سهار به ستاسی په خوښه د ارګ به لور ور رهی شو.»
زه او جنرال صاحب د خوښی نه تر سهاره ویښ پاتی شو، او د مومند صاحب د راتلو سترګی په لاره و.
څو چی د سهار د اته بجو په شا او خوا کی، مومند صاحب راښکاره شو، او یوه وړکی د یاد داشتونو د ساتنی یوه صندوقچه یی هم له ځانه سره راوړی وه، د صندوقچی نه یی د خپلی استعفی لیک، سره را وویست، او یو بل لیک یی د اعلیحضرت شهید نادرخان په لاس لیک، موږ ته را وخود چی په هغی کی غازی محمد نادر خان لیکلی و:
«آقای مومند!
شما حیثیت برادر بزرګ را بما دارید، شاه ولی خان هم با شما مشترکاْ انجام وظیفه مینماید، ولی شما به حیث قوماندان و شاه ولی خان به حیث یک فرد عسکر، زیرقومانده شما تعیین شد»
وزیر صاحب د مسکا په حالت کی وویل: کله چی د پاچا پلار یعنی نادر خان ماته د مشرورور خطاب کړی دی، نو څنګه زه د خپل وراره محمد ظاهرشاه، سلام ته ورشم؟
خو که پاچا د خپل پلار، ماته رالیږل شوی لیک ته په درنه سترګه ګوری او ما د خپل تره په صفت پیژنی، نو دی، دیوه وراره په صفت زما لیدو ته راشی او زما د حال او احوال نه دی ځان خبر کړی، او که زه ورشم، دا به له عدالته او پښتونولۍ نه ډیر لری کار وی.»
د تایپست تذکر: د پورتنی روایت نه څرګندیږی چی د هیواد په تاریخ کی دوهم شخصیت، د مفکر محمد ګل مومند د فردی او ملی غرور نه برخورداره نه وه.
همدا راز ۲۵ کاله دمخه په پیښور کی د بلخ یوه قومی مشر «دولت زی صاحب» موږ ته دا خبره څرګنده کړه، چی په هغه مهال محمد ګل بابا په بلخ کی د یوه مستعفی او متقاعد وګړی په توګه ژوند کاوه، نو اعلیحضرت بلخ ته راغلی و او ویی غوښتل چی د بابا لیدو دپاره دهغه استوګنځی ته ورشی، خو بابا نه غوښتل چی د پادشاه د استقبال دپاره حتی د خپل کور دروازی پوری ورشی.
دولت زی صاحبب ویل چی موږ ټولوارادتمندانو، بابا ته عذر او زارۍ وکړی چی ظاهرخان خو د افغانستان پادشاه دی او ستاسی لیدو ته د یوه ملمه به توګه راځی نو دا به هغه ته لوی اهانت وی چی د پاچا د استقبال دپاره حتی د خپل کور دروازی پوری لاړ نشی.
بالاخره وزیرصاحب زموږ خواست او زاریو ته لبیک ووایه او د پادشاه د ښه راغلاست دپاره د خپل کور دروازی پوری ووت.
د استاد صمیم صاحب د لیکنی لنډیز:
ورستیو څیړنو او پلټونو، دا څرګنده کړی ده، چی پښتون له خپل ژبنی نامه (پښتون) سره ګډه آره او ریشه لری، او لکه څنګه چی پښتو یوه ساکی ژبه ده، په همدی توګه ددی ژبی ویونکی هم د ساکی ټبر سره تړاو لری.
د پښتون فرعی نومونه (افغان، اوغان، روهی، روهیلی او سلیمانی) د پټهان غوندی پری ایښوول شوی دی (پوهاند مجاور احمد زیار: پښتو او پښتانه د ژب پوهنی په رڼا کی)
په سنسګرت کی د آریایانو لومړنۍ ځمکه یا سیمه د هندو کش په شمال کی د اکسوس (آمو) حوزی یا باختر، برخی ښوول شوی دی، چی د استوګنوپه لړ کی ګاونډیو سیمو (هند او فارس) ته، لیږد وکړ.
د اسلام نه ډیرمخکی د افغانستان په شمال کی د پښتنو د میشتیدنی خبره خو هغه واقعیت دی، چی له دار (مستیتر)، (ګایګر)، (امیل بنو نیست) نه واخله تر پوهاند (مارګنستیتر) نه او نورو ختیځ پوهانو، ټولو په یوه خوله منلی ده (صدیق روهی- افغان ملت) چی د ملی یو والی د غلیمانو د هغو اوسنیو تنګ لیدیو او تنګ سترګیو ته تور(اتهام)، ته یو غاښ ماتی ځواب دی چی وایی : پښتانه شمال ته ملمانه راغلی دی، یعنی دا تاریخی او علمی واقعیتونه دا څرګندوی چی پښتانه په شمال کی، نه د مهاجر حیثیت لری او نه د مهاجم، بلکه د هیواد ددی سیمی پخوانی استوګن او مالکان دی (سمسور افغان – دویمه سقاوی)
له خپلو سیمو او استوګنځیو نه د اقتصادی، مدنی، کولتوری او ټولنیزو لاملونو له مخی د استوګنو لیږد او هجرت هغه بهیر او هغه چارده، چی ټبریز او ژبنی بدلونونه او علمی پایلی او بریاوی یا مدنی لوړ او ځوړ رامنځته کوی.
ننی بشری حقوقی ارونه (نورمونه) هم قومونه او خیلونه، د انسانیت د ستری ونی څانګی بولی او د بشر د حقوقو د اعلامیی د حکم په رڼا کی په بشری ټولونو کی د بیلابیلو خیلونو، اولسونو او قومونو شتون د خپلمنځی منل شویو حقوقو ته په پاملرنه د ټولنیز ژوندانه د پایښت تضمین کوی.
وروستنیو علمی او ډیموګرافیکو سر شمیریزو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو په افغانستان کی د قومونو پرسلنه (فیصدی) ډیری ژوری او دقیقی څیړنی کړی دی، چی یوه هم له ( ۱۹۹۱-۱۹۹۶ ) پوری په افغانستان کی هغه څیړنه ده، چی د واک فونډیشن له خوا د ملګرو ملتونو د بودجی په مرسته سرته رسیدلی چی نتیجه یی په کال (۱۹۹۸) په پښتو ژبه، د ساپی د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز له خوا په لویه کچه چاپ شوی او نوم یی د «افغانستان قومی جوړخت» دی.
ددی سروی انګریزی ژباړه په کال (۱۹۹۹) چاپ شوی ده.
د واک د فونډیشن مشر، محترم محمد انعام واک د راپورله مخی، د افغانستان مجموعی نفوس (۳۰ ) ملیونه تثبیت شوی دی (البته ۲۵ کاله دمخه – تایپست)، چی ددی احصائی له مخی د پښتنو د نفوس شمیره ( ۱۸۸۲۲۰۰۰) یعنی تقریبا (۱۹) ملیونه پښتانه او پاته احصائیه کی نورټول اقوام لکه هزاره، ازبک، ترکمن، تاجک او داسی نور شامل دی.
د همدی راپور له مخی په پښتونخوا کی د پښتنو احصائیه تقریبا (۳۱) ملیونو ته رسیږی.
بل دی ته ورته علمی او تحقیقی اثر د پروفیسر ډاکټر ګلجان وردک، هغه څیړنه ده، چی د افغانستان په شمالی ولایاتو کی د پښتنو استوګنځی نومیږی او په لویه کچه (۷۳۷۸) مخونو کی د پیښور پوهنتون د پښتو اکادمی لخوا (۱۹۹۷) کال کی خپره شوه.
د پښتنو د نفوس احصائیه لمړی، مورخ میرغلام محمد غبار، صرف د تخمین له مخی (۴۰) فیصده ته راکښته کړه، بیا د مسعود – ربانی د حکمرانۍ په دوره کی (۳۸) فیصده راکښته او بین المللی مراجعو ته ورکړل شوه.
په هیواد کی د پشتو ژبی د ودی او انکشاف لوی معاند میر محمد صدیق فرهنګ، د محمد ګل بابا دا هڅه چی ښوونه او روزنه دی په پښتو ژبه وشی، له هیتلری فاشیستی سره موازی بولی او لیکی :
«پس از آنکه در سال ۱۹۳۳ هیتلر، رهبر حزب ناسیونال سوسیالیست آلمان زمام قدرت را در دست ګرفتند، این ها نظر محمد ګل مومند را در باره تعمیم زبان پښتو و طرد زبان فارسی، از خود نموده، پس از آنکه آنرا با آب و تاب هیتلری جلا و صیقل دادند، به عنوان سیاست جدید فرهنګی در محل تطبیق ګذاشتند.
…. در افغانستان قدم اول درین راه توسط فرمانی برداشته شد که در سال ۱۹۳۷میلادی به زبان پشتو در جریده اصلاح نشر شد.»
همدا راز میر محمد صدیق فرهنګ د هغه بی وزله کوچیانو چی د انسانی ژوند د ټولو نعمتونونه بی برخی وه او هغه کورنی چی د ژوند د بقا دپاره هندوستان سیمو ته د مزدورۍ دپاره تلل، په شمال کی خپل اصلی ټاټوبی ته راستنیدل او د انسانی ژوند د امکاناتو نه برخه اخستلو ته د نفرت په ذهنیت او سترګه ګوری او لیکی:«محمد ګل مومند، خانواده های پښتون را حتی خارج از سرحدات افغانستان به تعداد زیاد به شمال هندوکش کوچ داده با دادن زمین و دیګر امتیازات و در ماموریت هم به پښتونان ترجیح میداد.»
ولی میرمحمد صدیق فرهنګ په هغه نیم ملیون کسانو چی د پاردریا نه د هیواد شمالی برخو ته مهاجر او د ځمکو او تجارت خاوندان شول سترګی پټوی.
تبصرۀ تایپست: این تنها میر صدیق فرهنگ و اقران و انصار شان مانند طاهر بدخشی و هم مشربان شان نبودند که بر همچو عفونت مسموم کننده نژادی نشخوار میزدند بلکه امروز نیز گروه های جنایت شعار تجزیه طلب ستمی و سقاوی دوم، مانند شورای نظار و جمعیت ربانی و ذوات و سگ چوچه های منفرد تجزیه طلب و خراسان طلبان و فیدریشن خواهان و دشمنان مادر زاد زبان ملتی افغانی پشتو و فرهنگ پشتونولی، نیز بر همان تفالۀ زهراگین و مسموم کننده، نشخوار میزنند که رهبران ذهنی شان مانند طاهر بدخشی و میر محمد صدیق فرهنگ نشخوار میزدند.
د میر محمد صدیق فرهنگ یو ذهنی او عقیدوی ملگری هم، دده د ادعاګانو په موازاتو کی لیکی:
«افغانستان کانون تبعیضات نژادی، زبانی (مسلماْ زبان فارسی – تایپست) مذهبی، اقتصادی و منطقوی است.
این تبعیضات که در مجموع میتوان آن را آپارتاید پښتونی (در حقیقت اپارتاید فارسیستی و ایران خواهی – تایپست) نامید، توسط شاهان غاصب پښتون (غاصب بچه سقو مدنیت سوز بود – تایپست) از قرن ۱۸ بدینسو در افغانستان رشد و نمو کرده و به یک سیستم سیاه و ضد انسانی به تبانی درباریان قاجار و دوست محمد خان محمد زایی [محمد زی] بطور بسیار بطی بوجود آمد و در زمان شاه ناسیونالست و روس پرست، شاه امان الله و محمود طرزی پایه های آن طراحی ګردید.
با ګذشت زمان بعد ها منافع انګلیس، امریکا، شوروی و چین با منافع پښتون شاهی در یک مسیرقرارګرفت.
افغانستان مانند اسراییل سخت مورد توجه سیاست های مدرن امریکا و شوروی قرارګرفته است. هر دو ابر قدرت با سرمایه ګذاری هاییکه برای حفظ سیاست پښتون شاهی در افغانستان به عمل آورده اند، دیګراین کشور فقیر و نادار را به کشتار ګاه و حشتناکی که بد تر از قتل ګاهای هیتلر در المان نازی است، تبدیل نموده است.
اپارتاید پښتونی [در حقیقت آپارتید فارسیست ها و ایران خواهان – تایپست] بمثابه، طاعون خطرناک و مسری [ساری] به جان و مال اقوام و نژادهای بومی غیر پښتون مسلط ګردیده و به غارت و چپاول بیرحمانه در طول ۱۵۰ سال ګذشته ادامه داده است.»
زما په اند، خانله د ملی ضمیر خاوندان کولای شی، چی به پورتنیو توضیحاتو باندی عادلانه قضاوت وکړی.
د پوهانو د نظریاتو سلسله په اتلسمه برخه کی دوام لری.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.