غواړم د لیکنې په دې برخه کې د سوریې په تاریخ یو ځغلند نظر واچوم او بیا یې د افغانستان د اا سرہ یو پرتلیز جاج واخلم.
سوریه د ھغه تاریخي شام ( سوریه، لبنان، اردن او فلسطین ) مھمه برخه دہ چې پیغمبر علیه السلام ورته دعا کړې او فرمایلي یې دي:
“اللهم بارك لنا في شامنا وفي يمننا ….”
سوریه څلور سوہ کاله د عثماني خلافت برخه وہ خو کله چې جرمني، عثماني خلافت او متحدینو یې په لومړۍ نړیواله جگړہ کې ماتې وخوړہ، عثمانيان را وپرځول شول، سیمې یې تجزیه شوې، شام او د خلافت نورې برخې انگریز، او فرانسې پخپلو کې سرہ وویشلې.
سوریه د لیوانو په دې ویش کې د فرانسې په نصیب ورسیدہ. دلته ماته د ھغه فرانسوي جنرال ھنري گورو
( General Henri Gouraud ) تاریخي خبرہ را یادہ شوہ چې په ۱۹۲۰ م کې د دمشق تر فتحې پس د صلاح الدین الأیوبی رحمه الله قبر ته تللی و، د ھغه زیارت یې په لغته وھلی او ورته ویلي و: “ صلاح الدینه! پاڅه، موږ بیا راغلو “
معاصرہ سوریه
د اسیا بر اعظم په جنوب غرب کې موقعیت لري. شمال ته یې ترکیه، جنوب ته اردن او اسرائیل، شرق ته عراق او غرب ته یې د مدیترانې سمندرگۍ او لبنان واقع دي. نفوس یې څه باندې ۲۵ میلونه دی چې د تیرې یوې نیمې لسیزې ( ۲۰۱۱ م ) څخه د خپل مستبد، نا مسلمان، علوي حکومت، بھرنیو مداخلو، کورنیو جگړو او کمزوري اقتصاد له امله یې تر نیم ډیر وگړي (۱۴ میلونه ) ھجرت ته اړ شوي چې تر ټولو سترہ برخه یې ترکیې او پاته غرب او نورو ھیوادونو ته پناہ وړې دہ.
په ۱۹۴۸ عیسوي کې، د فلسطین په زړہ کې د انگریزانو لخوا په وچ زور او د نړیوالو قوانینو خلاف د اسرائیلي حکومت جوړول، د عرب او اسرائیلو تر منځ د سختو جگړو لامل وگرځید.
د دې جگړو له ډلې څخه پنځه یې ډیرې سترې وې چې د ۱۹۶۷ م شپږ ورځینۍ جگړہ او د حماس اوسنۍ ھغه ( ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ م ) یې خورا ویجاړونکې وې.
سوریه یواځینی عربي ھیواد و چې په دې ټولو جگړو کې یې د صھیونیستي یھودو پر خلاف جبھه نیولې وہ!
ھمدا راز سوریه یواځینی عربي ھیواد و چې د اسرائیلو د تأسیس له ورځې بیا تر اتم دسمبر ۲۰۲۴ م پورې یې نه د اسرائیلي صھیونستانو حکومت په رسمیت وپیژاند او نه یې ورسرہ کوم تړون لاسلیک کړ.
د اسد رژیم د اسرائیلو په گاونډ کې د ھغوی مخالف آخري عرب ھیواد و چې یھودو د افراطي مسلمانانو، وھابیانو، تکفیریانو، صوفیانو، سیکولرانو، او د اسد د رژیم ناراضه پوځیانو د یوہ نامتجانس ائیتلاف پر مټ د امریکا، ترکیې، ناټو او قطر په مالي او نظامي مرستو را نسکور کړ!
د سوریې نوي رژیم اعلان کړی چې په سیمه کې د ھیچا لپارہ تھدید نه دی.
د جولان لوړې چې د سوق الجیشي اھمیت له مخې خورا ارزښت لري، نه یواځې اسرائیلو ته د یوہ نالیکلي تفاھم له مخې پاته دي بلکې د سوریې په خاورہ کې د یھودو د فوځي پرمختگ مخه ھم نه نیول کیږي خو په مقابل کې یې د کردانو پخلاف د ترکیې د خوښۍ لپارہ پوځې عملیات تر سرہ کیږي!
سوریه اوس په مکمله توگه بې وسلې شوې او په منځني ختیځ کې لکه د لیبیا پڅیر نور یھودو ته ترې ھیڅ تھدید نشته.
د افغانستان ا. ا او تحریر الشام، مشابھتونه او توپیرونه:
ځینې مھم مشابھتونه:
۱- دواړہ اسلامي ډلې دي چې یوہ یې ځان د خپلې سیمې په کچه د شرعي نظام نفاذ ته ځان ژمن بولي خو دویمې لا تر اوسه د داسې کومې تگلارې د پلې کولو په اړہ څه نه دي، ویلي
۲- دواړہ ډلې د وسلوالې مبارزې په ترڅ کې قدرت ته رسیدلي
۳- د دواړو ډلو مشران د ملگریو ملتونو او امریکا په تور لست کې قرار لري او په سرونو یې جایزې پرتې دي ( ښایي د سوریې د مشر له سر څخه جائزہ لیرې شي ).
توپیرونه
ښایي ډیر وي خو عمدہ یې دا دی:
۱- د افغانستان ا. ا یو خودجوشه د ولس له منځ څخه راوتلی ملي او دیني غورځنگ دی چې لومړۍ مبارزہ یې د شر، فساد، ظلم، وحشت او بربریت پر ضد او دویمه یې د بھرنیو اشغالگرو پر خلاف وہ؛ خو د سوریې ھغه د ټولنې د مختلفو قشرونو او متضادو نظریاتو څخه جوړہ شوې اتحادیه دہ چې موخه یې د اسد رژیم را پرځول و.
د اسد پر ضد د سوریې د متحدینو ډله تر ډیرہ په افغانستان کې د ناټو او امریکا په لاس جوړ شوي ھغه ائیتلاف ته ورته دہ چې د لومړي اما رت د پرځونې لپارہ تخلیق شوی و.
ھغه ائیتلاف چې تیر شل کاله اخوانیانو، سلفیانو، پیرانو، صوفیانو، ملي گرایانو کمونستانو، افغان ملتیانو، ستمیانو، شعله یانو، سیکولرانو، او نورو نا متجانسو ډلگیو د یوہ پارلمان تر چتر لاندې د دیموکراسۍ ملي اتڼ ته په کې یو ځای غومبر واھه!
۲- د ااا ځان د یوہ سوچه شرعي نظام نفاذ ته ژمن بولي او د اجنډا د سر ټکی یې ھم ھمدا دی خو تحریر الشام او ملگري یې داسې کومه ارادہ نه لري، ځکه د ھغوی ائیتلاف د داسې ډلگیو سرہ دی چې له دین څخه یې گټه اخیستنه د اسد رژیم په مخالفت پورې محدودہ دہ؛ په بله مانا د اا سیاست اسلامي دی او د تحریر الشام اسلام سیاسي.
۳- د ااا د بھرني یرغل په مقابل کې د مبارزې شل کلن تاریخ لري خو د سوریې مقاومت د خپلمنځي جگړې څخه ور اخوا د ھیچا په مقابل کې مبارزہ نه دہ کړې، ان د صھیونستي یھودانو پخلاف ھم نه!
۴- د اا مشران د خپل خوځښت له پیل څخه یو دریځ او یوہ سیاسي تگلارہ تعقیبوي خو د تحریر الشام مشر کله د القاعدې غړی شي، کله د البغدادي په خوا کې افراطي داعشی او کله ھم په غربي جامه ملبس، انعطاف پذیر بیوروکرات.
پایله:
لکه څرنگ چې یھودو محاسبه کړې وہ، ھاغه شان پر حماس برلاسي نه شول، د لبنان حزب الله ھم څرنگ چې یې تمه کیدہ و نه ځپل شو.
پر اسرائیلو د اوم اکتوبر حملې ھغوی ته دا فرصت برابر کړی و چې غزہ د فلسطینیانو څخه پاکه کړي او حزب الله په لبنان کې داسې وځپي چې بیا تر ډیرہ په سیمه کې ور ته سرخوږی جوړ نکړي، خو د حماس بیثاری قربانیو، جھادي جذبې، بیدار شعور، له خواله رسنیو څخه پر وخت او اعظمي گټه پورته کولو او متحد دریځ د اسرائیلو دا نخچه ور خرابه کړہ.
ھمدا راز د حزب الله مقاومت او په جگړہ کې د یمني حوثیانو مداخلت ھم یھود په یوہ لویه مخمصه کې را گیر کړل.
اسرائیل د نړۍ ستر نظامي او اقتصادي ځواک دی خو د اوږدمھالې جگړې توان نه لري. اوږدې جگړې لوی نفوس او پراخه جغرافیه غواړي چې یھود له دې دواړو بې برخې دي.
د اوم اکتوبر د جگړې په اوږدو کې نژدې پنځه سوہ زرہ یھودي صھیونستانو اسرائیل پریښود او دا تعداد ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو و. یھود نور د پراخه اقتصادي او پوځي امکاناتو سرہ سرہ د جگړې متحمل کیدای نشوہ.
اسرائیل چې په جگړہ کې بریالي نه ول، نو یې و پتئیله چې په منځني ختیځ کې د ھغوی پر خلاف د جوړ شوي ائیتلاف د ځنځیر کمزورې کړۍ ور ماته کړي. ھماغه و چې د حزب الله او حماس سرہ یې مؤقته سوله وکړہ او د اسلامي افراطیانو پر مټ یې د اسد رژیم چې تل یې د یھودو سرہ دښمني پاللې وہ، را وپرځاوہ.
د احمد الجولاني او سوریې نوم به یو څو ورځې نور ھم په نړیوالو رسنیو کې گرم تاؤ را رتاؤ شي او بیا به ورو ورو لکه د لیبیا پڅیر له یادہ و ایستل شي.
سوریه به د خپلو کورنیو ستونزو لکه بیا رغاونه، د مھاجرینو بیا آباد ول، د مختلفو گروپونو او پرگنو تر منځ د قدرت ویش، د نظام څرنگوالی، فقر، بیکاري او نورو سرہ لاس او گریوان پاته شي.
د جولان مھمې ستراتیژیکې څوکې به اسرائیلو ته پاته شي، بې وسلې شوې سوریه به نورہ په سیمه کې ھیڅکله د اسرائیلو لپارہ تھدید نه وي او دا ھماغه څه دي چې اسرائیلو غوښتل.
والله المستعان و إلیه المشتکی
__________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مارچ لومړۍ نیټه ۲۰۲۵ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.