د خولۍ ګنډونکې قدرۍ توراڼکه او برګۍ

هاجره حرکت

239
‎يو وه او يو نه و، يو بیوزله ژرنده ګړي د قدرۍ په نوم، يوه ښکلی لور درلوده، دا لا ماشومه وه، چې مور يې مړه شوه او د پلار په غیږ کې رالويه شوه، اوس چې پيغله شوه، نو  مدام به د خپل پلار مرستې ته ولاړه وه.
‎ دوي يوه د سرو زرو څرخه درلوده، چې دا څرخه د قدرۍ پلار ته له نیکونو پاتې وه او هيڅکله يې نه غوښتل چې وې پلورې.
‎يوه ورځ د دوي په کلي کې يو شتمن زرګر د دغه سرو زرو څرخې نه خبر شو، چې د بيوزله ژرنده ګړي په کور کې له نیکونو ورته پاتې ده.
‎هغه ژرنده ګړی ځانته وغوښت او داسې يې ورته وویل:
‎ما اوريدلي چې ته ډيره ګران بيه د سرو زرو څرخه لرې، زه به ډيرې پیسې درکړم، که يې راباندې وپلورې.
‎ژرنده ګړی پرته له زنډه ځواب ورکړ:
‎تاته چا احوال درکړ، دا زما له نيکونو را پاتې ده او هيڅکله نه غواړم چې وې پلورم. زرګر ډيرې زارۍ ورته وکړې، خو ژرنده ګړي، همدا يوه خبره کوله چې دا يې له نیکونو پاتې مال دی، چې غواړي خپل راتلونکي نسل ته يې وساتې.
‎که څه هم دوي ډير بیوزله وو، د ژرنده ګړي، ګټه دومره نه وه چې د دوي د ژوند ګوزاره پرې وشي.
‎ ځکه په کال کې به يوازي شپږ مياشتې چې پسرلې او دوبې کې د ژرندې پر وياله اوبه راتلې او د کال نورې مياشتې به اوبه وچې وې، د دوي ژرنده به لاړه وه، خو قدرۍ به پر خپله دغه د سرو زرو پر څرخه وريښمين تارونه وريښل او بيا به يې پرې خامکي خولۍ ګنډلې، پلار به يې وړلې او په بازار کې به يې پلورلې، په دې ډول به يې خپل د ژوند اړتياوې پرې پوره کولې.
‎ قدرۍ دوي په خپل کور کې دوه پشيانې ساتلې وې، چې يوه له رنګه توره وه، دې به توراڼکه بلله او بله برګه وه، چې برګۍ به يې ورته ويل. دا پيشيانې ډيرې پرې ګرانې وې او مدام چې به هرې خوا تلله توراڼکه او برګۍ به ورسره مل وې، برګۍ به يې داسې نازوله:
‎برګۍ مې ده بيداره
‎په کور کې ده ولاړه
‎په هر څه باندې پام کړی
‎په هر لور وې روانه
‎دواړه سترګې يې رڼا کړی
‎د شپې تیاره کې دواړه
‎تورې پيشې ته به يې داسې ويل:
‎توراڼکه توره شپه کې
‎دواړه سترګې زلوې
‎د کور هر ګوټ ته رسیږی
‎هر يو څيز رالټوي
‎هر یو غل غدو به مومی
‎په دوه سترګو یې لړزوې
‎يوه ورځ قدرۍ خپل کور جارو کوو او د کور خزلې يې کوڅې ته وړلې، چې يوه خال وهونکې ښځه پر د غه لار تيريده او قدرۍ یې ولیدله. قدرۍ چې ډيره ادب ناکه جینۍ وه، نو يې پرې سلام واچوو.
‎خال وهونکي ښځې ورته وویل:
‎ وعلیکم سلام، ته څومره ښکلې جينۍ چې ما کله هم په دی مالت کې، ستا په څير ښکلې پيغله نه ده ليدلې او تاسې په کور کې څو تنه ياست؟
‎قدرۍ کړه:
‎زه مې له پلار سره اوسیږم، په دې شيبه کې د قدرۍ په لاس کې خامکي خولۍ وه او هلته د کور په انګړ کې، پر پروت کټ کې د سرو زرو څرخه ښکاريده. دلته یوه پيشې توراڼکه راښکاره شوه. خال وهونکې پیشې ته وکتل، قدرې کړه:
‎دا دواړه زموږ ډيرې ګرانې پيشيانې دی. ښځې پوښتنه وکړه::
‎مور دې چيرې ده؟ قدرې ځواب ورکړ:
‎زما مور مړه شوې او زه مې له پلار سره يوازې يم.
‎ خال وهونکې ښځې له قدرې سره څو ګړۍ خبرې اترې وکړې او بیا يې ورته وويل:
‎که خالونه وهي، نو ښکلی خالونه به درته ووهم، چې ښکلا به دې لا زياته شي.
‎قدرۍ ځواب ورکړ:
‎ نه زه مې پر مخ خالونه نه وهم . خال وهونکې ښخې، څه چې غوښتل په هغه یې ځان يې پرې پوه کړ، د سرو زرو څرخه يې ښه وارزوله او ځان يې ښه بلد کړ..
‎سبا بيا دغه ښځه د دوی د کور په دروازه کې راښکاره شوه.د قدرۍ پلار هم په کور کې و او دغه ښځې له هغه سره ځان نږدې کړ، چې ډير ژر د قدرۍ پلار يې د مينې په دام کې ېې ونښت.
‎په څوو ورځو کې د قدرۍ پلار له دغه خال وهونکې ښځې سره واده وکړ او د دوي کور دري کسیزه شو.
‎څو مياشتې تیرې شوې او دغه ښځې کرار، کرار خپل د چل او فريب جال خپور کړ، چې د قدرۍ پلار ته يې وويل:
‎نورې به خولۍ زه ګنډم او ته يې بازار ته وړه، پلوره يې. هغه هم ورسره ومنله.
‎يوه ورځ چې د قدرۍ پلار خولۍ بازار ته د پلور له پاره ويوړلې، خال وهونکې قدرۍ ته وويل:
‎راځه چې غره  ته د ګورګورو ټولو پسې لاړ شو!.
‎قدرۍ ورسره روانه شوه او خپلې دواړه پيشیانې يې هم له ځان سره مخکې کړې، خو خال وهونکی ښځې په چالاکۍ سره وویل:
‎پام چې په ځنګل کې به راځنې ورکې شې او ښه داده چې په کور کې ورپسې دروازه وتړو.
‎ پيشيانو ډير میو میو وکړ، خو هغه یې د تړلو دروازو تر شا پريښودې او  دغه ښځې د ګورګورو په پلمه د غره تر لوړې څوکې ورسوله، کله چې د ګورګورو اغزې لرونکې ونې ته نږدې شو، نو خال وهونکي ورته کړه:
‎تاته وایم قدرۍ! ژر کوه دغه ونې ته پورته شه،چې له ګورګورو ډيره ډکه ده. قدرۍ ونې ته وکتل،چې د یو ژور پاڼ پر سر ولاړه وه او له اغزيو ډکه وه، پر زړه يې ويره ننوته او ځواب يې ورکړ:
‎نه نه زه کله هم دغې ونې ته نه شم پورته کیداې، ځکه تر اوسه هيڅکله هم داسې ونې ته نه يم ختلې او دا خو د ډير ژور پاڼ پر سر ولاړه ده.
‎ ښځه په غصه شوه، خو له زغم نه یې کار واخیست او بیا يې په پسته ژبه ورته وویل:
‎وګوره قدرۍ! ته مه ویريږه، زه درسره يم، که لږ څه خبره وه مرسته درسره کوم.
‎په پاې کې دومره خبرې ورته وکړې،چې قدرۍ دې ته اړ شوه، چې ونې ته پورته شی، دا ښځه لاندې ورته ولاړه وه او هڅوله يې چې د ونې په اغزو لرونکو خاښونو کي ښه ښکيل شي. کله چې قدرۍ د ونې اغزيو په جاخه کې ښه ونښته، نو سمدستې د ښځې غږ تت شو، قدرۍ ژر غږ کړ:
‎  څه شوې، مورې ځواب راکړه!
‎خو دغه ښځه ورکه شوه.
‎قدرۍ ولیدل، چې پر ځنګل د ماښام تياره خپريدونکې ده او لاندې پاڼ ته يې وکتل، په دې شيبه کې يې د پلار خبره ورپه ياد شوه، چې ورته ويلې وو، که کله له خطر سره مخ شوې، بيا وارخطا نه شي او له زغم نه کار واخلې.
‎دا خال وهونکی ښځه چې کورته راغله، ژرنده ګړی ناست وو او په انديښنې سره يې ترینه وپوښتل:
‎لور قدرۍ مې څه شوه؟
‎ښځې کړه:
‎د هغې پته نه شته دی، سهار چې ته له کوره تللي، قدرۍ هم له کوره ووتله، تر اوسه مې ورپسې ټولې لارې کوڅې ولټولې، څو تنو راته وويل، چې هغه ځوان ښکاري، هغه چې کله به ستاسې د کلي خوا په ځنګل کې ښکار کوو، له هغه سره روانه وه.
‎ژرنده ګړي وویل:
‎هغه خو ډير نيک انسان دی او کله هم زما له اجازې پرته قدرۍ کومې خوا نه شی بيولې.ځکه ماته له قدرۍ سره د واده کولو وړانديز کړی او ما هم منلی دی، لور مې هم پرې خوشاله ده، بيا ځنګل ته د قدرۍ د وړلو څه اړتيا ده. خال وهونکي ژرنده ګړی په دې پلمه چې خپله غلا وکړي، دا سړی يې د کلي په ملک پسې ولیږه، چې د لور په ميندلو کې ورسره مرسته وکړي.
‎ هلته د ځنګل منځ کې، چې د ماښام تياره خپره وه، قدرۍ په کرار کرار له ونې راښکته شوه، ټولې جامې يې په اغزيو کې نښتې وې او ځان يې ترينه نه شو خلاصولې. په پاې کې، تر څو چې له ونې ښکته شوه، ځنګل داسې تياره شوی و، چې هيڅ لورې یې نه پيژانده او نه پوهيده، چې په کوم خوا لاړه شی.
‎قدرۍ د ناهيلي په حالت کې يوه شيبه پر زمکه کرار کښيناسته او بيا يې د ځناورو ويرونکو غږونو ته غوږ کيښود، داسې ورته ښکاره شوه، چې اوس به يې کوم وحشی ځناور وخوري او دا يې د ژوند وروستۍ شيبې دي.
‎پر ټول بند يې لړزه راغله او هر څومره کوښښ چې يې کوو، ځانته يې د تللو لار نه شوه ميندلې. په همدې حالت کې د خپلو پيشیانو ميو میو واوریده، چې په ټپه تیاره کې څلور زلیدونکې سترګې راښکاره شوې.
‎دلته قدرۍ نوي ساه واخيسته او خپلو پيشیانو ته يې غږ کړ.
‎برګۍ او توراڼکې! څه شوئ، راوړاندې شئ! دلته   دواړه  پيشیانې ترینه تاوې شوې او د قدرۍ لمن یې پر خپلو پنجو کې ونيوله، د ځنګل څخه د وتلو لار ته يې روانه کړه.
‎قدرۍ لږه مخکې لاړه او د خپلو پيشیانو په لار ښوونه، چې ترینه مخکې روانې وې، د دې لمن يې راښکله، نو يې سمدستې خپلو پښو ته زور ورکړ او په چټکو قدمونو د کور پر لور روانه شوه.
‎شپه له نيمايې تيره وه، چې قدرۍ د کور دروازې ته ورسيده.
‎په کور کې پلار له ټولو ګاونډيو سره وارخطا ناست وو، چې قدرۍ راغله او وې لیدل چې نه څرخه شته او نه هم هغه ښځه.
‎خوار ژرنده ګړي نارې کړې:
‎ای خلکو زه خو لاړم غرک و ترک شوم، اوس به څه کوم، زما د نيکونو ټوله شتمنی چې راپآتې وه هغه همدا يو څرخه وه او ډير برکت په کې پروت و، که هغه ورکه شي، زه هم ورسره ورکیږم.
‎د کلي مشر ملک ټول  کليوال راوبلل چې له ژرنده ګړی سره د هغه ښځې او څرخې په ميندلو کې مرسته وکړی.داسې يې ورته وويل:
‎اي د کلي خلکو! تاسې باید ټول يو بل ته لاسونه سر ورکړئ، چې غلا شوي څرخه پيدا کړئ او هغه ښځې ته هم بايد سزا ورکړل شي، دا به ضرور په ښار کې محکمې ته سپارو.
‎سمدستې ټول ګاونډيان چې خپل ژرنده ګړی پرې ډير ګران و، د هغه ښځې په لټه کې له کورونو د شونټيو او پيلوزو رڼا ګانو په لاس کې راووتل، ټوله شپه يې د هغې ښځې په لټون کې تیره کړه، سهار چې رڼا خپريده، هماغه ښکاري ځوان دغه ښځه لاس نيولې راوستله.
‎او ډير ژر د قدرۍ او ښکاري ځوان واده د ټولو کلیوالو په ګډون تر سره شو.
‎پاي

د مور بيزو ازار (د ماشومانو کیسه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.