کمان

عبدالوکیل متین

179

که راویښ نه شو په چېغو مې آسمان خپل

ډوبوم به رود د اوښکو کې ګرېوان خپل

په هر جام چې ماتوم توبې د عمر

نن یې باسم په ټوټو باندې آرمان خپل

ډار مې نه شي د کږو بڼو له غشو

مه راکاږه د کږو وریځو کمان خپل

ما غریب باندې ثواب له هر چا ډیر شي

که خیرات راکړې د خدای په نوم لبان خپل

زړه مې تنګ دی د سپوږمۍ رڼا ده کمه

لږ خو واړوه له سپین مخه زلفان خپل

که مې ګل د بوسې کیږدي په کفن کې

زه متین به په مرګ هیر نه کړم جانان خپل

نومبر ۲/ ۲۰۰۶

کلیفورنیا

نصيبه څه دې وکړه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.