لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۱۱مه برخه

آصف بهاند

159

 

پر زړه به غټه تیږه کېـږدم

یا به ټق‌وچوي، یا به صبر شي میٔنه

 

زموږه خوب نه‌پوره کېـږي

نو ارمانونه به مو څنگه پوره شینه

 

ملا تاویز دې کار ونه‌که

په تاویزونو غاړه ډکه گرځوومه

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې دي:

زما تر غرونو پناه یاره

لمر چې له تورو غرو پناه شي، وژاړمه

 

چې چېرته یې احوالی دې راکړه

بې‌غوره یاره اندېښنو لیونی کړمه

 

مسافري ته خفه نه‌یم

په دروازه کې ستا سلگۍ رایادې شینه

 

پر زړه به غټه تیږه کېـږدم

یا به ټق‌وچوي، یا به صبر شي میٔنه

 

عالمه راشئ ما ترې خلاص کړئ

د جانان مینه لیونۍ شوه اوس مې خورینه

 

په خوله به وایم چې مې هېر یې

که په ریښتیا دې هېروم، ورکه دې شمه

 

خبرې گډې‌وډې اورم

زما شیطانه یاره څه دې کړي‌دینه

 

له الزامونو ډکه یاره

تا پسې بدې گونگوسې دي، غلې یمه

 

مورې مرگ حق دی خفه نه‌شې

تر بېگاه دې خوا مې سا لنډه ـ لنډه شینه

 

د ونې ډډ کې خولگۍ راکه

خلک به وايي سېرلکی دی پاڼې خورینه

 

زموږه خوب نه‌پوره کېـږي

نو ارمانونه به مو څنگه پوره شینه

 

د کلي بل پلو ته راشه

بیا یې وهلې‌یم، گیلې درته کومه

 

خدای دې په داسې ځای کې زما که

چې نه پښتو وي، نه د خلکو پېغورونه

 

نور خو يې هيڅ ویلي نه دي

دا ستا پیغور یې راکاوه، په ژړا شومه

 

اول دې و، اخر دې نۀ ؤ

پۀ نیمه خوا یارۍ دې زۀ پښېمانه یمه

 

پر ما دې مرګ پور دی، که څنگه

سترگې دې واړوه، ستي ـ ستي دې کړمه

 

کوڅه کې تېر شوې، بيا راتېر شوې

نصيب دې نۀ و، زۀ پر بام ولاړه ومه

 

ما د بېلتون کوڅې ته بوځئ

چې د بې ننگه يار لا سترگې و نه وينمه

 

په زړه کم‌زورو خلکو واورئ

مینه ونکړئ زنده‌گي تباه کوینه

 

ملا تاویز دې کار ونه‌که

په تاویزونو غاړه ډکه گرځوومه

خلاصون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.