ښـځـــه!
تـه د بــشـر د خـلقـت کـور یی تـه د آدم د نـسـل مـور یی
تــه هـم لـوریی ، ته هم خور یی تـه د هـرچــا د ستـرګـو تور یی
سـتــــر مــقـام او مـنـزلــت دی مـبـارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
سـتـا غــیږه زانـګو د رسـولانو د انــبــیـاو ، صـــالــحــانــو
د بـیـبـیـانـو او شـــاهـــانــو د پــوهــانــو ، عــالـمـانــو
ســـزاوار د احــتــرام یی، حــیثیت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
تـا ګالـلی ډیر ربړونـه،زحمتونه بـیـخوبی ، نارامی او شوګیرونه
لـوږه تنده ، کــړاوونه ، تکلیفونه د ټـولنی نـاخـوالی او ظـلمونه
اجــرونـه د زیــار او مـشـقـت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
نه کورنه هـم ټولـنه بی له تا به وی آباده نه ښوونه ،نه روزنه بی تا به وی تل ښاده
سـتا زحـمت او غـیرت به وی تل یاده سـتا په آرامی کی هـوسـایی د ټول هـیـواده
ددنـیا چـی پـرښـته یی، عظـمـت دی مـبارک
هره ورځ او ددی ورځی عــزت دی مبارک
ســتا هـمـت او مـیړانه جهان خوځوی سـتا چـیغـه د مـیړانی ځمکه او آسمان خوځوی
د حـق غـوښـتنی آواز او شـهامت دی مبارک
هره ورځ او ددی ورځی درعــزت دی مبارک
سـتا حـقونه هـم په دیـن اوهم په آیین کی ګورو پـه سیـاست، تجارت ، ټول قوانین کی ګورو
که څوک غواړی که نه غواړی، په یقین کی ګورو که تـعبـیر یی شی خلافه خو په رښـتین کی ګورو
جــهـد د آزادی او خــدمــت دی مـبـارک
هره ورځ او ددی ورځی درعــزت دی مبارک
قاضی زاده پشیوال
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.