روم، FT – د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني وړاندیز کړی چې د NATO د ۵مې مادې دفاعي اصول باید پر اوکراین هم عملي شي، حتی که اوکراین د دې نظامي اتحاد غړی نه وي.
د ۵مې مادې له مخې، که پر یوه NATO غړي هېواد برید وشي، نو دا د ټول اتحاد پر ضد برید ګڼل کېږي، او غړي هېوادونه باید یو ځای دفاعي اقدام وکړي. خو د میلوني نوې طرحه وړاندیز کوي چې اوکراین ته هم د دې اصل محافظتي چتر ورکړل شي، که څه هم د NATO رسمي غړی نه دی.
د ایټالیا دا وړاندیز د لوېدیځو متحدینو ترمنځ د بحث نوې موضوع ګرځېدلې ده. ځینې شنونکي باور لري چې دا د اوکراین د امنیت د لا قوي کولو لپاره مهم ګام دی، خو ځینې نور بیا اندېښنه لري چې دا کار به NATO د روسیې سره مستقیمې تقابل ته نږدې کړي
که څه هم اوکراین د NATO رسمي غړی نه دی، خو د دې اتحاد له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی. ۵۰٪ د اوکراین د هوايي دفاع (PPO) سیسټمونه د امریکا له خوا چمتو شوي، ۲۵-۳۰٪ د اروپا لخوا، او پاتې ۲۰-۲۵٪ لا هم پخواني شوروي سیسټمونه دي.
د NATO ۵ مه ماده تر اوسه یوازې یو ځل فعاله شوې ده، هغه هم د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱ ترهګریزو بریدونو وروسته چې د امریکا ملاتړ لپاره وکارول شوه.
کچېرې د ایټالیا وړاندیز نړیوال ملاتړ ومومي، دا به اوکراین ته د امنیت نوي ضمانتونه ورکړي،خو دا به هم معلومه شي چې NATO متحدین په ځانګړي ډول امریکا دې وړاندیز ته څه ډول غبرګون ښيي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.