د فقهې د اصولو پلي کول

ليکوال: ډاکټر محمد اکرم ندوي

263

مفتي نور الرحمن عثماني،

د افغانستان د خوست ولايت، د دارالعلوم د پوهنې او روزنې سنبالچاری (ناظم).

ښاغلی دکتور (شيخ) محمد اکرم ندوي السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،

پوښتنه:

د فقهې د اصولو د عملي کولو او د قرآن کريم په متونو کې د دې علم (پوهې) د پلي کولو لپاره بايد له کومو کتابونو څخه کار واخېستل شي؟ مهرباني وکړئ په دې اړه مشوره راکړئ.

ځواب:

د لوراند او بښاند څښتن په نامه

د فقهې په اصولو کې، په عمومي ډول څلور شيان څېړل (بحث) کيږي:

 ۱- احکام، يا بلکې سم (درست) تفسير چې د احکامو لومړيتوبونه دي، لکه فرض، واجب، مباح، مکروه (ناخوښ) ، حرام (منع) او داسې نور؛

 ۲- د احکامو سرچينې، يعنې د دې احکامو سرچينې کومې دي؟ د بېلګې (مثال) په توګه، قرآن، سنت، اجماع، قياس او داسې نور.

۳- د احکامو د استنباط لپاره قواعد، يعنې له دې سرچينو څخه بايد احکام څنګه راويستل (استنباط) شي؟

 ۴- د احکامو موخې او ګټې، يعنې د دې احکامو له پلي کېدو يعنې نافذېدو سره کومې موخې (اهداف) او ګټې لاسته راځي يا ترسره کيږي؟

له دې څلورو موضوعاتو څخه، درېمه کتيګوري، يعنې د استنباط احکام، چې هغه ستاسې له پوښتنې سره سيده تړاو لري او دا د دې موضوعاتوزړه (نچوړ) دی، مګر په هغو کتابونو کې چې وروستيو [متأخرينو] پوهانو (عالمانو) د فقهې پر اصولو ليکلي دي، په دې کتيګوري باندې زياتی شوی دی چې ځنډول شوې ده. له ډېر وخت راهيسې، په نړۍ کې هېڅ داسې مفتي يا فقيه د فقهې د اصولو په رڼا کې فتوا ورکړې نه ده ، او نه هم کومه فقهي څېړنه ورباندې شوې ده. په ټوله کې يا په عمومي توګه، د فقهې او فتوا عالمان له قياس څخه کار اخلي. يعنې کله چې کومه مساله راپورته شي، نو دوی بيا پخپلو پخوانيو کتابونو کې قياس لټوي او د قياس له مخې فتوا ورکوي. قياس پر قياس پخپله يوه ناسمه يا نادرسته (غلطه) څېړنه ده. هغه څه چې ډېر خواشينوونکي دي هغه دا دي چې دوی د قياس کمزورې بڼه کاروي، يعنې د قياس قياس.

معتزله وو د فقهې د اصولو په ځنډولو (معلق) کولو کې بنسټيز رول ولوباوه. دوی په عمومي توګه د فقهې په اصولو کې او په ځانګړي ډول په درېمه کتيګورۍ کې هغه بحثونه شامل کړل چې له فلسفې او وينا سره تړاو لري. يعنې دوی د فقهې په اصولو کې هغه اصول شامل کړل چې بېلګه يي (مثالي) دي او د دوی له عقلي اصولو سره سمون لري. په دې توګه، دوی د فقهې اصول د قرآن او سنت له جزئياتو څخه پرې کړل او دا يې ځانته يو جلا/بيل علم [تجريدي ساينس] جوړ کړ.

اشعريانو د معتزله وو اصول واخېستل او په هغو کې يې ځينې بدلونونه راوستل، مګر دوی خپل بېلګه يي [مثالي] او تجريدي ساينس (علم) وساته. د شافعي، مالکي او حنبلي فقهې اصول د فقهې الهي اصول دي. د فقهې حنفي اصول يو څه ارزښتناک دي، مګر له بده مرغه چې حنفي مفتيانو هم په عملي توګه د فقهې اصول لغوه کړل.

د فقهې د اصولو په اړه د څېړنو (بحثونو) درېمه کتيګوري، “د استنباط قواعد“، د ژبې سره تړاو لري، دا ده چې د قرآن او سنت د متونو د پوهېدو څرنګوالی. لومړنيو پوهانو (عالمانو) [متقدمينو] د دې حقيقت روښانه پوهه (پوهاوی) ترلاسه کړه/کړ او د ژبې د پوهېدو عمومي اصول يې په قرآن او سنتو پلي کړل. د دې بېلګې (مثالونه) د امام مالک په موطا، د امام محمد بن حسن شيباني په عمومي کتابونو او صحيح البخاري کې موندل کېدی شي. د فقهې د دې عملي اصل په اړه تر ټولو ګټور او هېښوونکی (حيرانوونکی) کتاب د امام شافعي (الرسالة) دی، مګر له بده مرغه، پخپله د امام شافعي له خوا دا کتاب يو بې ارزښته (بې معنی) کتاب پاتې شوی دی.

که تاسې غواړئ چې د فقهې اصول په عمل کې راوړئ او د هغې څېړنې (بحثونه) د قرآن او سنت په متونو کې پلي کړئ، نو د امام شافعي رحمه الله کتاب (الرسالة) کرښه په کرښه ولولئ، او همدارنګه د موطا، کتاب ظاهر الرواية، او صحيح البخاري استنباطات او استخراجات په پام کې ونيسئ.

د وروستيو علماوو په مينځ کې، امام ابن تيميه رحمه الله د دې رښتينې اصول فقهې [اصول الفقه] سمه پوهه ترلاسه کړه. د هغه کتابونه (د تفسير د اصولو سريزه)، (الردّ علی المنطقيين) منطقينو ته ځواب او د فقهې او اصول الفقه په اړه د هغه د فتواوو کتابونه ارزښتناکه څېړنې لري چې له هغې څخه د پوهاوي د متونو جوهر راڅرګنديږي.

په اوسني دور (عصر) کې، مولانا حميدالدين فراهي پوه شو چې د فقهې اصول د انحراف (بدلون) ښکار شوي دي. هغه اراده درلوده چې په دې موضوع باندې يو معياري او هر اړخيز [جامع] کتاب وليکي، مګر د هغه ژوند دا کار پوره نه کړ. په هره توګه د هغه کتابونه (الراء فی اصول الشريعة)، (اصالب القرآن) او (حکمت القرآن) او نور ډېر ګټور شيان لري. هغه مطالعه کړئ. بلکې د مولانا فراهي ټول کتابونه په غور سره (دقت) سره ولولئ. دوی به درته د پوهې او پېژندګلوۍ (معرفت) دروازې پرانيزي.

په درنښت

سيد هاشمي

د ندوي له تېلېګرام څخه

زده کړه د هر انسان يو مشروع حق دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.