د ناویدود جامې

احسان الله ارینزی

114
سبا د مارچ اتمه د ښځو د نړیوال پیوستون تاریخي ورځ ده. زه په داسې حال کې چې د افغانستان شریف ټولو درنو مېرمنو او نجونو ته د دې ورځې مبارکي وایم او د سخت ژوندانه په هره برخه کې بریاوې ورته غواړم، دوی ته خپله یوه نوی لنډه کیسه ( د ناویدود جامې) د( برګ سبز تحفه درویش) په نامه ډالئ کوم.

د ناویدود جامې

ورځ سړه وه او د کلي ډېر خلک کورونو کې ایسار وو. لمرپریواته مهال د اسمان لمنې سرې شوې او یوې زورورې سیلئ، د کلي ټوله فضا په پاڼو او دوړو ډکه کړه.
ملالۍ خپلې دواړه کوڅې مخې ته واړولې او هېندارې ته مخامخ ودرېده. د خپل کیڼ سره غومبوري تورخال ورته ښایسته ښکاره شو. د دې شا ته هغه بکس ایښي و چې د دې د ناویدود جامې پکې وې. ملالۍ ډېر وخت هېندارۍ ته ودرېده، یو خوا بل خوا وخوځېده، په سرو شونډو یې یوه خوندوره موسکا وغوړېده او فکر یې وکړ چې ژر به دا کور پرېږدي او د کلي ها بل لوري ته به ځي، د لونګ دوی کمکی کلا ته!
دا وخت له بلې خونې څخه د پلار غږ راغی، چې د ماښام لمانځه د پاره جومات ته روان و. ملالۍ هم له هېندارې څخه جلا شوه او خونې ته يې مخه کړه.
د ماښامنئ له خوړو وروسته ملالۍ خپلې خونې ته لاړه. دا په دې وروستیو ورځو کې، په خپله خونه کې د هېندارې او د واده د جامو د بکس تر مینځ لالهانده وه. کله به چې مور او پلار ویده شول، دې به د ډېوې په تته رڼا کې، د واده د جامو بکس پرانست او تر نیمې شپې پورې به یې یوه جوړه اغوسته او بله ایسته. هېنداره د دې د لاسه ستړې وه او ځان به داسې ورته ښکارېده لکه په یو سپین آس چې ناسته او ورو – ورو د کلي ها بل لوري ته روانه وي!
ملالۍ یې دوه کاله مخکې لونګ ته ورکړې وه؛ خو د ناویدود کارونه ځکه ځنډیدلې و، چې لونګ به کله په کور و او کله به له خپلو ملګرو سره هغه جګړې ته روان و، چې د دوی له عمرونو ډېره اوږده وه او د دې کلي د ډېرو ځوانانو سرونه خوړلي وو!
تېر ماخستن و چې مور د لور کوټې ته ورغله:
– ملالۍ بچئ ته نه یې ویده شوې؟
– ملالۍ ځواب ورکړ:
– اوس ویده کېږم مورې.
مور ځواب ورکړ:
– ویده شه لورې. پلار دې وایي چې بل سبا د احمد دوی له کوره څو کسان راځي، چې د ناویدود په هکله خبرې وکړي.
ملالۍ سره شوه، سترګې یې په تته رڼا کې زمکې ته ونیوې او غلې ودرېده.
مور وویل:
– نور کارونه به خدای سم کړي؛ خو لونګ نشته. هغه لکه چې بیا جګړې ته تللی دی.
ملالۍ خپلې لاندې شونډه په غاښ ونیوه او مخ یې بلې خوا ته واړاوه.
مور بیا وویل:
– الله یې دې په خیر راولي چې د واده کارونه وشي او ته ژر د خیره خپل کورګي ته لاړه شئ.
کله چې مور لاړه، ملالۍ بیا د جامو بکس پرانست، چې بیا نوې جامې واغوندي، په هېنداره کې ځان ته وګوري او بیا د هوسونو او ارمانونو په ټالونو وزانګي!
لږ ځنډ وروسته ملالۍ په داسې حال کې چې هېندارې ته ځیر وه، د خپل کمیس لمن ټوله کړه، لکه د شنه اسمان یوه څنډه چې په کمکیو ستورو ښکلې ښکاري. کمیس یې خوښ شو، مخ او څټ واوښته او د خپل ځان په لیدو خوشاله شوه.
ملالۍ څلور کاله مخکې هم همداسې ښایسته شېبې درلودې. هغه وخت هم جرګه راغله، پلار ( هوکې) ورکړه او دا د یوه ځوان په نامه شوه، خلکو پوښ راووړ؛ خو هغه ځوان د تربرو له خوا ووژل شو او …..
ملالۍ دا وخت د خپلې مور خبرو ته ځیر شوه:
– او سړیه ما تا ته څو ځلې ویلي چې یو ځل د پاس کلي ملا ته ورشه او دې جلی ته تعویذونه راوړه چې په خیر واده شي!
د پلار غږ هم اوریدل کېده:
– زه یو ځلې په پټه ورغلی وم. ملا برګ پسه، تور چرګ او سپینې جامې غوښت، او وایي چې د واده د تعویذ لیکل دروند کار دی. د زعفرانو په اوبو او د تورچرګ په وینه، د سپوږمۍ رڼا ته د پیریانو په مخکې لیکل کېږي!
ښځې خپل مېړه ته په زاریو وویل:
– هغه پاس پټی یو کال ګرو کړه. کله دې چې د لور د ولور پاته پیسې واخستې، کال ته يې په څښتن وسپاره.
پلار وویل:
– سمه ده. سبا به پټ ورشم. ما له دوه دریو کسانو پور وغوښت؛ خو څوک چې مرسته ښه بولي، پیسې نه لري او څوک چې پیسې لري، زړه نه لري!
ښځې ورو وژړل:
– دا جلۍ یو ځلې په پېغلتوب کې کونډه شوه، که خدای مه کړه، اووه غرونه تر منځ، لونګ هم ووژل شي، ټپي شي یا ونیول شي، ما او تا به نه یو؛ خو دا جلۍ به یکی یوازې ټول ژوند غمجن او بدمرغه تېر کړي.
پلار وویل:
– سبا ته ورځم د خیره؛ خو زوم خېل به د ولور او واده پېسې له کومه کړي؟
ښځې شااوخوا وکتل او ورو یې وویل:
— لونګ یوه ورځ ما ته وویل چې تر اوسه یې څلور اولجه کړي ټوپک چېرته پټ ښخ کړي او چې څنګه دوه نور ومومي، ټول خرڅوی او پیسې به لاس ته ورشي!
======
سبا چې پلار کور نه و او مور په سبو پسې پټو ته تللې وه، ملالۍ بیا د جامو په ننداره او اغوستو بوخته شوه. د شلم ځل د پاره يې د ناویدود جامې واغوستې او بیا بیا هندارې ته ودرېده. ځان ښایسته ورته ښکاره شوه. سپین مخ، تورې غټې سترګې، سره باړخوګان، نرئ شونډې او تر ملا پورې اوږده وېښتان!
هېنداره یې پرېښوده، په دوه دری ځله تاوېدو کړکئ ته ورغله او د کلې هابل پلو ته ځير شوه. هغه مخامخ د غونډې څنګ ته کمکئ کلا ښایسته ورته ښکاره شوه. هغه تور لوګی ته يې هم په مینه وکتل، چې له کلا څخه پورته کېده.
له ملالۍ ډېر څه هېر شول. مور او پلار لکه هډو چې نه وی، کړکئ یې پرانسته او لاندې یې په ځيره وکتل. انګړ په نارینه وو او ښځو ډک و. ماشومانو لور په لور ځغستل او شور یې جوړ کړی و، څو هلکانو او جينکو اټن کاوه، یو سپین اس چمتو ولاړ و، لونګ په دې توره لونکئ کې ډېر ګلالی ښکارېده، یو داسې وخت راغی چې ملالۍ وزرې وکړې، له کړکۍ څخه په داسې حال کې والوته، چې سپينې جامې یې باد وهلی او د کمیسه د ګونګروګانو شور د ډمانو له ډول سره انګازې کولې. سپین اس ورو – ورو له انګړ څخه ووت او د کلي ها بل پلو ته روان شو. ملالۍ وکتل چې دوه دریو ژڼیو خپل ټوپک پورته ونیول او په لسګونو ګولئ یې پاس وشړلې!
— سغ… سغ… ټق… ټق…شرنګ! دوه درې ګولئ د ملالۍ څنګ ته تېرې شوې، یوې ګولئ په کوټه کې هغه هېنداره ټوټې ټوټې کړه، چې دا به د ورځې لس ځلې ورته درېده. ملالۍ له کړکۍ څخه په شا شوه، د ناویدود له ځوړنده جامو څخه هم لوګی پورته کېدل !
بهر د درنو ډزو غږونه او د خلکو چغې سره ګډې وډې شوې. ملالۍ بهر ته وکتل. خلکو لالهانده منډې وهلې، په هغه لاره چې مخکې سپين اس روان و، دوه دری ځایه اورونه بل و او کلی په تورو لوګیو کې ډوب ښکارېده. د ماشومانو، ښځو او نارینه وو کریږو، د جګړه مارو چغو او د ګولیو غږونو غوږونه کڼول. لکه چې سپین اس هم لکېدلې و.
ملالۍ فکر وکاوه چې دا اورونه یوازې د دې د پاره بل شوی، ژړا ورغله، شا ته د دې د ناویدید له کمیس څخه لا هم لوګي پورته کېدل. ملالۍ د هر راز خوځېدو وس د لاسه ورکړی و. له ټوپک او لونګ څخه یې کرکه وشوه. له کړکئ څخه څنډې ته شوه، په خپل ځای ننووته او بړستن یې ورباندې کش کړه.
بیا لیکنه 2 اګست 2024
دوبی – استانبول الوتنه/ ترکش ایرلاین
https://dawatmedia24.com/?p=170417#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.