زموږ په ټولنه کې له یوې خوا په دودیز ډول د نارینهواکۍ په دایره کې داسې ذهنیت حاکم و/ دی چې په کلونو کلونو او لا د پېـړیو په اوږدو کې ډېره سلنه حاکم قوانین د ښځو پرضد و/ دي. د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په پایله کې یو بل شعار (ښځه یا په کور، یا په گور) هم اختراع شوی او د ډېری خلکو له خوا همدا اوس هم تطبیقېـږي چې د ښځو ټول حقونه د همدغه شعار په سیوري کې ترپښو لاندې شوي او تر پښو لاندې کېـږي.
زموږ په ټولنه او فرهنگ کې د ښځو او نجونو د درناوي لهپاره ډېر مثبت څه هم شته، خو له بده مرغه چې هغه نهیوازې نه تطبیقوي، لا یادوي یې هم نه. ډېری نارینهگان ځانونه سپین بازان گڼي او ښځې ته تل د گناه د سرچینې په سترگه گوري او هرڅه د منفي غیرت په تار باندې تړي. د غیرت یو تعریف داسې دی چې: غیرت د احساساتو هغه ټولگه ده چې یوڅوک یې له ځان، کورنۍ، کلي، ښار، وطن، وطنوالو او… نه د دفاع په وخت کې ښیي؛ خو په اوسنۍ زمانه کې د ځینو خلکو غیرت په دې کې راخلاصه کېـږي چې د خپل کاله نجلۍ او ښځه د کور بندیوانه کړي، له ښوونځي او زدکړو یې راستنه کړي او د هغې په هرډول کړووړو او ازادۍ باندې بندیز ولگوي.
د «ښځه یا په کور، یا په گور» شعار په تورهتاریکه کې، ښځه د شرم هغه ټوټه ده، چې د دې شعار لارویان د هغې هرڅه حرام گڼي، ښځه د سر له وېښتانو، بیا د پښې تر نوکانو پورې حرامه گڼل کېـږي او باید تل په یوې بل چا راوړې پرده یعنې چادري یا روان زندان کې پټه وي.
هغه شمېرخلک چې د ښځو او نجونو په باب همداسې فکرونه لري، بهتره نه ده چې ووایي: «ښځه مساوي«حرام؟»؛ خو د همدې خلکو دې ته پام نه دی چې د ښځو او نجونو پر هرڅه باندې د بندیزونو لگونکو او د هغوی هرڅه ته د «حرام» په سترگه کتونکو د ژوند په هره برخه کې ډېره سلنه بار همدا ښځې او نجونې پرخپلو اوږو چلوي.
د ښځو پرضد د تاوتریخوالي لړلۍ تر دې اندازې پیاوړې شوې ده چې زموږ په ټولنه کې هر څه ورنه اخیستل شوي دي، حتی د غږ ایستلو حق هم ورنه اخیستل شوی دی. د ښځو او نجونو پرضد د تاوتریخوالي هغه بېلگې چې همدا اوس زموږ په هېواد کې د تطبیق په حال کې دي، د نړۍ په هېڅ ځای کې به یې بېلگې نه وي لیدل شوې. زموږ په ټولنه کې له ښځو نه قلم واخیستل شو، بېل، کولنگ او جارو په لاس کې ورکړل شوي او د ښاروالۍ د یو عادي جاروکش دندې وروسپارل شوې. په لاندې عکس کې یې یوه ښه بېلگه خوندي شوې ده:
وگورئ! د ښځې په حق کې څه منفي عملونه نه و چې موږ ونهکړل:
ــ ښځې او نجونې مو ووهلې،
ــ د ښځو او نجونو پربدنونو مو تیزاب وروشیندل،
ــ ښځې او نجونې مو پرته د هغوی له خوښې، نالیدلو ناپېژاندو کسانو ته د واده په نامه پهلاس ورکړې،
ــ ښځې او نجونې مو په بدو کې ورکړې،
ــ ښځې ته مو اور بل کړ، دا دونیاو مو ورته دوزخ کړه او ومووسوځوله،
ــ ښځې او نجونې مو له هرډول خدای ورکړي حق نه محرومې کړې،
ــ ښځې او نجونې مو له څارویو سره بدلې کړې،
ــ ښځې او نجونې مو لکه وزې، میـږي او نورو څارویو غوندې خرڅې کړې،
ــ او په پای کې مو د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو او ښوونځيو دروازې وروتړلې.
نو په دغسې حالاتو کې څنگه او په کومه خوله او کومه ژبه سړی ووايي چې:
گرانې افغان مېرمنې د مارچ اتمه دې بختوره او مبارک وي!
له بده مرغه زموږ هرڅه په افراط کې دي، موږ د ښځو پرضد د تاوتریخوالي په برخه کې د نړۍ قهرمانان یو او له خپلو گلپاڼو ښځو او گلپاڼو نجونو سره مو داسې تاوتریخوالی کړی دی او کوو یې، چې په نړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
موږ افغانان باید دا ومنو چې د خپلې ټولنې اکثریت (ښځې او نجونې) ته موږ له هره اړخه ملامت او مسؤل یو، حق نهلرو چې د کومې ورځې مبارکي ورکړو. دا حالت باید بدل کړای شي، موږ باید د خپلې ټولنې پر ښځو او نجونو باندې د روان تاوتریخولي د سمدستي درولو او له منځه وړلو له پاره هراړخیزه مبارزه وکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.