سپينه رڼا به شم

هاجره حرکت

157
څه توره شپه ده چې پر موږ را خوره شوې ده نن
ســپيــنه رڼــا بـه شــم سبــا ستــرګــه بــه وزلـــوم
مـا مـې د ژوند په کرونـده کې سـر ګلان کرلـي
لـوګــرو ډلــه بـه  تــر درمـنـد پـورې ورســـوم
د وطن پيغلې مې سالو خـپل پـر پامـير خوروي
د غرونـو لوړې تـاتـرې بــه پـه غـږ ولــړزوم
د ټيک زلا خو مې تر اووم اسمانه پورته رسي
عطرین لـونګو کې بـه ټـول چـاپيريال ولـمبــوم
لا د ويـده ذهـن مـالک بـه پـه تـيـارو کې اوسـي
زه به مې لوړ خيال د نړۍ هر ګوټ ته وزغلوم
چې مې دا سر خپل کعبې ته په سجده کې کـيـږدم
مظلومو پيغلو لوي ارمان بـه رب(ج) ته ورســوم
تا پـيـلامه د خـپـل کلام چې پـه لوسـتـلو وکــړه
پر مـوږ د جـبـر د نـادودو حــال بـه ونــولـــوم
https://dawatmedia24.com/?p=173606

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.