یونلیکونه

لیکنه: همایون بابر 

119

په پښتو ادب کې یونلیکونه، چې د سفرنامو یو ځانګړی ډول دی، ورو ورو له منځه ځي. دا هغه هنر دی چې زموږ خلکو او اسلافو د خپلو سفرونو، تجربو او مشاهداتو له لارې د تاریخ او ادب یوې مهمې برخې ته وده ورکړی. یونلیکونه یوازې د یوې لارې بیان نه دی، بلکې د انساني احساساتو، کلتوري تفاوتونو او تاریخي واقعیتونو ژور انعکاس دی.

که د نړۍ نورو ادبیاتو ته وګورو، لکه د انګریزانو او داسې نورو نو یونلیکونه لا هم خپل ارزښت لري. خلک د خپلو سفرونو کیسې لیکي، خپل تجربې له نورو سره شریکوي او راتلونکو نسلونو ته د الهام سرچینې جوړوي. مګر زموږ په پښتو ادب کې دا هنر ورو ورو مړاوې کېږي. د دې ستر لاملونه یوخوا لیکوالۍ ته کم پام دی او بلخوا د ټولنیزو رسنیو چټک پرمختګ، چې خلک یې لنډو پیغامونو ته اړ کړي، تر څو ژورې تجربې، احساسات او فکرونه نه بیانوي.

یونلیکونه یوازې د سفرونو تاریخ نه دی، بلکې د انسان د فکر، احساس او تجربو یوه خزانه ده. د پښتو ادب وتلي لیکوالان لکه غبار، الفت، او نورو هم په خپلو یونلیکونو کې د ژوند داسې اړخونه انځور کړي چې د وخت له تېرېدو سره یې ارزښت نور هم زیات شوی دی.

په ننني عصر کې، که څه هم ډیجیټلي نړۍ د لیکوالۍ بڼه بدله کړې، خو لا هم یونلیکونه خپل ارزښت لري. خلک لا هم کتابونه لولي، د سفرونو کیسې اوري، او غواړي د نورو خلکو له تجربو زده کړه وکړي. د دې لپاره، هر هغه څوک چې یوه ځانګړې کیسه لري، باید دا پرې نه ږدي. که یو څوک سفر کوي، یا له یوې سختې تجربې تېرېږي، باید دا ولیکي، ځکه چې دا به یوازې د دوی کیسه نه وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره به یو الهام وي.

پښتانه باید د یونلیکونو دود بېرته راژوندی کړي. که موږ غواړو خپل ادب ژوندی وساتو، نو باید د خپلو تجربو کیسې ولیکو. ځکه که نن ونه لیکو، سبا به مو څوک داستان نه لري.

یو شمېر افغان  خبریالان، له ګڼو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.