د کونړ اوسېدونکي وايي، د جګړو په تېرو کلونو، په ځانګړي ډول د نړیوالو ځواکونو د شتون پر مهال، پاکستان د القاعده او نورو وسلهوالو ډلو پر ضد د عملیاتو په پلمه لسګونه کیلومتره وړاندې تللی او حاکمې نقطې یې نیولې دي.
“پاکستان زموږ د کوټې سر ته را رسېدلی”
د خاص کونړ ولسوالۍ یو اوسېدونکی، بهرام خان، ادعا کوي چې پاکستان څو کیلومتره د ډیورنډ کرښې دې غاړې تاسیسات جوړ کړي :
“د جهاد پر مهال، د خاپښ نه اخوا توره تېږه وه، هلته زموږ غونډونه و، خو پاکستان ویل چې دا ځای پرېږدئ او په خپله خاوره کې مرکزونه جوړ کړئ. اوس یې هغه ټول ځایونه نیولي او زموږ د کوټې سر ته را رسېدلی دی. پاکستان پنځه پنځوس کیلومتره د کونړ خاورې ته راننوتی دی.”
بهرام خان زیاتوي چې د کرښې بلې غاړې ته یې کلي، ځمکې او خپلوان پاتې دي، خو د اغزن سیم غځولو او د پاکستان لهخوا د تګ راتګ د بندیزونو له امله، له خپلو عزیزانو او پلرني ټاټوبي نه محروم شوی دی.
“موږ د کونړ او ننګرهار مځمکې له لاسه ورکړې”
دی وايي:
“موږ دره له لاسه ورکړه، ریتاړه، د اوغز دره، تور خیل، شن دره، غیر ډنډ، او انارګی مو له لاسه ورکړل، چې دا د کونړ او ننګرهار سیمې وې. همدا راز مو سپېنه خوا او سپینکی تنګی له لاسه ورکړ. موږ پکې خپلوان او عزیزان لرو، یو قام یو، یوه غوښه او یو هډوکی خلک یو.”
افغان حکومت او نړیوال ځواکونه ولې غلي پاتې شول؟
دی ادعا کوي چې د پاکستان لهخوا د سرحدي تجاوز په اړه یې پخوانی حکومت هم خبر کړی و، خو نه افغان چارواکو اقدام وکړ، نه نړیوالو ځواکونو.
“نه نړیوالو ځواکونو د دې مخنیوی وکړ او نه افغان حکومت اقدام وکړ. قومونو هڅه وکړه چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې مقاومت وکړي، خو د ملاتړ د نشتوالي له امله ناکام شول.”
هغه د مومندو قومونو د مقاومت یادونه کوي:
“د مومندو قومونو شالۍ، ولي، مایا، د سرکنډ او خوګاخیلو ټول سره ملګري شول، خو جګړه سخته شوه، موږ شا ته شو. په دې جګړه کې درې کسان شهیدان او اووه تنه ټپیان شول.”
“پاکستان د جګړې له اوږدېدو ګټه واخیسته”
د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر، چې د ظاهر شاه او سردار محمد داوود خان د حکومتونو پر مهال یې د قبایلو چارو اداره کې کار کړی، وايي چې د جګړو تر پیل مخکې، د باجوړ په ښار کې د افغانستان د قبایلو دفتر او په یکه غونډ کې ښوونځی موجود و، چې ښوونکو ته یې د افغان حکومت لهخوا معاشونه ورکول کېدل.
دی ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان د اوږدې جګړې څخه ګټه واخیسته، د ډیورنډ کرښې نښې یې ورانې کړې او د کونړ خاوره کې وړاندې راغی.
طالب چارواکي: پاکستان له پخوانۍ کرښې ډېر وړاندې راغلی
په کونړ کې د طالبانو یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې پاکستان د پخوانۍ کرښې څخه ډېر وړاندې راغلی، خو دوی یې اوس مخه نیولې ده.
دی وايي:
“موږ د پاکستان لهخوا د غزول شوي اغزن سیم سره پوستې جوړې کړې دي او د سرک جوړولو چارې روانې دي، چې کله ناکله د پاکستاني ملیشو سره نښتې هم رامنځته کېږي.”
پاکستاني چارواکي بیا تل دا تورونه چې ګوندې د ډیورند کرښې اخوا دې یې تاسیسات جوړ کړي وي ، برخلاف یې په وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې په تورخم کې یې د ډیورنډ کرښې د پاکستان لورې ته تاسیسات جوړول چې د تورخم د لارې د بندیدو او دغلته د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو سبب شول. خو په تورخم کې د طالبانو چارواکي وايي چې دوی د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړوي او د ډیورند له کرښې د تیریدو هڅه نه ده کړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.