زه وږی یم خواړه راکړه

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار ژباړن: شرر ساپی

113

په السنح کې د کور دروازه خلاصه شوه، اته پنځوس کلن سپين ږیری ترې راووت، نرۍ ونه يې لرله، په ملا لږ کړوپ شوی و، د روغ زړه او ضمیر څښتن و، نرم مزاجه او خاکساره و، خلکو ورسره مینه کوله، د خلاص ذهن څښتن و، له حماست نه ډک و، په کې يې اصلاح او ښېګڼه لیدله، په شنه سهار يې پراخه ګامونه اخیستل چې خپل هغه ملګري پسې لمونځ وکړي، له کوم څخه چې له ماشومتوبه نه دی بېل شوی. په ټولو غزاګانو او پيښو کې ورسره و، دا ابوبکر صدیق دی.
له ماشومتوبه له خپل ملګري څخه اغیزمن و، له هغه نه يې مخکې له دې چې پېغمبر شي زده کړي و چې بتان تشې ډبرې دي او قومیان يې د ډبرو عبادت کوي، کله چې زلمی شو، ابوقحافه له لاسه ونیوه، د بتانو ځای ته يې وروست، ويې ویل:
– دا ستا لوړ خدایان دي.
دی یې پرېښود او هغه ترې لاړ، ابوبکربت ته ورنیږدي شو، ورته يې وویل:
– زه وږی یم خواړه راکړه.
هغه ځواب ورنه کړ، بیا يې وویل:
– زه لغړ یم، ما پټ کړه.
بیا یې ځواب ورنه کړ، په یوه ډبره يې وویشت او پړمخې راوغورځېده، په همدې شیبه کې يې د زړه او ذهن کړکۍ د نوي دین د رڼا په لور خلاصې شوې، عقل يې مني او زړه یې د پلار او نیکونو د هغه دین له تعصب څخه پاک شو چې هغوی يې عبادت کاوه.
الله تعالی محمد صلی الله_ﷺ_د پيغمبر په صفت. زیری ورکونکی او تبلیغ رسونکی راولیږه، نو د خپل ماشومتوب ملګری یې اسلام ته راوبله، ابوبکر مسلمان شو، پوه شو چې رسول الله_ﷺ_کوم دین ده ته وړاندې کړی دی، د سالم فطرت سره برابر دی، د وجود له منطق سره سم دی، دا چې زړور و، حق يې په جهر وایه نو خپل اسلام يې اعلان کړ، خلک یې الله او د هغه رسول ته راوبلل؛ د هغه په دعوت عثمان بن عفان، زبیر بن العوام، عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابي وقاص، طلحه بن عبیدالله، ابوعبیده بن الجراح، ابوسلمه المخزومي، ارقم بن ابي الارقم. عثمان بن مظعون او ورور یې مسلمان شول.
عثمان بن مظعون یو له هغو کسانو څخه و چې په جاهلیت کې یې شراب څښل حرام کړي و، ويې ویل:
– زه هغه څښاک نه څښم چې زما عقل یوسي او هغه څوک راباندې وخاندې چې له ما يې سویه ټيټه وي.
کله چې شراب حرام شول، ورته وویل شول:
– شراب حرام شول.
– هلاک دې شي، زما نظر يې په اړه سم و
ابوبکر په ټول وجود او زړه اسلام ومانه، د هغه له مسلمانېدو وروسته ډېر خلک مسلمانان شول، خو د ابوبکر اسلام یو ځانګړی شی و، د رسول الله_ﷺ_په وجدان کې یې ژور اغېز پرېښود، تر دې چې ویل به يې:
– ما چې څوک هم د اسلام دین ته دعوت کړی دی، یو ډول لټي يې کړې او زړه نازړه شوی دی، خو ابوبکر هيڅ ډول سستي ونه کړه او نه يې هم په دې اړه کوم بې زړه توب وکړ.
له لومړۍ ورځې نه چې ابوبکر د اسلام دین منلی دی، نو د اسلام او د اسلام د نبي ښه مرستندویه پاتې شوی دی، رسول الله_ﷺ_له کعبې نه طواف کاوه چې د قریشو مشرانو پرې ورودنګل، ترې چاپېره شول، یو سړي يې څادر ونیوه او زور يې ورکړ، ابوبکر په ژړا ورته وايي:
– تاسې هغه څوک وژنئ چې هغه وايي، زما پالونکی الله دی؟
ابوبکر د اسلام په روح باندې ژور پوهه شو، اسلام د دې لپاره راغلی چې روحونه ازاد کړي او مریان خلاص کي، که به د کوم مريې د ازادولو چانس په لاس ورغی، صرفه به يې پرې نه کوله، خپل غلام عامر بن فهیر، ام عبیس او زنيره یې ازاد کړل، کله چې یې دوی ازاد کړل، نو د سترګو نظر يې کمزوری شو، قریشو وویل:
– نظر يې یوازې او یوازې لات او عزا له منځه یوړه.
ویې ویل:
– په بیت الله سوګند دروغ يې وویل، لات او عزا نه ګټه رسولی شي او نه هم کوم تاوان اړولی شي.
نهدیه او د هغې لور يې ازاد کړل، دا د بني عبدالدار د یوې مېرمنې وینځې وې، ابوبکر پرې تېر شو، بادارې یې وړه ورکړي و او ورته وایي:
– په خدای که مو ازادې کړم.
– ای د فلانې مورې له خپل سوګند نه تېره شه.
– ایله یې کړه، دا خو تا راباندې خرابې کړي دي، اوس يې نو ازادې کړه.
– په څو دي؟
– په دومره او دومره.
– ما واخیستې او دوی ازادې شوې، وړه يې ورکړئ.
دواړو په داسې حال کې وویل چې اسلام يې د مسئولیت احساس غښتلی کړی و:
– دا وړه به ورته خلاص کړو. بیا به يې ورکړو؟
– دا ستاسې خوښه.
د بني مومل په وینځه تېر شو، بني مومل د بني عدی بن کعب یو کندی(خېل) و، دا وینځه مسلمانه شوې وه، عمربن الخطاب به شکنجه کوله چې دین پرېږدي، هغه وخت عمر مشرک و، په وهلو به يې چې ستړی شو، بیا به يې وویل:
– بخښنه غواړم؛ ستړی شوم ځکه مې پرېښودې.
– الله پاک دې په تا همداسې وکړي.
ابوبکر ترې واخیسته او ازاده يې کړه.
ابوبکر په بلال بن رباح تېر شو، هغه شکنجه کېدو، د ابوبکر کور په بني جمح کې و، نو امیه بن خلف ته يې وویل:
– د دې بېوزله په حق کې له خدایه نه ویریږي؟ تر څو؟
– دا خو تا راباندې خراب کړی دی، اوس يې نو ازاد کړه.
– دا کار به وکړم، زه یو تور پوسته مریه لرم، تر دې غښتلی دی، ستا په دین دی، په هغې یې راکړه.
– قبوله مې ده.
– در مې کړ.
ابوبکر خپل غلام ورکړ او بلال يې ترې واخیست او ازاد يې کړ.
ابوقحافه د خپل زوی دا کارونه لیدل، نو هغه به حیرانېده، ابوقحافه د خپلو نیکونو په دین و، تر اوسه لا مسلمان شوی نه و، د اسلام روح يې لا تراوسه نه و حس کړی. دا ورته سخته وه چې د خپل زوی په دې کارونو یې سر خلاص شي، هغه د خپل زوی کارونه په مادي مقیاس اندازه کول.
ابوقحافه ابوبکر ته وویل:
– زویه زه دې ګورم چې کمزوري خلک ازادوي، که دا کار کوې نو غښتلي خلک ازاد کړه چې سبا خو به دې ملاتړ وکړي.
– ای پلاره زه دا کار یوازې د الله تعالی د رضا لپاره کوم.
نو الله تعالی يې په اړه ایاتونه نازل کړل:
ﱡﭐ فَأَمَّا مَنْ أَعْطَى وَاتَّقَى (5) وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَى (6) فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَى (7) وَأَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنَى (8) وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَى (9) فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَى (10) وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى (11) إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى (12) ﱠ ( ).«او هر چې هغه څوک دي چې ورکړه کوي او وېريږي، د ډېرې ښکلې کلمې تصدیق کوي، نو موږ به ضرورده ته د اسانې لارې اسانتیا ورکړو او هر چې هغه څوک دي چې بخیلي کوي و بې پروايي کوي او د ډېرې ښکلې کلمې تکذیب کوي، نو موږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا ورکړو او کله چې دی په کنده کې غورځيږي، د ده مال به د ده هيڅ په کار رانشې، بېشکه خاص زموږ لپاره د دنیا او اخرت ده. ( د دواړو اختیار دی)».

د قریشو کافرانو په مسلمانانو باندې فشارونه زیات کړل، په ابوبکر باندې مکه تنګه شوه، له رسول الله_ﷺ_نه يې د هجرت اجازه وغوښته، اجازه ورکړل شوه، ابوبکر د مکې څخه د یوې او یا دوه ورځو په فاصله لرې لاړ چې د احابیشو له مشر ابن الدغنه سره مخ شو، هغه ورته وویل:
– ابوبکره چېرته؟
– قومیانو مې راوشړلم، ويې زورولم او زمکه يې راباندې تنګه کړه.
– نو ولې؟ په خدای چې ته خو له خلکو سره لاس اړوي. نیکي کوې، بېرته وګرځه، تاته زه پناه درکوم.
ورسره راستون شو، کله چې مکې ته ننوت، ابن الدغنه راپورته شو او ویې ویل:
– ای قریشو ما د ابو قحافه زوی ته پناه ورکړې ده، هېڅوک ورته په کږه ونه ګوري؟
نو قریشو له دې وروسته له ابوبکر څخه لاس ونیو. ابوبکر په بني جمح کې د خپل کور د دروازې مخ ته مسجد درلود، په هغې کې به يې لمونځ کاوه، زړه سوانده و، کله چې به یې قران لوست، ژړل به يې، نو ښځې، ماشومان، مریان به يې نندارې ته ودرېدل، په ډېره حیرانتیا به يې ورکتل، د قریشو ځيني خلک ابن الدغنه پسې ورغلل ورته يې وویل:
– ابن الدغنه تا دې سړي ته د دې لپاره پناه نه ده ورکړې چې موږ وزروي، دا خو داسې یو سړی دی چې کله هم لمونځ کوي او د محمد خبرې وايي، نو ژاړي، موږ په خپلو ماشومانو، ښځو او مریانو باندې ویریږو چې په دې فتنه کې يې وانه اچوي، ورشه ورته ووایه خپل کور کې دې هر څه کوي، خو له کوره د باندې يې ورسره نه منو.
ابن الدغنه په ابوبکر پسې ورغی، ورته يې وویل:
– ابوبکره ما د دې لپاره پناه نه ده درکړې چې ته دې خپل قوم وزوروې، هغوی دا نه خوښوي چې ته دې په مسجد کې ولاړ يې او دوی له تانه وزورویږي، کور ته دې ننوځه، هلته چې دې څه خوښه ويې کړه.
– په تا به دې خپله پناه بېرته دروسپارم او زه به د رب په پناه خوښ شم؟
– بېرته يې راکړه؟
– در مې کړه.
ابن الدغنه راپورته شو، ويې ویل:
– ای قریشو، د ابوقحافه زوی ماته بېرته خپله پناه راوسپارله، تاسې پوهه شه او هغه.
د قریشو یو کمعقل ورسره مخ شو، ابوبکر کعبې ته روان و، په سر یې خاورې وروباد کړې، ابوبکر په الولید بن المغیره باندې تېر شو، هغه ته يې وویل:
– دا بېعقله نه ګورې چې څه کوي؟
– تا نو دا په خپله په ځان کړي دي.
ابوبکر اسمان ته سترګې پورته کړې او ويې ویل:
– ای ربه ته څومره زغمناک یې، ای ربه ته څومره زغمناک یې، ای ربه ته څومره زغمناک یې.
رسول الله_ﷺ_اسراء ته ولاړ، په سبا يې قریش له خپل سفر نه خبر کړل، ډېرو يې وویل:
– په خدای چې دا د حیرانتیا ډکه خبره ده، په خدای چې قافله په یوه میاشت کې له مکې نه شام ته او په یوه میاشت کې له شام نه مکې ته رارسیږي، ایا محمد په یوه میاشت کې ولاړ او بیا بېرته مکې ته راستون هم شو.
نو ډېر خلک مرتد شول، خلک په ابوبکر پسې ورغلل، ورته يې وویل:
– ابوبکره له ملګري نه دې خبر یې؟ دعوه لري چې د شپې بیت المقدس ته تللی، لمونځ يې هم په کې کړی دی او بېرته مکې ته راستون شوی دی.
– تاسې پرې دروغ تپئ.
– نه، موږ چې څه وویل، همداسې ده، په مسجد کې دی، خلکو ته یې کیسې کوي.
ابوبکر په پوره باور وویل:
– په خدای که هغه ویلي وي، بیا يې رښتیا ویلي دي، تاسې ولې حیران یاست؟ په خدای هغه موږ ته وايي چې خبرونه ورته د الله له لورې له اسمانه زمکې ته د ورځې او یا شپې په يو ساعت کې رارسیږي او موږ پرې باور کوو، دا خو له دې څخه ډېره حیرانونکې ده.

هغه خو د محمد صلی الله_ﷺ_په رسالت باور لري او ټول هغه څه يې ريښتوني کړي چې په محمد_ﷺ_نازل شوي دي، هغه صدیق دی، که د ټول امت ایمان د ابوبکر له ایمان سره وتلل شي، نو د ابوبکر تله به پرې درنه شي.
مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړ، رسول الله_ﷺ_په مکې کې ځينې کسان له هجرته پاتې کړل. په مکه کې یو تن مهاجر هم پاتې نه شو، پرته له هغوی چې یا زندانیان وو، یا بېرته له دینه اوښتي وو، خو علي بن ابي طالب او ابوبکر یواځيني صحابه وو چې د رسول الله_ﷺ_په امر پاتې وو.
ابوبکر به ډېر ځل له رسول الله_ﷺ_نه د هجرت اجازه وغوښته، خو رسول الله_ﷺ_به ورته وویل:
– بېړه مه کوه، کیدای شي الله تعالی درباندې سهار کړي.
د ابوبکر تمه پیدا شوه چې رسول الله_ﷺ_د ځان لپاره پاتې کړی دی، کله چې الله تعالی خپل نبي ته د هجرت امر وکړ، نو د ابوبکر کور ته ورغی، ویې ویل:
– الله تعالی ماته د هجرت او له مکې نه د وتلو اجازه وکړه.
– ای د الله رسوله. له تاسې سره ملګرتیا ده.
– هو .
ابوبکر له ډېرې خوشالۍ نه وژړل، بیا يې وویل:
– ای د الله نبي، دا دوه سپرلۍ مې همدې ورځې ته چمتو کړې وې.
د ابوبکر د کور د شاه له کړکۍ ووتل. بیا نېغ د ثور غار ته ولاړل، د شپې ورننوتل. ابوبکر له رسول الله_ﷺ_نه مخکې ورننوت، په سمڅه کې وګرځېده، هسې نه چې کوم زهرجن خزنده په کې نه وي.

درې شپې ووتلې، خلک ترې یو څه ارام شول، اوښان يې راوستل، کله چې يې ابوبکر رسول الله_ﷺ_ته اوښان ورنیږدې کړل، نو ښه اوښ يې رسول الله_ﷺ_ته ورکړ، ورته يې وویل:
– مور او پلار مې درنه ځار شه، ورخيژه.
– زه په هغه اوښ نه سپریږم چې زما نه وي.
– ای د الله رسوله، هغه ستا دی، مور او پلار مې درنه ځار شه.
– نه، قیمت یې راته ووایه.
– په دومره او دومره مې اخیستی دی.
– ما هم درنه په همدې واخیست.
– ای د الله رسوله، هغه ستا شو.
دواړه سپرلیو ته وختل او روان شول؛ رسول الله_ﷺ_ډاډه زړه روان دی، حقیقتونه ورته برسیرن کیږي، په زړه کې یې رڼاګانې اړول کیږي او د خپل بصیرت په سترګو باندې د ملکوتي عالم ویني، له حواسو شاته شیان ګوري، ريښتونی شعور احساسوي، بې له شکه چې هغه له الله سره دی او الله تعالی له هغه سره دی، ابوبکر په الله تعالی خوشاله دی، په ټول وجود په تلپاتې شېبه کې ژوند کوي. هغه په خپله لار غوره کړې ده. په خپله خوښه او رضا يې، له ملګرو څخه جلا والی، جلا وطني او دردونه غوره کي دي، ازادې ارادې يې په سرکشه سعادت کې ډوب کړی دی، نو پر وړاندې يې هره سختي اسانیږي، له دنیا سره يې ټولې اړیکې شلولې دي، الله تعالی ته يې مخ کړی دی، نو ذات يې په داسې انوارو وځلیده چې په نفس کې یې ټولې بېځایه هیلې او تمې ویلي کړې. هغه د ایمان خواږه څکلي دي، د الله نعمتونو ته يې تلوسه زیاته شوې ده.
وړه قافله د الله تعالی په پراخه معبد کې روانه ده؛ د رسول الله_ﷺ_ژبه د الله په ذکر لمده ده، ابوبکر د الله تعالی په جلال، عظمت او د زمکې او اسمانونو په ملکوت کې له ځانه ورک دی، نو د لارې خطر او ګواښ يې بیخي له یادو ویستلی دی، په ژور ایمان يې انګیرله چې الله تعالی به خپل رسول او مبلغ سره مرسته کوي، هم هغه سپيڅلي تعالی خپل بنده ته د هجرت امر وکړ، نو هیڅکله به يې ضایع نه کړي، په لاره يې د ابوبکر غلام عبدالله بن فهیره خدمت کاوه او لارښود په داسې لارو روان کړل چې د خلکو له سترګو نه لرې وي.

کاروان وړوکی و، خو پېښه د بشریت په تاریخ کې تر ټولو لویه وه، د فساد وېنې د تمدن د ونې په ډډ اخته وې، خلکو یو بل په خدای ولی نیولي و، ملت به د خپل پاچا عبادت کاوه، زورواکو به کمزوري، مریانول، شتمنو به په ځمکه کې په خپلو شتمنیو فساد کاوه، په ټول وجود باندې تیاري ګونډې خښې کړې وې، بې هیلې ژوند و او بې پايانه ضیاع وه. روماني دولت د شرابو او حسي خوندونو په نشه کې ډوب و، د ولس په زبیرګیو يې غوږونه کاڼه کړي و، د ظلم او ظالمانه ټکسونو په ژرنده دلۍ کېدل، قیصر خدای ګرځېدلی و، کلیسا له اسمانه مخ اړولی و، امپراتوري ماڼۍ د وحې مصدر او د برکتونو منبع وه، شتمنو به د نجونو په ځای له هلکانو سره خپله جنسي غریزه سړوله، ایراني دولت اورتونونو ته په سجده پروت و، په ډډ کې یې فساد ننوتلی و، جګړو هم ډېر ځپلی و، خزانې تشې شوې وې، زورور لګیا دي د کمزورو حقونه هضموي، ژوند بې هدفه روان و، ګوندې د نړۍ پيدايښت يې بېځایه او باطل کار دی، په همدې وخت کې بد بوی د بشریت زړه ته رسیدلی و، نو په همدې شیبه کې هغه وړوکی کاروان چې له مکې نه وتلی مدینې ته روان دی، کاروان نه دی یوه ځلېدونکې رڼا ده، هیله او د انسانیت د هرې ناروغۍ لپاره درمل دی.
دا یو اعلان دی چې له نن وروسته به یوازې د یو الله عبادت کیږي، هیڅ کس به پر بل فضیلت نه لرې، د فضیلت معیار به یوازې او یوازې تقوا وي. انسان په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه دی، ازاد دی، غاړه يې خلاصه ده، اراده يې ازاده ده، کومه عقیده چې غواړې او څنګه فکر چې غواړي ازاد دی، خو د خپلې ازادۍ مسئولیت به په خپله اخلي، د خپل کار او تفکیر مسئولیت به په خپله اخلي، ژوند عبث نه دی، بلکې د یو بل تلپاتې ژوند لپاره پيلامه ده.
کار عبادت وګرځېده، د علم حاصولول عبادت شو، د نفس او بدن پاکوالی عبادت شو، د الله د امر سره سم د شتمنیو لګولو عبادت شول، په کار او وینا کې ريښتونولي عبادت شوه، له مورو او پلار سره نیکي عبادت شوه، د ظلم پر وړاندې درېدل عبادت شول، د خلکو له ازاره لاس نیول عبادت شول، له وړ او ناوړو سره نیکي کول عبادت شول، د ټول بشریت لپاره د ښيګڼې غوښتل عبادت شول، په ناخوښو شیانو باندې صبر عبادت شو، له لارې نه د یو ناوړه شي لرې کول صدقه شوه، د ورور په مخ دې موسکا هم صدقه شوه.
محمد رسول الله او ملګري يې
۱۹ ټوک حجه الوداع

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.