مډرنه غلامي تر دودیزې غلامۍ لا خطرناکه ده. که څه هم د لوېدیځو هېوادونو کارکوونکي خپل ټولنیز رسنیز حسابونه لري، خو هغوی نشي کولای خپل ازاد نظرونه شریک کړي. هر پوسټ، هر نظر، حتا یوه تبصره هم نشي کولاي ځکه د هغوی دنده له خطر سره مخ کیږي. شرکتونه د خپلو کارکوونکو مجازي ژوند څاري، او که د چا فکرونه د شرکت له پالیسۍ سره برابر نه وي یا لږ ذره انتقادي وی، نو سمدلاسه له کاره شړل کېږي.
څو موده وړاندې یو ملګري نقل کاوه: (ما د یوه مسلکي روزونکي سره د سی وی د لیکلو آنلاین غونډه درلوده. د خبرو پر مهال یې یو ډېر مهم ټکي ته اشاره وکړه: “په ټولنیزو رسنیو هېڅ شی مه خپروه! د ګمارنې شرکتونه دا هر څه څاري. که هغوی ستا نظریات خوښ نه کړي، هېڅکله به دې کار ته و نه نیسي.” دا خبره زما لپاره حیرانوونکې وه، ځکه چې زموږ تصور دا و چې لوېدیځ د بیان ازادۍ لپاره پیژندل کېږي، خو حقیقت بل څه و.
موږ فکر کوو چې غلامي پای ته رسېدلې، خو یوازې یې بڼه بدله شوې. پخوا به انسانان په زنځیرونو تړل کېدل، خو اوس د وېرې، بېوسۍ، او د ژوند اړتیو دا بندیزونه لا سخت کړي دي. یو کارکوونکی کولای شي یو ښه معاش ولري، ښه جامې واغوندي، حتا په یوه پرمختللي ښار کې ژوند وکړي، خو که د خپل نظر د څرګندولو جرئت ونه لري، نو ایا دا رښتینې ازادي ده؟
مډرنه غلامي همداسې روانه ده، یوازې توپیر دا دی چې اوس خلک په خپله دا بندیزونه مني، د خپل ذهن، ژبې، او فکر زنځیرونه په خپلو لاسونو تړي، ځکه چې سیسټم هغوی ته دا ښوولې چې ازادي باید “چوپتیا” وي اوبس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.