د انسانیت او بیدارۍ درس  

سید عبید الله نادر

72

عزیز نسین د ترکیی مشهور لیکوال او طنز لیکونکی په خپل یاداشتونو کې داسي لیکي:

د یو خبر نګار په توګه می هندوستان ته سفر درلود ،په ریل ګاړي کې سپور وم،چې یوځل ریل ګاړی په ډیره بیړه ودرید، او ټول وبیریدل زه چې په مخکي قطارونو کې وم ، راکوز شوم.

چې ووینم چې څه خبره ده .چې  ومه  لیدل چې یوه چاغه غوا د ریل په پټلې ناسته ده .او د ریل د ګاړي مانع ګرځیدلي.

 نو ما خپل هندی لارښود ته وویل:چې ولی خلک دا غوا نه لیري کوي. او د ریل پټلي آخوا یې نه بیايي تر څو لاره خلاصه شي ؟

هغه وویل: غوا مقدسه ده او دهغی هیڅ څوک مزاهم کیدای نشي .نو ما وویل : چې چاره څه ده ؟ هغه وویل:باید تر هغي اندازې صبر وکړو،تر څو غوا په خپله د ریل پټلي پریږدي او لاړه شي                                                    ما وویل : یعنی یوه غوا د ریل د ګادي مخه تر هر وخت چې زړه یې وغواړي نیسي؟او څوک يې مانع کیږي نه ؟بیا یې وویل: هو غوا مقدسه ده .نو زه همدلته په دي پوه شوم .چې وروسته پاتي ټولنو کې او نورو ټولنو کې ډیر غړي او خلک چې په ظاهر مقدس دي نو هغوي د ریل پټلي مخی ته یا د هغو ټولنو د ترقی مخی ته ناست دي او هیڅ څوک جرأت نه کوي چې هغوي د ریل د پټلي څخه بهر کړي

××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××

ژباړن: سید عبید الله نادر

انسانیت د یو تر بله سره

د افریقا په غربی سیمو کې ،کله چې یو څوک یو ناوړه عمل تر سره کوی .هغه کس خلک اخلي او د کلي مرکز ته یې وړي . او خلک یې تر شا او خوا راتاویږي ،او دی په مینځ کې وي ،نو د کلي خلک ټول د ده مثبت کارونو په هکله او نیکو کارونو په هکله خبری کوي او یادونه یې کوي ،دوی معتقد دي چې هر وګړی ذاټأ ښه وي ،خو ځیني وخت یوه سهوه یا خطا ځیني وشي ،د قام ټول افراد او غړي د یو بل تر څنګه جمع کیږي،تر څو کس ته د ده د ذاتي خوبائیو یادښت وکړي .د دوی بشپړه عقیده پر دي ده چې دغه رقم حمایت کول د یوه فزیکي سزا یا تنبه څخه ښه وي ،تر دي چې کس سړی خجالته کړي او دی و شرموي . او هغوي دي حرکت ته (ابونتو وایي)چې معنی یې انسانیت د یو تر بله سره او ټولو موجوداتو سره معنی ورکوي

کارل ګوستاد یونګ

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

مطلب د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو ژباړه

ژباړن: سید عبید الله نادر

د نزاکت پوهیدنې د تعلیم او بیدارۍ له پاره ډیر یو عظیم درس په دي علمی مطلب کې پروت دی ، که څوک يې د زړه په غوږونو واوري ، کوم پیغام چې په دي ،دوه  لنډو مطالبو   کې دی یانی هغه د زړه په غوږونو واورې ، او په ژور سوچ سره پری فکر وکړي، زمونږ  اکثریت خلک د داسی موضوعاتو نه تیریږي ، او سر پرې نه خوږوي ، خو زه فکر کوم چې په دي مختصر کښي هغه درس پروت دی ، چې په مدرسو پوهنتونو، او مکتبو کې یې نشئ تر لاسه کولای ، د دي مطلب رسول هم ټولو ته د علم او فن د دنیا له پاره یو لوی خدمت دی .دا هغه درس دی چې په کتابونو او نسخو کې یې نشئ میندلای.خو په دي مطلب پوهیدل یو ژور نظر غواړي ،او د ذوق خاوندان ،او د فارسی په اصطلاح صاحبدلان پری رسی ،

تبصره: سید عبیدالله نادر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.