پر مسکو د بې پيلوټه الوتکو پراخ بریدونه شوي دي

65

مسکو، ۱۱ مارچ – د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې تېره شپه د مسکو او شاوخوا سیمو پر فضا پراخ برید شوی، چې پکې ۳۳۷ بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

برید د سهار په ۴ بجو پیل شو او د لینینسکي او دومودیدوو سیمو ته یې زیان اړولی. د رسمي راپورونو له مخې یو کس وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.

په دومودیدوو ښار کې د “میراټورګ” پارکینګ اور اخیستی، د اورګاډي تګ راتګ لنډمهاله بند شوی و، خو بېرته فعال شوی دی.

د روسي چارواکو په وینا، یوازې د مسکو پر سیمه ۹۱ ډرونونه ویشتل شوي دي. د امنیتي تدابیرو له امله، شرمېتیوو، دومودیدوو، ژوکوسکي، او ونوکوو هوایي ډګرونه هم تړل شوي دي.

برید لا هم دوام لري، او د روسیې دفاعي سیستمونه د ډرونونو پر ضد فعالیت کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.