د لنډیو اصلي منابع خلک دي- ۷مه برخه

آصف بهاند

125

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

اوومه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۱۲مه برخه

عالمه بل دستور مې ولید

اوله ښځې تښتېدې، اوس یې مېـړونه

 

لور یې چینه، مور یې ډنډوکی

له چینې تېر شوم په ډنډوکي واوښتمه

 

زما جانان گل د زنبق دی

زما سبق دی، هر ساعت یې یادومه

څه موده پخوا مې د «د لنډیو اصلي منابع خلک دي» د بحث په پیل (د لنډیو اصلي منابع خلک دي، لومړۍ برخه) برخه کې د ژورنالست شاعر او کیسه‌لیکوال گران عزیز نایٔبي پرهغو لنډیو باندې لنډې‌خبرې کړې وې چې ده د لنډیو د خوندي کولو له لړۍ سره د مرستې په لړ کې ما ته رالېـږلې وې.

دا دی ښاغلي عبدالعزیز نایبي د خپلو دایمي همکاریو په لړ کې د یولنډلیک په ملتیا سره، څو لنډۍ هم رالېـږلې دي. د ښاغلي نایٔبي د لیک دا کرښې د ځانگړې پاملرنې وړ دي:

«څه موده وړاندې مې یوه وړه کتابچه‌گۍ لاس ته راغله، په غالب گمان د ۲۰۰۰م کال شاوخوا وختونو کې ځینې یاداشتونه، دري رُباعیانې او پښتو لنډۍ پکې لیکل شوي دي. کله مې چې د کتابچې لوستل پېل کړل، نو سمدلاسه مې استاد آصف بهاند سترگو ته ودرید، د لنډیو لویه برخه ما ته نوې ښکاره شوه او تر استاد مې بل غوره ادرس و نه موند چې د خوندي کېدو له‌پاره یې وروسپارم؛ استاد د لنډیو ثبتولو او څېـړلو په برخه کې پوخ او اکادمیک کار کوي، د پښتو فلکلور په دغه صنف کې د هغه کار او هلې ځلې واقعاً د احساس وړ دي، زما یې ذوق او د کار مېتود خوښیـږي.»

له ښاغلي نایٔبي نه په مننې سره به یې د رالېـږلو لنډیو یوه بله برخه هم له تاسو درنو لوستونکو سره شریکه کړم:

کابل ته مه وایه چې وران شې

په سرچوک کې بنگړیوالې ناستې دینه

 

اسمانه کړنگ وهه رالوېـږه

چې ډلې، ډلې دوسان درلاندې شینه

 

په کټ کې دوه لونگۍ پرتې دي

یو مې د ورور ده، بل خیالي اوښی لرمه

 

شُکر چې وروڼه مې جوړه دي

جوړه، جوړه کور ته راځي دښمن یې مرینه

 

په تور کمیس مې سور گل سپور دی

واک مې د ورور دی چې ما چا ته ورکوینه

 

عالمه بل دستور مې ولید

اوله ښځې تښتېدې، اوس یې مېـړونه

 

ما د سړک د غاړې گل کړې

چې مال مې نه خوري، هلکان مې بویوینه

 

دا گلالی له موره یو دی

مور یې تېر کړي د ناکسو منتونه

 

زما جانان گل د زنبق دی

زما سبق دی، هر ساعت یې یادومه

 

زما جانان گل د غاټول دی

زړه مې پې ټول دی، د چا څه پروا لرمه

 

نن مې همزولې مېلمنې دي

شولې خیشتې دي، چرگ نیوی نه راکوینه

 

سر لاندې غټه تېـږه کېـږده

پردی وطن دی پکې نه شته بالښتونه

 

هلکه باغ کې خُرما غواړې

په سترگو ړوند شې، خُرما زه ولاړه یمه

 

ارمان، ارمان ده چې زړه شوم

لکه د توتو پاڼې خوشې باد مې وړینه

 

اس دې د توت لاندې قیضه که

که مې د بدو زور لرې، درسره ځمه

 

سپینې سپوږمۍ کې خولگۍ راکه

په تروږمۍ کې دې پېزوان خولې ته راځینه

 

د شونډو جنگ راسره وکه

د سترگو جنگ درنه گټم، سپین سترگې یمه

 

په کړ او پـړ دې نه پوهېـږم

سمه پښتو وایه چې ودې پېژنمه

 

سترگې په چل غړوه یاره

دُنیا هوښیاره ده رسوا نه شو مئینه

 

راکړی گل دې بېرته واخله

زه د هجران په سفر ځم، مړاوی به شینه

 

مسافر مه وژنې خاونده

په ځنکدن کې به وطن، وطن لرینه

 

مورې سپین ږیري ته دې ورکړم

تمامه شپه یې په نصوارو رنگه یمه

 

په سر دې سل گزه پټکی و

زه دې له پکه سره څه خبره ومه

 

په اخرت کې درز او دروز شو

دا دو زنه یې لکه خر وډباونه

 

د نیمې شپې راتگ دې ورک شه

تا له چپلکې سره غول راوړي دینه

 

د ټیکۍ وار درباندې راغی

شفتل‌خورکې رنگ دې زیـړ وتښتیدنه

 

د ټیکۍ وار راباندې راغی

له ما چارپیرو خویندو ټک وهئ لاسونه

 

د یوسپـږن کره مې شپه وه

سپـږو چیچلم، ریچو ډول راته واهنه

 

د یوه‌خوار کره مې شپه وه

اوړه یې نه وو، رپېده یې ډبوله

 

چارگل په جگه پزه خوند کا

په پیته پزه د چارگل خندا راځینه

 

زما جانان گل د شړشم دی

په خېټه شلم دی، څوارلس نیمې ډوډۍ خورینه

 

دغه مې خوشې مسخرې دي

کږه‌وږه به د جانان مخې ته ځمه

 

کمیس مې تې په ځای سوری دی

ستن به ور نه وړم، هلکان پې ځورومه

 

لور یې چینه، مور یې ډنډوکی

له چینې تېر شوم په ډنډوکي واوښتمه

 

مور یې شیدې، لور یې پېروی

پېروی خورم د شیدو غوړپ ورپسې کړمه

 

رب دې زموږ د کور تنور که

چې هر سهار دې په مورۍ وهم لاسونه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۱۱مه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.