!روژه د عبادتونو او له بېوزلو سره د مرستې کولو میاشت ده

لیکنه: شېرمحمد اميني ستانکزی

101

روژه په اسلام کې له پنځو رکنونو څخه درېیم رکن دی، چې پر ټولو مسلمانانو فرض شوې ده. په دې مبارکه میاشت کې روژتیان د پېشلمې له پای څخه تر ماښام پورې له خوړلو، څښلو او نورو جسماني غوښتنو څخه ځان ساتي. په دې میاشت کې روژتیان ځانګړي عبادتونه، اذکار او نور له ثوابونو ډک افعال ترسره کوي.
د روژې په میاشت کې مسلمانان نه یوازې د خپل نفس پاکوالي ته پام کوي؛ بلکې له بېوزلو او بېوسو خلکو سره د مرستې کولو لپاره هم ځان چمتو ښيي او صدقې او خیراتونه ورکوي، نو په دې مبارکه میاشت کې له بیوزلو سره همدردي او د هغوی لاسنیوی ځانګړي ثوابونه لري.
قرآن کریم هم د روژې په میاشت کې نازل شوی او د دې مبارکې میاشتې ټول فضیلتونه یې بیان کړي دي. دا میاشت د روحانیت او عبادت لپاره یو ښه چانس دی، ځکه مسلمانان په دې مبارکه میاشت کې د الله تعالی له رحمتونو، برکتونو او مغفرتونو څخه ګټه اخلي. هغوی هڅه کوي، چې نیک اعمال ترسره کړي، ګناهونه پریږدي ، پر تېرو ګناهونو باندې پښیماني وښیي او توبې وباسي.
هر مسلمان ته په دې میاشت کې لازمه ده، چې د خپل نفس کنټرول ترلاسه کړي. د منفي خواهشاتو پر وړاندې قوي واوسي او پرې نه ښودل شي، چې نفساني غوښتنې يې پر نفس غلبه وکړي.
راځئ چې د رمضان میاشتې لپاره پوره چمتووالی ونیسو، خپل او ګاونډیان هېر نه کړو، د بیوزلو لاسنیوی وکړو او د آخرت د ورځو لپاره داسې اعمال ترسره کړو چې هغه پر موږ د ښو کړو شاهدي ووايي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.