ډارن غمی

هاجره حرکت

156

يو وه او يو نه وه، په يو ګن ميشته کلي کې، يوه کونډه ښځه له خپل غمي په نوم يوازني زوي سره اوسیدله. کله چې يې مور خپل زوي وزيږاوه، ډير ښکلی و، ځکه يې پلار ورته غمی نوم کيښود. خو ډير ژر يې پلار د خپل هېواد د ازادۍ اخيستلو په جګړه کې شهيد شو او مور يې کونډه شوه.

وختونه تيريدل، پر دې کونډې ښځې خپل يوازنی زوي ډير ګران و، چې لکه د سوري به ورسره مل وه. له وړوکوالي يې ځانته نه پريښود او له هرڅه به يې ويره و، چې ترينه لري نه شي. کرار کرار ترينه ډارن هلک جوړ شو، که څه هم د زلميتوب په لور روان و،خو ډير ډارن پاتې و.

که چا به یې مور ته وويل، ځوان زوي دې ولې هر چيرې درپسې وي، هغې به خوا بده کړه او ډيره به په غصه شوه.

 ان تر دې چې زوي يې اوس نوي ځوان و، خو بيا هم د قضاي حاجت يا بولو له پاره به چې تللو، د مور بدرګې ته به يې اړتيا درلوده او ځانته به ويریدلو.

 د وړوکوالي ويره يې اوس هم درلوده او له همدې کبله به د کلي ځوانانو پرې ملنډې وهلې، ډارن غمی به يې باله او دا خبره کرار، کرار اوس چې ځوان شوی و، د کلي خلکو تر منځ خپره شوې وه.

د غمي همزولي ټول ځوانان وو، زده کړې کولې، ځينو کارونه کول او خپلې پیسې يې ګټلې، خو غمي به د مور لمن کلکه نیولې وه، کله هم ترينه نه جلا کیده.

يو ورځ د غمي له مور سره، څو تنه ګاونډۍ ښځې کښيناستې او د هغوي له منځه يوه تنه چې ځوان بچيان يې درلودل، هغوي ښه کارونه کول، د ډارن غمي حالت په هکله يې  داسې ورته وويل:

وا د غمي مورې! د خپل زوي حالت ته دې ولې پام نه شته دی، دا مهال هغه ځوان دی او اوس هم پرته لتا نه شي کولی، چې يوازې چيرته ولاړ شی.

خو پر مور يې دا خبره ښه ونه لګيده، پرته له زنډه يې ځواب ورکړ:

وا خورې! ستاسې زما له زوی سره څه کار دی، زه پوه شه او خپل زوي مې، چې زه مې پر زوی باندې ګرانه يم او راځنې نه بيلیږي، نو له تاسې چې مو زامن لري دي، اوس مو زما د زوي پسې را اخیستې ده او رخه موکيږی.

څو تنه نورو ميندو هم ورته داسې خبرې وکړې،چې د غمي مور ټولو ته ترخه ځوابونه ورکړل.

په همدې ډول څه موده تیره شوه او اوس د غمي عمر له ۱۶ کلونو اوښته، خو لا ډير د مور پورې ځان نښلولی و او کله به هم یوازې چيرته نه شو تللی. د وخت په تيريدلو سره  د غمي مور ته اوس پته لګيدلې وه، چې دا يې تيروتنه کړي او خپل زوي يې له ځان سره داسې روږدی کړی، چې هډو له دې پرته ژوند نه شي کولی او خپل ضرورت هم نه شي حل کولی.

يوه ورځ سهار وختي چې لا غمی ويده وه، مور يې د خپلې هماغه ګاونډۍ کورته ورغله، چې څو ځوان او کاريګر، هوښيار بچيان يې درلودل.

د دروازې په ټکولو سره يې ورته ور پرانيسته، چې د غمي مور يې ولیدله، نو يې په ورين تندي د هغې هر کلې وکړ.

ژر يې کټ کې پر پروت لمڅي د ناستې له پاره بلنه ورکړه او وروسته د چاي له سکلو یې، د غمي مور ته کتل چې څه ورته وايې. تر څو هغې په ډيرې انديښنې سره وويل:

خورې! په تیرکال کې ستاسې د ټولو خبرې پر خاي وې، وروسته زه ډيره پښيمانه وم او  اوس حيرانه يم، چې څنګه يې درته ووايم، زه مې د زوي داسې ډارن توب په ريښتيا سره انديښمنه کړې يم او لار راځنې ورکه ده، چې څه وکړم؟

ګاونډۍ يې ښه شيبه خبرو ته غوږ شوه او بيا يې کړه:

که هغه مهال دې زموږ نيوکې اوريدلې وایې، نو ستونزه به دې کمه وه، خو سره له دې زه درته يوه لار ښايم، که زړه دې کلک او عمل پرې وکړي، نو ژر به دې ستونزه حل شې.

په پاي کې ګاونډۍ مور ورته داسې وويل:

نن چې ورځ تيره شوه، په راتلونکې شپه کې، چې زوي سره  له کوره بهر ووتلې، نو ته په ستنه، پر خپله دروازه ننوزه او په هغه پسې ور وتړه، چې هر څومره سورې، نارې يې ووهلې، پام چې دروازه ورته پرا نه نيزې. که خداي (ج) کول سهار ته به درته رک روغ وي او ويره به يې ورکه شوې وې.

د غمي مور يې مشوره ومنله او کله چې کور ته راغله نو نازولې زوي يې لا ويده و. ورځ تيره شوه، د ماښام خړې خورې شوې او ورو ورو شپه پخه شوه، نو يې زوي ورته لکه د تل په څير وويل، چې راځه زه بولو ته ځم.

کله چې دواړه د کور له دروازې ووتل، سمدستې يې مور په ستنه کور ته ننوتله او غمې يې بهر پريښود.

ډارن غمي رامنډې کړې او پر دروازه يې منګوټې ولګولې، نارې يې کړې، دروازه پرانيزه مورې! اي مورکې!څه در وشو، خو د غمي مور ورته وويل: زوي جانه! نن شپه به ته بهر تيروي، چې وګورې هيڅ بلا او کوم بل ویرونکې پيری نه شته دی.

 غمي چې هيڅ يې باور نه شو کولې چې مور به يې داسې چم ورسره وکړي، بيا يې نارې کړې! هلۍ خلکو، هلۍ، مور مې مړ کوي. دروازه پرانيزه مور جانې! دا ده بلا مې خورې له وړاندې يې سرې سترګې راته ښکاري.

 خو مور يې ورته ويل:

 زه لاړم ويده کیږم او ته د دروازې مخکې ويده شه، هلته مې درته تيار توشک ايښې دی. هسې هم د دوبي موسم دی او هوا توده ده، وبه ګوري چې هيڅ بلا او ويره نه شته او دا ستا هسې بي ځايه ويره ده.

تر چربانګ پورې ډارن غمي نارې سورې وکړې، ګاونډيانو ته يې هم مور ويلي وو، چې که يې د ده غږونه واوريدل، د خپلو کورونو دروازې تړلې وساتې.

کله چې مور د سهار لمونځ وکړ، نو يې په کرار د دروازه پرانيسته او وې ليدل، چې غمی په خواږه خوب ویده دی.

نو يې ژر سبا ناری ورته تيار کړ، چې غمی کور ته راغی، مور يې باور نه شو کولی، چې زوي کې به يې دومره ژور بدلون راشي.

غمي د خپلې مور لاسوه ښکل کړل او بيا يې ورته داسې وويل:

وبښه مور جانې! چې دومره موده مې زورولې يې. دا خو هيڅ خبره نه شته دی او زه همدا اوس د کلي له ځوانانو سره غره ته په لرګيو پسې ځم.

د مور له سترګو يې اوښکې روانې شوې او غمي ته يې رسۍ او تبرګی ورکړل، چې له غره لرګي راوړي.

ډارن غمی اوس زړور غمی شو او د کلي له ځوانانو سره به هره ورځ په لرګيو پسې روان و.

 يو نيم کال په همدې ډول تير شو او يوه ورځ، سهار وختي  چې غمی د لرګيو پسی تللی و او په تلو، تلو کې تر ټولو لوړ پاڼ ته وخوت، نو ناڅاپه يې يو ستر ښکلی مرغه وليده، چې د پاڼ پر سر ناست و.

دا مرغه ډير غټ و، چې غمي کله هم داسې يو مرغه نه و ليدلی او نه يې له چا اوريدلي وو. دغه مرغه د پاڼ پر سر ولاړ و او خپلې سترګې پټې کړې وې. غمی کرار کرار، د مرغه خواته ورغی، خو مرغه هيڅ ونه خوريده، هماغسې کلک پر ځاي ولاړ و او سترګې يې پټې وې.

 دلته غمی نور هم د دغه ستر مرغه خواته ورغی او پښو ته يې ورته وکتل. دواړه پښې يې ډيرې ښکلې وې، په خپله داسې سپين و، لکه واوره او اوږدې غټې پښې يې سرې وې، لکه سور لال.

غمي غوښتل ترینه په ستنه لاړ شي، خو مرغه ورته داسې وويل:

اي ځوانه! راځه زما پښې ونيسه، چې د ټولې نړۍ سيل درباندې وکړم.

غمی، هق دق شو او په حيرانۍ يې ورته ور وکتل، خو مرغه بيا خبرې وکړې:

تا ته وایم! بخت دې بيدار شوی،زما سورې چې پر چا ولګید هغه ډیر بختور وي او ته چې یو ریښتینې، صادق ځوان یې، نو راځه زما دواړه پښې ونيسه، چې پر ټوله نړۍ دې راتاو کړم.

غمي نور زنډ ونه کړ او د مرغه دواړه پښې يې په خپلو لاسونو کي کلکې ونيولې، د سترګو په رپ کې مرغه په هوا شو، چې د غمي زړه بې واره درزيده او

ټول بدن يې کلک کلي شوی و، له ډيرې ويرې يې جامنې سره نښتې وې. مرغه بيا په خبرو راغی:

اي ځوانه! تا ته وايم:

پام چې ونه ويريږي، ځکه ويره د ټولو ناکاميو سرچینه ده. بل کله هم درواغ ونه وايې، تل ريښتينې اوسه او له بيوزلو سره مرسته کوه، نو د ژوند هره ورځ به دې نيکمرغه وي. زه سيمرغ يم او پر چا چې مې سورې هم ولګيږې، بخت يې بيداريږې او ته خو مې اوس پر سينې پورې نښتې يې. پام چې وار خطا نه کړې.

 لاندې پام وکړه:

 سمدستې د غمي زړه کې بې ساری ځواک پيدا شو او ژر يې خپلې سترګې پرانیستې،  لاندې يې وکتل، چې ښکلي ښارونه دي او د بيل بيلو وطنونو،سمندرونو پر سر روان دی. ډير مزل يې وکړ، د هر هېواد، د غرونو، سیندونو او شنو بڼونو په هکله ورته مرغه خبرې کولې.

ډيره ورځ روان و، د غمي پر دماغ د مرغه له بڼکو او سینې داسې خوږ او عطرين وږم راته، چې هغه ته يې ځانګړی ځواک او قوت ورکوو، له نيمې ورځ زيات پر هوا و، خو بيا هم لاسونو کي قوت هماغسې ډير و، هيڅ د ستړيا احساس يې نه کوو.

تر څو مرغه د يو ډير ښکلي ښار پر غاړه  په يو شين ښکلي بڼ کې ښکته شو، چې يوه ډيره شانداره ماڼۍ په کې ولاړه وه. دلته غمي ته مرغه داسې وويل:

ورځه همدې ماڼۍ ته ورشه، نن د پادشاه لور سره د واده کولو له پاره د ځوانانو له منځه يو ځوان غوره کيږي. ګوندې ستا بخت ويښ شي.

غمی چې لا د مرغه عطرين وږم يې سوچ او دماغ اغيزمن کړي و، د مرغه خبرې يې هسې بابیزې وګڼلې او د ماڼۍ پر لور يې روان شو. له شا نه پرې مارغه اواز وکړ:

دوه ګړۍ وروسته درته همدلته ولاړ يم.

د ماڼۍ پر دروازه چې غمی ننوت، سمدستي ترینه د ماڼۍ ساتونکي چاپير شول، ښکلي سپيني جامې او طلاي رنګه واسکټ يې ورته واغوست او بيا يې له لاسه ونيوه، هغه ځاي ته وروست چې ګڼ شمير خلک ولاړ و او ځوانان يې په کتار کې درول. د هغوي مشر غمي ته وویل:

په لومړي کتار کې ودريږه! بيا يې زياته کړه:

ته د کوم پادشاه زوي يې، چې دلته له ټولو ناوخته راغلي، جامې دې د سفر ګردونو وهلې وې. خو غمی چوپ پاتې و او دا چې په ونه لوړ او ښه ځوانې يې درلوده، نو يې د ښکلو ځوانو شهزادګانو په لومړی کتار کې ودراوه.

په لومړي کتار کې ځوانان د شهزادګۍ او پادشاه د تخت مخکې تيريدل او هر يو به يې هلته دراوه، په زير سره به يې ورته کتل او له ځينو به يې څو پوښتنې کولې، بيا به د بل تن وار رسیده. تر ټولو لومړی غمی و، چې د شهزادګۍ تر نظره تير شو او هغې په ډير زير سره وڅاره، خو هيڅ پوښتنه يې ترینه ونه کړه، ورپسې د نورو شهزادګانو وار وو.

کتارونه کرار، کرار د پادشاه لور د تخت خواته روان وه او غمي سره د وخت غم و، چې لا دري څلور ګړۍ تيرې وې.

هڅه يې وکړه چې د ماڼۍ دروازې پر لور لاړ شي، کله چې دروازې ته ورغی او د دروازې څارونکې ته يې داسې وویل:

 زما کسان ولاړ دي، زه باید ورشم. څارونکي چې لا د شهزادګۍ تر مخ د شهزادګانو د تیريدلو نندارې ته ليواله وو، پرته له ډيرو خبرو يې ورته، دروازه پرانيسته.

غمی په منډه ورغی او د سپين مارغه ځلا يې لا سترګې رڼې کړې. هغه هماغسې پر خپل ځاي ورته ولاړ و.

ده يې پرته له کومې خبرې پښې ونيولې او مارغه په هوا شو، پر لار ورته مارغه بيا هم خبرې کولې او د دغه پادشاه د لور او رعيت په اړه، چې څومره له خپل حاکم سلطان نه خوشاله دي، کيسې يې وکړې. په پاي کې د شپې په زړه کې غمی د خپل کور مخکې ښکته کړ او داسې يې ورته وويل:

ورځه ځوانه! د پادشاه لور به دې اوس په خپله پيدا کړي، ځکه ستا له جامو به یې ومومي، چې ته د کوم ښار يې.

دلته غمی حيران شو او خپلو جامو ته يې وکتل، چې ريښتيا دا خو د پادشاه د لور په ماڼۍ کې کارکونکو بدلې کړې وې. نو يې مارغه څخه مننه وکړه او ډيره شيبه يې د هغه پښې په خپلو لاسونو کې نيولې وې.

کله چې د کور دروازه ووهله، سمدستي يې مور په ځغاسته راغله، دروازه يې پرانیسته او خپل زوي يې په غيږ کې ونيوه، داسې يې ورته وویل:

اي زما د ړندې سترګې اوښکې! ته چيرته راځنې تښتيدلی وي، اوس خو دې ويره ورکه شوه کنه، اوس به دې مور له حاله نه خبروې.

خو غمي هيڅ حال ونه وايه،  مور ته يې کړه:

مور جانې له دوستانو سره د ښار سيل ته تللی وم. خو دا انديښنه ورسره وه، هسې نه چې خبره خوره شي او د شهزادګۍ کومه پته ونه لګيږي، د خلکو د خندا به شي.

مودې تيرې شوي، يو نيم کال وروسته چې د غمي دا پيښه هيره شوې وه، ناڅاپه په ښار کې ډول وغږيده او د وخت حاکم خبرداری ورکړ، چې سبا سهار وختي دي ټول اتلس کلن ځوانان، هغه لوي ميدان ته ځانونه ورسوي، چې د سهار له لسو بجو ناوخته نه کړي.

 د دغه خبر په اوريدلو سره، د غمي زړه بيدار شو، لکه چې د سیمرغ خبره ريښتيا شوه او بخت مې بيدار شوی. غوښتل يې چې مور ته يې ووايې، خو بيا يې، له ځان سره وويل:

نه نه اوس به مې مور ته نه وايم، هسې نه چې خوشاله يې کړم او بيا هيڅ خبره نه وې.

وروسته له ډيرو سوچونو يې مور ته داسې کړه:

 مور جانې هغه يو نیم کال تر مخه جامې دې راته چیرې خوندي کړي، اوس یې راکړه، چې زه هم دغه ميدان ته د سيل له پاره لاړ شم.

مور يې ځواب ورکړ:

 هغه مې درته د پلار په صندوق کې خوندي کړي، ځکه تا هيڅ راته ونه ويل، چې دومره ښکلي جوړه دې له کومه کړه.

غمي ځواب ورکړ:

 چې له ستر میدان را وګرځم، بيا به یې درته ووایم.

  کله چې جامی واغوستي، نو مور يې ترينه تاو راتاو شوه او د خپل زوی داسې شانداره ښکلا او ځلا يې نه شوه باور کولې.

همدا و چې غمي ځان ميدان ته ورسوو، څه ګوري، چې د ميدان په منځ کې يو شانداره تخت لګيدلی، د پادشاه لور د خپل پوځ او کارکونکو په منځ کې پر تخت ناسته ده او ځوانان يې تر مخ تيریږي. غمی باور نه شو کولی، چې دا ځوانان څومره ژر رارسیدلي دي.

غمی تر ټولو وروستی کتار کې ودریده او کرار، کرار د شهزادګۍ تخت پر لور روان شو. تر اوسه يې شهزادګۍ سمه نه وه ليدلې او ياهغه مهال  د سيمرغ غطرين وږم يې ماغزه اغيزمن کړي وو.

تلوسه يې ډيريده، چې تر ټولو ژر د شهزادګۍ تر خوا ورسیږي. وخت ډير کرار تيريده او شهزادګۍ هر زلمي تر ژورې کتنې وروسته پريښوده، چې لاړ شي.

پر غمي دا وخت لکه د کال اوږود شو، تر څو يې تر خوا ورسیده، هغه يې په ليدلو له تخته کوزه شوه او پر دوه ګامونو يې خواته راغله، له لاسه يې ونيوه او ټولو خلکو ته يې اعلان وکړ:

زما د خوښې ځوان مې بياموند، هغه همدا دی، د دغه سپينو جامو او طلايې واسکټ سره. غمی دومره ډير خوشال شو، چې حيران و څه ووايې.

 په دې شيبه کې شهزادګۍ، خپلو کارکونکو ته امر وکړ او داسې يې ورته وويل:

 د غمي ټوله کورنۍ په ډير عزت او درناوي سره په شاهي روان تخت کې راوليږدوئ او زموږ له کاروان سره يې يو ځاي کړئ.

د غمي مور چې، د زوي او شهزادګۍ تر خوا راغله، نو له ډيرې خوشالۍ کله  ژړیدله او کله خنديدله او ټول کلی يې نندارې ته راغلی وو، چې شهزادګۍ له کومه شوه او د ډارن غمي بخت څرنګه بيدار شو.

پاي

سپينه رڼا به شم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.