د سردار صاحب د شهادت نه وروسته، زموږ د هیواد او ټولنی د ټولینیز، کلتوری، ثقافتی، اقتصادی او تاریخی واقعیتونو، بڼه، په انقلابی توګه بدلون وموند، د انقلابی د کلمی نه منظور مترقی ندی بلکه د اوبو ویشولو هغه تغییر ته ورته پاتی کیږی چی اوبه د سانتی ګرید د سلو درجو حرارت په نتیجه کی د لاس مینځی او څښاک د مرحلی، د استعمال نه ووځی.
په هماغه څیر چی جهادی مشرانو او قوماندانانو د فرعونیت دعوی کوله او لچک او بی پدره خلک د ګلبدین نه نیولی د ربانی او خالص او محمدی او سیاف او پنجشیری مسعوده پوری، ځانونه د افغانستان د پخوانی پادشاه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه نه، ستر بلل، په هره برخه کی، که د تحقیق او تاریخ لیکنی برخه ده، که د هیواد د زعیمانو په مورد کی قضاوت دی، که د افغانستان د نوم نه منل دی او که د قوم او قومیت نه ملت او ملیت جوړول دی او که خراسان خواهی یا د غربی سیاسی دولت داری شکل یعنی فیدریشن غوښتنه ده، سړی ورته ګوته په غاښ کیږی.
زما یوه خوری چی په کابل کی اوسږی راته وویل چی د اعلیحضرت په مړینه کی یوه تاجک وطنوال وویل چی:(یک خرمرده است)
امان الله خان په روس پرستۍ او غازی نادرخان په انګریز توب متهم کیږی.
د سردارعزیز خان او د غازی نادرخان د جنایتکارو قاتلانو نه انقلابی او مترقی اتلان او قهرمانان جوړیږی.
د لوی مدسس او احمق ملا اسمعیل بلخی نه، چی د نوی کال په درشل کی یی د پادشاه او غازی شاه محمود خان د ترور او شهادت او په هیواد کی یی دیوی لویی بلوا خاینانه پلان درلود، علامه او لوی دینی مبلغ جوړیږی!!!
نن ورځ هر سپک او بی پدره، چارتکه نمبر بدل وګړی د هیواد هرمشر او ملی زعیم ته که هغه خوشحال بابا دی اوکه میرویس نیکه او که ستر احمد شاه بابا او که ستر پښتون محمد ګل بابا او که نوردی، د څلوربولوپه څیر، سوټی او پچی یی، د ناولو او کثیفو خولو څخه راوځی.
بی شرافتی، بد اخلاقی، بی نجابتی او رذالت او خرتوب هم، ځانته یوحد لری.
د سردار صاحب یو، پلوی امتی، محقق، لیکی چی سردارصاحب د خپلی کودتا تر سره کولو دپاره مجبور شو چی د شوروی دولت د ګوډاګیانو یعنی پرچمی – خلقی ګوند سره تکتیکی ائتلاف وکړی، او ددی کار د مشروعیت دپاره یی په ایران کی د خمینی شیعی اسلامی انقلاب، په ګوته کوی چی خمینی هم د خپل شیعی انقلاب د بریالیتوب دپاره د ایران د چپی ډلو سره تکتیکی ائتلاف وکړ.
ولی همدا مغرض، مفتن او عقده یی محقق معکوساْ متناسب، د خپلی کورنۍ د یوی تاریخی عقدی پر بنسټ چی ګویا غازی نادرخان او دهغه د کورنۍ غړو، لکه غازی شاه محمود خان دده نیکه، میرهاشم خان، د غوږ د صحی تکلیف له امله، د مؤظف ډاکټر په وسیله دده غوږ کی د څو قطرو دواګانو په ذریعه مسموم کړ. ( خدای شاهد دی چی دا افسانه دومره د خندا وړده، چی سړی ته د ملا نصرالدین د ټوکو او خندا افسانی په زړه کوی. کیدای شی لایشعر، احمق وګړی دا افسانه د یوه تاریخی روایت په توګه ومنی، ما ددی افسانی په رد کی یوه مستدله او منطقی مقاله (افسانه پردازی، در مورد مسموم ساختن میرهاشم خان ۲۰۲۲ ۱۱ ۲۱) د عنوان لاندی په همدی سایت کی نشر ته سپارلی ده.)
دلته باید وویل شی که غازی نادرخان، یو خورا مهم سیاسی او ذی نفوذه شخصیت او د یوی لویی کورنۍ پوری منصوب وګړی، لکه غلام نبی خان څرخی په رڼا ورځ د ټوپکو په قنداغونو وواژه، نو پدی حساب ورته د بی وزله مهاجر، بی چاره او غریب مهاجر سید، میرهاشم خان وژل ورته د چرګوړی د حلالولو نه هم آسان و.
اما څه مهال چی خبره د افغانستان د استقلال او نجات د ډګرونو اتل، یعنی سپه سالارنادرخان ته رسیږی، همدا مغرض، منافق او عقده یی محقق، نادرخان د انګریز سره په ملګرتوب متهم کوی، یا للعجب!!!!
د سردارصاحب کودتا چی په حقیقت کی ۱۹۶۴ د کال بنسټیز قانون د هغی مادی پرضد وشوه چی د سلطنتی کورنۍ د غړو سیاسی فعالیت یی خنډ او خنثا کړی و او د پورتنی محقق په ادعا سره، همدی عامل د سردار صاحب نه «ببرزخمی» جوړکړ.
نتیجه دا چی دا کودتا د شخص شاه او سردار ولی په علیه صورت وموند، چی نتائج یی هغه څه دی چی په تیره نیمه پیړۍ کی ورسره هیواد او ملت لاس په ګریوان دی اوراتلونکی هم، د هیواد سیاسی فضا، شخړه، مغبره او تیاره معلومیږی.
ولی د بچه سقو د مدنیت سوزه اغتشاش په نتیجه کی، غازی نادرخان او ورونو یی د صحی تکالیفو با وجود، د اروپا نه، ځانونه د هیواد جنوبی سیمی ته راورسول، او د بچه سقو د اغتشاش او بلوا د ختمولو دپاره یی په ملی او اسلامی مبارزه او جهاد یی لاس پوری کړ.
له بده مرغه د غازی امان الله بی ځایه او د هر نوع منطق نه لری افراطی نظریاتو او قوانینو وضع کول، چی زموږ د عنعنوی ټولنی، اعتقاداتو، عنعناتو، او د ولس د عامه ذهنیت او معاشری او مذهبی عقایدو، یو سلمی سره یی هم سمون ندرلود، ددی باعث وګرزید چی بی شعوره ولس فکر وکړی چی امان الله خان کافر شوی دی او بچه سقو د زمانی مهدی دی.
په دی کی هم هيڅ شک نشته چی د امانی، انقلابی تغییراتو مخالفینو، که داخلی و، او که بهرنی، دده د شخصیت په تخریب او قدرت په شنډولو کی هم لوی لاس درلوده. ولی د هیواد دداسی انقلابی تغییراتو دشمنانو تبرګی ته، په خپله امان خان دا لاستی برابرکړی و، چی بیا وروسته ۱۹۲۹ کال کی د خپلو ټولو، اروپایی ډوله مترقی قانونی مصرحاتو او اصولو نه منصرف شو. خو:
لیک بعد از هزار رسوایی!
منظور دا چی بچه سقو، د هیواد د دشمنانو په حمایت دومره پیاوړی او غښتلی شو چی امان الله خان یی لمړی استعفاء او بیا یی د اروپا پوری تیښتی ته مجبورکړی شو.
غازی محمد نادرخان د بچه سقو سره د جنګ او جګړی په محاذونو کی د کلک مقاومت سره مخامخ شو او څو ځلی شکست او عقب نشینۍ ته مجبور شو.
غازی نادرخان د انګریز د حکومت نه هیله وکړه چی سرحدی او قبائلی پښتنو ته دی اجازه ورکړی چی دده سره په ملی مبارزه کی ګډون وکړی او د برتانیی د حکومت نه یی د نقدی او وسلو هیله هم وکړه.
د نادرخان رابطه د انګریز سره د سردار صاحب د روابطو په څیر، کومه تکتیکی سیاسی رابطه او معامله نه وه، نادرخان چی د سقوی مدنیت سوزه حکمرانی د هیواد د بقا او سالمیت دپاره بنیادی خطرباله، مجبور وه چی د اګریزانو نه په پورتنیو مواردو کی مرسته وغواړی.
انګریزانو هم د روسیی سره د روابطو په ارتباط د یوه جاهل بیسواده، مدنیت سوزه ډاکو په انډول،غوره وبلله چی په افغانستان کی داسی یو قانونی حکومت، چی د ټولی نړۍ د هیوادونو دپاره د منلو وړ وی، واک تر لاسه کړی، نو د غازی نادرخان قانونی، ملی او معقولو غوښتنو ته یی لبیک ووایه.
استاد نګارګر چی د سیاسی تفکر، ملی شعوراو وجدان خاوند و، په همدی ارتباط لیکلی دی:«په دی خبره کی څه عیب دی که انګریزانو د نادر خان سره، د بچه سقو د پرزیدو په اړه مرسته کړی وی؟»
نتیجه داچی د سردارصاحب، د کرملین د ایادی سره تکتیکی تفاهم ، د یوه قانونی نظام او دری سوه کلن دولتی ثبات د ړنګولودپاره، مشروع ګڼل کیږی اود غازی نادرخان هڅی د هیواد د نجات دپاره، د انګریز نه مشروعی غوښتنی په بنیاد، غیرمشروع ګڼل کیږی، کاملا مغرضانه، منافقانه او د غبار په څیر، د انتقام او غچ اخستلونه به غیر کوم مفهوم او منطق نلری.
څو ورځی دمخه د یوه تره کیست، خلقیست، امانیست جګتورن، چی نوم یی د جناب اباسین پتنګ په لست کی هم د یوه خلقی غړی په توګه خپور شو، د افغان جرمن په ویب سایت کی د لوی مجاهد میرزاعلی خان په مورد کی، د نور محمد تره کی د بنګ مسافری د محتویاتو په سویه، یوه تبصره کړی وه.
د مقالی په عنوان که د ترنګزو حاجی صاحب په عوض، د تورونګزو حاجی صاحب لیکل شوی دی، چی باید اصلاح شی.
دی کی هیڅ شک نشته چی د ترنګزو حاجی صاحب چی په ای پی فقیر معروف وه د خپل وقت او زمانی یو لوی مجاهد او ملی مبارز تیرشویدی.
ولی دده مشر زوی سید فضل اکبر چی په پاچا ګل یی شهرت درلود، ډیرزیرک سیاست باز، سیاسی لوبغاړی او یو مسلم لیکی و.
هغه مهال چی د چارسدی ناوړه پیښه مینځ ته راغله، پاچا ګل د صوبی سرحد د مسلم لیک حزب، مشر وه او په چارسده کی یی د خدایی خدمتګارانو په لویه غوڼډه باندی د حملی پلان لاس لیک کړی و.
پاچا ګل ددی پرځای چی د ستر مشر فخر افغان او عبدالصمد خان بابا او د خدایی خدمت ګارانو د مبارزینو او مجاهیدنو لاری، ملګری شی، مسلم لیکی شو، لکه چی د بازله ځالی نه چی ټپوس والوزی.
پاچا ګل د سیاست بازۍ د ډرامو نه علاوه، تکړه شاعراو ادیب هم و، او د بی نوم تخلص یی غوره کړی وه، دده یو بیت زما په یاد دی چی وایی:
تصنیف د تصوف کی رندانه می عبور کړی دی
ما اګاهو۶۵ کاله دمخه چی د حبیبیی لیسی په نهم ټولګی کی وم، د پاچاګل یوعکس چی په یوه حکومتی اخبار چاپ شوی وه، څیری کړ، د پاچا ګل لمسی چی زما هم ټولګی وه زما په دی عمل خورا خواشینی شو. منظور داچی ما پاچا ګل، په کچه ځوانۍ کی پیژانده، هغه څوک، چی سیاسی بیړاګان یی تر نن ورځی پوری نه پیژنی
د مشرقی د محاذ په ارتباط با وجدانه او غیر سیاسی او غیر مغرض محقق، استاد جهانی یوه تاریخی لیکنه لری چی د انګریزانو د جهنمی نظامی قوت او قدرت توضیح په کی شویدی.
ددی محاذ لوی قوماندان، نائب سالار صالح محمد خان وه، شاه امان الله، ددی لپاره چی صالح محمد خان ورته، د هغه د سلطنت د اعلان سره سم، هغه ته بیعت کړی و، د نائب سالاری په لوی عسکری مقام، منصوب کړ، یعنی دا انتصاب د غازی امان الله د شخصی پیرزوینی په اساس شوی وه نه د صالح محمد خان د عسکری لیاقت او ظرفیت او اهلیت له امله.
صالح محمد خان د مرکز، له هدایت او اجازی نه پرته او د مخه لدی، چی د انګریزانو د نظامی او عسکری قدرت، تجهیزاتو او جنګی ستراتیژی او تاکتیکونه نه ځان پوه کړی او د خپل عسکری قدرت او صلاحیت ارزیابی او اټکل وکړی په احمقانه توګه، په تعرض شروع وکړه چی نتیجه یی حتمی ماته او شکست وه.
خلقیست، تره کیست، امانیست جګتورن لیکلی دی چی محمد ګل مومند په دی مهال جنرال وه، لمړی خو دا ادعا له څټی غلطه او دروغ ده، د مشرقی محاذ په جګړه کی محمد ګل مومند د غوند مشرۍ په رتبه وظیفه درلوده او د نائب سالار صالح محمد خان یاور وه.
دوهم دا چی د عسکری سوقیاتو او د مرکز نه بی اجازی تعرض، د نائب سالار تصمیم و چی د شاه امان الله په دوستۍ غاوراو مغرور و.
نو پدی برخه کی د غنډ مشر محمد ګل څه ګناه وه؟
عسکری اصول او مقررات داسی دی چی د لوی قوماندان امراو هدایت واجب الاجرا دی، په دی برخه کی تعلل یا مخالفت، د مادون حبس ایجابوی.
ددی شکست بنیادی دلیل د نایب سالار په عسکری او نظامی ساحه کی بی کفایتی وه او په نتیجه کی مسؤلیت شخص امان الله خان ته راجع کیږی چی ولی یی د یوه شخصی پاداش او مکافات په نتیجه کی د صالح محمد خان نه نائب سالارجوړکړ او هغه یی د مشرقی د محاذ لوی قوماندان وټاکه!
امان الله خان ولی څرخی غلام نبی خان چی خورا زړه ور او زیرک سړی وه د مشرقی محاذ ته و نه لیږه؟
سردارصاحب داؤد خان، عین اشتباه وکړه او د شخصی تعلق په حساب یی د سردارغلام حیدر رسولی نه چی یو متقاعد ډګروال وه، ډګرجنرال او د دفاع وزیر جوړ کړ، په داسی حال کی چی په هیواد کی پیاوړی جنرالان لکه تورن جنرال خان محمد خان چی په مرستیال معروف و، او ډګرجنرال کریم مستغنی او داسی نور موجود و.
په هرصورت که د امان الله خان نائب سالارصالح محمد خان او اوغنډ مشرمحمد ګل، شکست وخوړ او وتښتیدل، څه مهال چی د انګریزانو جنګی جهاز د کابل په فضا کی څرګند شو، کابلیانو چی په عمر کی داسی آسمانی بلا نه وه لیدلی، له ویری او ډاره د پغمان غرونو او نورو سیمو ته وتښتیدل، امان الله خان ددی پر ځای چی د خلکو مینځ ته راشی او هغوی ته یی د استقامت ډاډ ورکړی، د ټولو نه دمخه په خپله، له ویری او ډاره د ګردان سرای د قصر تهکوی یا زیر زمینی کی پټ شو؟
دا وه د امان الله خان شجاعت او تهور!!!!!!!!!!!
که امان الله خان د افغانستان په مرکز کابل کی د حربیی د وزارت او لس ګونو نائب سالارانو او سپه سالارانو او عسکری قطعاتو او تجهیزاتو د لرلو با وجود، د یوه انګریزی جهاز له ویری او ډاره د قصرپه تهکاوی کی پټ شو، نو د نائب سالار صالح محمد خان او غنډ مشرمحمد ګل، چی د انګریز د جهازونو او جهنمی نظامی تجهیزاتو او قدرت او مسلکی ټریننګ خاوند اردو نه، شکست وخوړ او وتښتیدل څه ګیله په کارده؟
حد اقل د صالح محمد خان خپه خو په دی جنګ کی زخمی شوه.
او بیا څو کلونه وروسته دا د شجاعت او تهور مدعی یعنی غازی امان الله خان، د یوه بیسواده جاهل غله او ډاکو له ډاره، چی نه ورسره د مشرقی د محاذ په څیرهوایی جنګی جهازونه و او نه توپونه و، ولی مستعفی شو او کندهار ته وتښتید؟
بیا هم دا د شجاعت او د تهورمدعی امان الله خان، چی په غزنی کی د بچه سقو د طرفدارانو د لاسه شکست وخوړ، ولی حاضر نشو چی د ملی مبارزی دپاره ځان د وردکو او هزاره و سیمو ته ځان ورسوی چی په کلکه د امان الله خان پلویان او جان نثاران و؟
برعکس ده خپلو قواو ته د عقب نشینۍ او بیرته ستنیدو امر صادر کړ.
هغه د شاعر وینا ده چی:
جګر شیر نداری سفر عشق مکن
شاغلی امیرالددین خان شنسب د خپلو خاطراتو په یوه پنډ کتاب داسی لیکی:
« امان الله خان با برادرنش فرار کردند، و برای حفاظت شان چندین تن ګارد شاهی را با خود ګرفته جان به سلامت بردند. مګر ما چهار تن تعلیم یافتګان را که نیزازجملۀ گارد بودیم و از سر و جان تیر شده برای کمک او از اروپا آمده بودیم و در تمام سفر انقلاب [اغتشاش] آن همه زحمات را دیده و برداشت کرده بودیم نزد دشمن، به دشت گذاشته بود»
آیا د امان الله خان لویه بی ایمانی نه وه چی هغه تعلیم یافته فدائیان چی په اروپاه کی یی خپل تحصیل او د ژوند بهترین فرصتونه د لاسه ورکړل او د حتمی مرګ خطرات یی ومنل، امان الله په دشت کی بی خبره پریښودل او په خپله د خپلی کورنۍ د غړو او ورونو سره په تیاره کی وتښتید؟
مرحوم شنسب صاحب لیکی:«ما که صبح از خیمه برآمدیم، حقیقتا جای را خالی و جولاها را نیافتیم»
د شنسب خبره هماغه د خلکو د وجیزی انعکاس دی چی:«جای است و جولا نی»
د نړۍ په تاریخ کی څاری نلری چی یو پادشاه دی د امان الله خان په څیر، د یوه غله د لاسه، په داسی بی غیرتۍ او بی ایمانۍ تښتیدلی وی.
امان الله خان په داسی تیښته، د نړۍ په تاریخ کی د بی غیرتۍ یو ریکارد ټینګ کړ.
د امان الله خان ټوله قهرمانی د شاهی ارګ د مستحکمو دیوالانو تر شا وه، د ارګ نه یی د خپل سلطنت اعلان وکړ، او د ارګ نه یی د استقلال اعلان وکړ او د ارګ نه یی په دریګونو جبهاتو کی د جنګ اعلان وکړ.
امان الله خان حتی یو ځل حاضر نشو چی د دری ګونو جبهاتو د لیدو او د ولس د روحیاتو د تقویی دپاره هغه سیمو ته ورشی.
توری به لالا وهی
توری به نادر خان او عبدالقدوس خان او صالح محمد خان وهی او نوم به د امان الله خان وی!!!!!!!!!!!.
څه مهال چی امان الله خان پادشاه شو او د استقلال اعلان یی وکړ، خلکو دا دوه بیتی وویله:
امان الله خان پادشاه شد
بیرق دین بالا شد
ولی څه وخت چی امان الله خان د یوه غله د لاسه اروپا ته وتښتید، خلکو وویل:
امان الله خان، ګریخت از میدان
امان الله خان چی د هند برتانوی ساحی ته ورسید، فخر افغان خان عبدالغفارخان ورته وویل چی دلته پاتی شه او اروپا ته مه ځه، میرزا علی خان شل زره مسلح نفرلری، موږ به دی بیرته د افغانستان په سلطنت کښینوو.
ولی امان الله خان چی یو شهزاده و، او د اروپایی ژوند په ارمان و، ویی نه غوښتل چی د خپلو میړنو پښتنو ورونو سره پاتی او هیواد د بچه سقو نه د آزادولو په مبارزه کی خپل افغانی ایمان څرګند کړی، بلکه دده د ژوند نهایی آرزو، ایتالیی ته ځان رسول او په ایتالیه کی د (کور) یعنی د استراحت ژوند وه .
که د امان الله خان سره د والی علی احمد خان شاغاسی، نرتوب، شجاعت او شهامت ملګری وی، ده به هیڅکله د بچه سقو د لاسه ایتالیی ته نه وی تښتیدلی.
که شاغاسی والی علی احمد خان، په نره او میړانه خپلی مبارزی ته دوام ورکړ او د امان الله خان سره یو ځای له هیواده ونه تښتید، نو شیر برفی، امان الله خان ولی، وطن او ملت سقاویانو ته پریښود او لکه ګیدړه ایتالیی ته وتښتید؟
که د امان الله خان سره د سردارداؤد خان، زړه ورتیا ملګری وای، دی په هیڅکله د انګریزی جهاز له ویری او ډاره د خپل قصرتهکاوی کی نه وی پټ شوی.
ولی سردارداؤد خان د ثورد کودتا په ورځ چی روسی جت جهازونو په ارګ بمباری کوله، د شیر برفی، امان الله خان په څیر د ارګ په تهکوی کی پټ نشو؟
تره کیست، خلقیست، امانیست جګتورنه!
هڅه وکړه چی په خپل قضاوتونو کی، شرف، وجدان او مخصوصا پښتونواله په نظر کی ونیسی او د چقمقی ټوپکونو په څیر، باروتی ډزی ونکړی چی مخ به دی تور کړی او ږیره به دی وڅیزی، انشاء الله، بعون الله.
خلقی، بی پختوګۍ، اجړا، جګتورنه!
خپل غلبیل ته عسکری قومانده ورکړه، چی کوزی ته و نه وایی چی:«تا کی دوه سوری دی»
ختم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.