مقاومتي اقتصاد(Resistance Economy)

لیکوال: استاد عبدالجبار وحدت

148

دا بحث د اقتصاد په ډګر  کې نوی او جالب بحث دی، په ځانګړي ډول د هغو هیوادونو لپاره چې وارداتي اقتصاد لري او یا له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ وي چې ډېری اقتصاد پوهان د  Moghawemat Economy   او Resistive Economy  کلیمه ورته کاروي،د بل هیواد د بندیزو پر وړاندې  مقاومت کول او د زیانونو مخنیوی، یا کمول یې مقاومتي اقتصاد  بولي، چې تقریباً په ځینو مواردو کې د خطراتو د مدیریت بحث هم په کې مطرح کېدلی شي.

مقاومتي اقتصاد یعنې چې د تحریم او د شدیدې اقتصادي دښمنۍ په شرایطو کې  د اقتصادي ودې او غوړېدا باعث شي(کامراني راد ،۱۳۹۳)

مقاومتي اقتصاد یعنې  هغه شرایط چې په هغه کې هیواد علمي، سازماني ، تخصصي، تولیدي او پر ځان د باور توانمندي درجې  ته ورسېږي(افقه۱۳۹۴(

مقاومتي اقتصاد  په اسلامي اقتصاد کې یوه اهمه ستراتیژي  ده چې د  د اخلي( انساني،ټولنیزو او مادي) سرچینو  څخه په بېلا بېلو(عادي، تحریم او بحران) شرایطو کې  د علمي  او نوښتګرو لارو چارو څخه کار واخیستل شي او د اسلامي و اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کې د وګړو د هوساینې  په موخه کار وشي او د نړیوال اقتصاد سره د مناسب تعامل په اساس پر مخ ولاړ شي.دا په دې مانا چې د مقاومتي اقتصاد ستراتیژي  د اسلامي اقتصاد په چوکاټ کې  هویت پیدا کوي.

دا یو اقتصادي نظام دی چې د سترو اقتصادي، سیاسي او نظامي پالیسیو سره په همغږي د دښمنانو د اقتصادي تحریمونو سره د مقابلې په موخه صورت نیسي، تر څو وکولی شي د دښمن د سختو  اقتصاي ټکانونو، تحریمونو  او  هر ډول سختو حالاتو کې اقتصادي ودې ته ادامه ورکړي ، دا یو شعار او تیوري نه ده ،بلکې عملي، کارېدونکی او شعوري بحث و اقتصادي واقعیت دی ، مقاومتي اقتصاد مانا د دښمنانو اقتصادي فشار او سختو حالاتو ته اماده ګي نیول، دې ته دفاعي او رغنیز اقتصاد هم وایي.

د مقاومتي اقتصاد هدف  :

 د یاد اقتصاد هدف د ملي اقتصاد بیا را ژوندی کول او راجوړول دي،همدارنګه د اقتصادي شدیدو تحریمونو سره په هسکه غاړه جدي مبارزه کول دي،موږ باید په خپل هیواد کې واقعي مقاومتي اقتصاد رامنځته کړو .

په مقاومتي اقتصاد کې د هیواد اقتصادي پالیسۍ او ستراتیژي جوړوونکو یا ستراتیژیستانو ته په کار دا ده چې داسې معقوله پلان جوړونه وکړي چې د اقتصادي ټیکاو اړخ یې ډېر غالب وي او د SWOT  او PESTLE داسې تحلیل وکړي چې ټول موجود تهدیدونه له فرصتونو څخه په استفادې په فرصتونو بدل کړي ، یا یې حداقل د ګواښ سلنه او فشار راکم کړي،دلته د وارداتو بحث محوري نقطه ده چې په مقاومتي اقتصاد کې باید ځینې مهم اقتصادي سیاستونه پلی شي په ځانکړي ډول حمایوي سیاست او د وارداتو عوضي سیاست، ترڅو په وارداتو اتکا او د مقابل هیواد سره وابستګي کمه شي.

ځینې وخت چې دوه هیوادونه یو له بل سره ستونزه پیدا کړي ، نو د تحریمونو کوښښ کوي چې مقابل هیواد د یادو سوداګریزو بندیزونو پر وړاندې غبرګون ښیي، د غبرګون یادې ستراتیژي ته مقاومتي اقتصاد ویلی شو.

ډېری وختي پرمختللي او صادراتي هیوادونه د اقتصادي بندیزونو پر وړاندې له مقاومتي اقتصاد ګړنلارې څخه کار اخلي.

تحریمونه ځینې وخت په وارداتو او ځینې وخت په صادراتو لګول کېږي، ځینې وخت موږ له ګاونډیو هیوادونو سره د معمولي کړکېچ پر مهال له صادراتي او وارداتي بندیزونو سره مخ کېږو، صادراتي بندیزونه په هر حال، د وارداتي بندیزونو په حال کې ځکه له ستونزو سره مخ کېږو چې تکیه مو په وارداتو ډېره وي ، دلته د مقاومتي اقتصاد تګلارې ته جدي اړتیا محسوسېږي.

 د مقاومتي اقتصاد اړتیا:

یاد اقتصاد ته د بېلا بېلو عواملو په اساس اړتیا محسوسېږي، په ځانګړي ډول د اقتصادي بندیزونو په حال کې ، دلته د مقاومتي اقتصاد لپاره اړتیا د دوه عواملو په اساس محسوسېږي:

الف: بهرني چاپیریال او ننګونې : د پانګوال  ناروا اقتصادي سیسټم  حاکمیت، نړیوال تحریمونه ، د ګاونډیو غیر عادلانه  اقتصادي سیاستونه او تصمیمونه هغه څه دي چې د اقتصادي مقاومت د  ستراتیژي ایجاب کوي .

ب: داخلي چاپیریال او ننګونې : عامه( مطلق دولتي) اقتصاد، د خصوصي سکتور محدودیت، د جیني ضریب لوړوالی، سیاسي اقتصاد بې ثباتي، اقتصادي نوسانات ټول هغه څه دي چې په ځينې هیوادونو کې د مقاومتي اقتصاد اړتیا او اهمیت زیاتوي.

د مقاومتي اقتصاد ستراتيژۍ:

د مقاومتي اقتصاد ستراتیژي پلي کېدولپاره موږ خورا زیات فرصتونه لرو ،چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  1. داخلي تولید او ملاتړ یې: د مقاومتي اقتصاد تګلارو کې یوه مهمه تګلاره داخلي تولید دی چې پدې کار سره له بهرني احتیاج څخه خلاصون موندی شو.
  2. د داخلي تولیداتو ترویج : ځینې وخت داخلي تولید لرو، مګر نه یې کاروو ، یا ترویج نه دی ، بهرني تولیدات او برانډ کارول یو ډول ویاړ بولو، نو د داخلي تولیداتو ترویج او کارول د مقاومتي اقتصاد یوه مهمه برخه ده
  3. د داخلي کرنسۍ چلښت: د داخلي کرنسي چلښت او کارول ډېر مهم بحث دی، ځینې وخت د تحریمونو په جریان کې ممکن موږ د اسعارو له کمبود سره مخ شو چې د مقاومتي اقتصاد له تګلارو یوه یې د داخلي ملي کرنسۍ ترویج دی .
  4. انتي ډمپینګ سیاستونه: ځینې وخت ګاونډي هیوادونه کوښښ کوي چې ځينې تصدۍ له ناکامي سره مخ کړي او ډمپینګ سیاست کاروي چې د مقاومتي اقتصادي سیاست په صورت کې د ډمپینګ ضد سیاست کارول اړین دي، چې ګمرکي تعرفې او ګڼ ابزار په بر کې نیسي.
  5. معقول اقتصادي سیاستونه پلي کول: په مقاومتي اقتصاد کې باید له بیلابېلو اقتصادي سیاستونو څخه کار واخیستل شي، لکه حمایوي سیاست،تقابلي سیاست، مالي سیاست او په ځینو برخو کې مناسب پولي سیاستونه کارول
  6. د صنعتي فابریکو جوړول:ډېری هغه هیوادونه چې د صنعت په برخه کې ضعیف وي د مقاومت توان یې هم کم وي،نو هغه هیوادونه چې د مقاومتي اقتصاد تکل لري، باید او باید د صنعت برخې ته جدي توجه وکړي ، په ځانګړي ډول د ځینو عمده وارداتي اقلامو په برخه کې
  7. کرنه مېکانیزه کول: زموږ په داخلي بازارونو کې اوس هم خارجي میوې تر سترګو کېږي حتی د هیواد خپل کرنیز محصولات د دوی په لوګو او مارک په موږ بیا ځلې پلورل کېږي ، سره له دې چې ګڼ شمیر هیوادوال مو په یاد سکتور کې بوخت دي ، تر ټولو لویه (پټه بیکاري) په همدې سکتور کې تر سترګو کېږي.
  8. د اوبو جدي او موثر مدیریت: د اوبو مدیریت د مقاومتي اقتصاد لپاره مهمه وسیله ده، تر ټولو لویه اړتیا د برېښنا ده او دې ته ورته برخو کې اتکا د اوبو د اغېزناک مدیریت پر مټ راکمولی شو، حتی په مکمل ډول دا اتکا له بینه وړلو شو.
  9. د کانونو مسلکي او فني استخراج: د مقاومتي اقتصاد لپاره د کانونو مسلکي استخراج او په دې برخه کې د ضایعاتو مخنیوی ، دعرضې او تقاضا مسائیل په پام کې نیول نهایت اړین دي او د اقتصادي ټیکاو  لپاره اساسي ګامونه دي.
  10. د لومړنیو اړینو اقلامو تولید: موږ معمولا ډېر ابتدایي اقلام له نږدې هیوادونوڅخه اخلو او د اقتصادي ستونزو د ایجاد پر مهال د پنیر، بورې، غوړیو او دې ته ورته ابتدایي اقلامو له کمبود سره مخ کېږو ، دا ایجابوي چې د تولید لپاره یې جدي او سخت کار باید وشي.
  11. قوي سیاسي او اقتصادي ډيپلوماسۍ خپلول: او د یوه هیواد اقتصادي بدیلونه پیداکول ، پر ځای یې له نورو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پالل ډېرې مهمې دي د مقاومتي اقتصاد لپاره مهمه چې قوي اقتصادي ډيپلوماسي ولرو او د یو هیواد پر ځای څو بدیلونه او انتخابونه باید ولرو.
  12. د ځان بسیاینې لپاره ملي فکر رامنځته کول: د مقاومتي اقتصاد لپاره مهمه دا ده چې د ځان بسیاینې فکر غښتلی شي او پر نفس باور رامنځته شي، او د ځان بسیاینې مفکوره د رسنیو له لارې نشر او  رامنځته شي او یاد هدف ته عملا کار وشي، ګروندګر، استاد، سوداګر ، هټۍ وال او بل هر افغان باید د خودکفایي په فکر پېر او پلور وکړي او جدي کار وکړي.
  13. د سرچینو موثر مدیریت: د مقاومتي اقتصاد لپاره مهمه دا ده، داخلي سرچینې په نهایت موثر شکل مدیریت شي، د داخلي سرچینو مدیریت مو داقتصادی ټیکاو په لورې بیایي، که داخلي سرچینې مدیریت نه کړو، بهر ته مو د اړتیا سلنه زیاتېږي چې د اقتصادي مقاومت توانایي له لاسه ورکوي.
  14. خصوصي سکتور ته وده ورکول: د هیوادونو په اقتصادي ځان بسیاینه کې د خصوصي سکتور رول نهایت اړین دی ، بنا د د مقاومتي اقتصاد تګلارې پلې کوونکو لپاره مهمه چې د خصوصي سکتور پوره ملاتړ وکړي، وده ورکړي او د هیواد په اقتصادي ده کې یې له دولت سره سهیم کړي.
  15. کورني ظرفیتونه لوړول: د مقاومتي اقتصاد لپاره د داخلي ظرفیتونو جوړول او لوړول ډېر مهم دي ، ځکه که کورني ظرفیتونه په هره برخه کې لوړ شي، په بهر اتکا کمېږي او په هره برخه کې نوښت، ظرفیت ، مولدیت، موثریت او مثمریت رامنځته کېږي، نو دا هم مهمه نقطه ده .
  16. مالي او بانکي سیسټم اصلاح کول: د هیوادونو لپاره د مالي او بانکي سیسټم اصلاح او تقویت سخت جدي اړتیا ده ، په ځانګړي ډول د تحریمونو په صورت کې د مقاومتي اقتصاد د تطبیق  لپاره  باید یادې برخې ته په علمي او مسلکي شکل جدي پاملرنه وشي
  17. د صادراتو د زیاتوالي فرهنګ سازي او د وارداتو محدودول: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره پکار ده چې صادراتي فرهنګ رامنځته کړي او د وارداتو د کم استعمال فکر عام کړي.
  18. د تولید د زیاتوالي له طریقه د وابستګي کمول: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره جدي اړتیا ده چې تولیداتي اقلام زیات کړي او له دې لارې د اقتصادي وابستګۍ څخه ځان وساتي.
  19. د کسب او کار د خنډونو له منځه وړل: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره پکار ده چې د کسب او کار لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي، بې ځایه محدودیتونه ، د قانون هغه مغلقې برخې او ځینې نور موارد جدي او زر تر زره اصلاح کړي.
  20. د اداري او اقتصادي فساد سره جدي مبارزه: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره په کار ده چې د اداري او اقتصادي فساد سره شدیده مبارزه وکړي، ځکه ډېری وخت فساد د هیواد اقتصاد سخت ځپي، ډېری وخت فساد  هیوادونه ګاونډیو ته اړ کوي، ډېری وخت فساد اقتصادي بنسټونه نړوي، ډېری وخت فساد د هیواد معافیتي سیسټم ځپي.
  21. د نویو کاري فرصتونو رامنځته کول: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره اړینه ده چې په هره برخه کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي ، له دې لارې بیکاري هم کموالی مومي او د GDP د زیاتوالي سبب هم کېږي.
  22. د ټکنالوژیکي چلینجونو حلول: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره اړینه ده چې موجودې ټیکنالوژیکي ستونزې حل کړي ، مواصلات او مختلفې سایبري برخې محفوظې او محکمې کړي.
  23. د اقتصاد د زیانمن شویو برخو پېژندنه: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره پکار ده چې اقتصادي اسیب شناسي یا  د اقتصاد ځپل شوي برخې تشخیص کړي او د بیا رغولو لپاره یې جدي کار وکړي.
  24. د نوښتونو رامنځته کول او پیاوړتیا: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره د خلاقیتونو رامنځته کول، پنځول او پیاوړتیا سخت جدي اړتیا ده .
  25. د لګښتونو اغېزناک مدیریت: د مقاومتي اقتصاد پلي کوونکي هیواد لپاره په کار ده چې  له بې ځایه لګښتونو په بشپړ ډول ځان وساتي او د لګښتونو موثر مدیریت وکړي، په دې کار سره د ګاونډیو له احتیاجه او اقتصادي بندیزونو څخه په بریالیتوب راوتلی شو.
  26. د دولتي شرکتونو مدیریت کول او تقویه: د مقاومي اقتصاد لپآره د یاو شرکتونو مدیریت سخت جدي اړتیا ده چې باید ترسره شي.

لیکوال: استاد عبدالجبار وحدت

د افغانستان د ملي بودجې عمومي رئیس او د پوهنتون استاد

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.