هاکان منګوچ: لیکوال، موسیقي پوه او ویناوال

اميرخان سمسور

83

هاکان منګوچ د ترکیې لیکوال، موسیقي‌ پوه او ویناوال دی، چې د « د شپېلۍ ځواک »
« هیڅ ملاقات تصادفي نه‌ دی »
« نیت صاف منزل اسان »
او « درد همېشه لار درښیي »
کتابونه یې لیکلي دي، چې په ټوله نړۍ کې یې ځانګړې شهرت ترلاسه کړی.

⇦ د هاکان منګوچ ژوند او زده کړې:

هاکان منګوچ د ترکیې په بورسا ښار کې زېږېدلی. هغه له ځوانۍ راهیسې د شپېلۍ او پیانو غږولو ته میلان درلود، چې همدا شوق یې د موسیقۍ نړۍ ته ور ننه‌ ویست.
د شپېلۍ ساز سره د اشنا کېدو له امله، د عثماني ژبې، تصوف او صوفیانه فلسفې ته یې لیوالتیا لا زیاته شوه. د دغې علاقې له مخې، نوموړي پرېکړه وکړه چې د مثنوي(فارسي) ژبې زده‌کړه او د صوفیانه مشرانو پېژندلو لپاره د شمس تبریزي ځای ته سفر وکړي.

⇦ د هاکان منګوچ فعالیتونه:

هاکان منګوچ د خپلو زده‌کړو او څېړنو پر بنسټ د عرفان او تصوف په اړه د کتابونو لیکلو، سیمینارونو او ښوونیزو کورسونو جوړولو ته مخه کړه، تر څو د مولانا، شمس تبریزي، یونس امره او نورو سترو پوهانو درسونه له خلکو سره شريک کړي.

نوموړی د «صوفي اکاډمۍ» بنسټګر او رئیس دی، چې د «گیرنه امریکایي پوهنتون» تر چتر لاندې فعالیت کوي.

⇦ د هاکان منګوچ مشهور کتابونه:

1. کتاب «هېڅ ملاقات تصادفي نه‌دی» (No Encounter is by Chance):
په دې کتاب کې، چې یوه کیسه‌ييز بڼه لري، ځینې برخې یې د مولانا او شمس تبریزي کیسې ته اشاره لري. نوموړی لوستونکو ته ور ښيي، چې د ژوند ناڅاپي بدلونونه باید ومني، نه دا چې ورسره مقاومت وکړي.

2. کتاب « د شپېلۍ ځواک» (Ben Neyim):
په دې اثر کې، هاکان منګوچ د نی غږولو هنر، صوفیانه نړۍ، او د خپلو شخصي تجربو له لارې لوستونکو ته د زغم او ثبات(پايښت) درس ورکوي.

3. کتاب «درد همېشه لار درښیي» (Mevlana İstediğin Bir Şey Olursa Bir Hayır Olmazsa Bin Hayır Ara):
په دې کتاب کې، نوموړی د مولانا د «نی‌نامه» پر بنسټ، د مثنوي له لومړیو اتلسو بیتونو نه الهام اخلي، ترڅو د نړۍ اسرار روښانه او د صحیح ژوند تګلاره لوستونکو ته وښيي.

4. کتاب « نیت صاف منزل اسان» (Kalbin Temizse Hikayen Mutlu Biter):
هاکان منګوچ په دې اثر کې، د خپلو استادانو له ښوونو او صوفيانه زده کړې الهام اخلي. نوموړی د ژوند مثبت لید، د مشکلاتو منل او د بریا لپاره د زغم ارزښت روښانه کوي.

⇦ د هاکان منګوچ سبک یا لیکنیزه تګلاره او فکري فلسفه:

هاکان منګوچ د ژوند حقیقت پېژندونکی، هیله من لیدلوری لري. هغه پر دې باور دی، چې انسان باید د ژوند هر حالت ومني، تر څو د ستونزو له طوفانه روغ رمټ راووځي.

نوموړي د مثبت‌ فکر پر ځای، واقعیت ته د تسلیمېدو او له ژوند سره د سموالي لارې ته ترجیح ورکوي، ترڅو هر څوک د روحاني ثبات، ځان‌پېژندنې او ذهني آرامتیا ته ورسیږي.

⇦ کتابونه

منګوچ؛ شاوخوا ۳۰ دېرش کتابونه لیکلي دي او لا یې هم د لیکولو اراده لري، پښتو ژبې ته (۷) کتابونه راژباړل شوي، په راتلونکې کې شاید ددې لیکوال نور کتابونه هم پښتو ته راوژباړل شي.

⇦ د ترکي لیکوال هاکان منګوچ پښتو ته لاندې کتابونه راژباړل شوي دي:

د شپېلس ځواک (روحي سکون)
لیکوال: هاکان منګوچ
ژباړه: نوریه جاهد

لارې دې قدمونو ته روښانه کېږي
لیکوال: هاکان منګوچ
ژباړن: منتشر شاهي

نېکمرغه ژوند (ارواپوهنه)
لیکوال: هاکان منګوچ
ژباړن: نبي ستوری

هېڅ ملاقات تصادفي نه دی
لیکوال: هاکان منګوچ
ژباړه: شیرخان حساس / زینب سهاک

مولانا او شېپلۍ
لیکوال: هاکان منګوچ
ژباړن: لعل الدین ملکزی

نیت صاف منزل اسان
هاکان منګوچ
ژباړن: منتشر شاهي

درد همېشه لار درښیي
هاکان منګوچ
ژباړن: منتشر شاهي

دا چې اوس نړۍ د علم او ټکنالوجۍ ډګر دی، نو مطالعې ته ښه کش ورکړئ، چې ځان او جهان وپېژنئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.