بولان، بلوچستان – مارچ ۱۲، ۲۰۲۵
د بلوچستان ایالت په بولان دره کې د پاکستاني پوځ او بلوڅ ازادي غوښتونکو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري، چې په ترڅ کې یې د جعفر اېکسپرېس د اورګاډي لسګونه مسافر یرغمل شوي وو. د تازه راپورونو له مخې بلوڅ وسله والو د پاکستان د پوځي عملیاتو په ځواب کې ۵۰ برمته شوي کسان وژلي دي.
د بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک (BLA) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د درنو بریدونو هڅه وکړه، چې له امله یې د دوی درې غړي ووژل شول.
په غبرګون کې، وسله والو ادعا کړې چې د برمته شویو کسانو ډلهییز اعدام یې کړی، چې زیاتره یې د پاکستان پوځیان، د ترهګرۍ ضد ادارې غړي او استخباراتي کارکوونکي دي.
دا پېښه د مارچ ۱۱ مه د بلوچستان د بولان دره کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې بلوڅ وسله والو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي ته کمین ونیو او سلګونه مسافر یې برمته کړل. د دې ډلې مشرانو د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته ضربالاجل ورکړ، څو د دوی نیول شوي غړي خوشې کړي، که نه نو د برمته شویو کسانو د وژلو ګواښ یې وکړ.
د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد ادارې اواستخباراتي ادارو له خوا د عملیاتو د چټکولو اعلان شوی، او د راپورونو له مخې د ۲۰۰ څخه ډېر تابوتونه بولان ته استول شوي، چې دا د مرګ ژوبلې د لوړوالي نښه بلل کېږي.
بلخوا د پاکستان د اورګاډي ادارې چارواکي وايي، چې د جعفر اېکسپرېس له ۴۰۰ سپرو څخه ۱۵۵ کسان ژغورل شوي، خو لا هم د سلګونو نورو کسانو برخلیک ناڅرګند دی.
د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ (BLA) پر ايکس/X (پخواني ټویټر) کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې که پاکستان پوځي عملیات بند نه کړي، نو پاتې برمته شوي کسان به هم ووژني.
بلوڅ ازادي غوښتونکي د بلوچستان د ازادۍ لپاره جګړه کوي او د پاکستان حکومت پر وړاندې یې د چريکي بریدونو تاریخ لري. پاکستان تل دا ډلې ترهګرې بللي او د هغوی پر ضد یې سخت پوځي عملیات کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.