د لنډیو اصلي منابع خلک دي/ اتمه برخه

آصف بهاند

112

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

اتمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

 ۳۱۳مه برخه

له ادم زادو مې توبه ده

نور به لیوان په یارۍ نه‌نیسم میـینه

 

پنجابه بخت دې زورور دی
وروڼه زما دي، سر په تا قربانوینه

 

دواړه د یوه صنف ټولگیوال وو
هغه ډاکتر شو زه ذهني بېماره شومه

 

زما د هغو دوستانو په ډله کې یوبل دوست هم وراضافه شو چې له ماسره د لنډیو په راټولو کې مرسته کوي. د لنډیو د راټولو په سلسله کې نن یو درانه فرهنگي دوست مرسته وکړه او د نویولنډیو خزانه یې راشته‌منه کړه. د محمد طارق بزگر له رسمي او شخصي بوختتیاوو سره ـ سره بیا هم دې ته پام دی چې آصف بهاند د نویو لنډیو لټه کوي او هغه په دوامداره توگه راخوندي کوي. ښاغلي بزگر د فرهنگي متقابلو مرستو په لړ کې، د ۲۰۲۵ ام کال د مارچ پر یولسمه د مسنجر پر مټ یوه ویدیو راولېـږله چې زه همدلته مننه ورنه کوم.

تر هغې ویدیو لاندې، ویدیو خپرونکو یا ویدیو جوړونکو داسې لیکلي وو:

«سلامونه ملګرو د روژې په اړه یو څو تازه لنډۍ ټولو ملګرو او مینوالو ته ډالۍ»

دا خو ټولو ته څرگنده ده چې لنډۍ د خلکو مال دی او ویونکی یا شاعر یې ناڅرگندی وي، خو له بده‌مرغه چې پر دې ویدیو باندې لیکلي وو: «شاعر: مقبول جلیل».

د فولکلور ټولونکو هیله دا ده چې: څوک چې لنډۍ په میډیا کې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کوي، هغه په ځان پورې ونه‌تړي او خپل مال یې و نه ‌گڼي، ځکه لنډۍ د ټولو خلکو مال دی.

ما ویدیو ولیدله او له هغې نه مې پنځه داسې لنډۍ راولیکلې چې ما ته نوې وبرېښېدلې. هغه لنډۍ دا دي:

څنگه چې زه وران او ویجاړ یم

د مسافرو روژه‌ماتي داسې دینه

 

یا خو به وي روژې زبېښلی

یا به زما جانان زېـړي نیولی وینه

 

داسې یووخت، داسې روژه وه

تر پېړشمي به مې جانان ته ویل شعرونه

 

که چېرې زما له څنگه ولاړې

باور دې وشه نه خوښۍ شته نه خوندونه

 

څنگه بې‌رحمه زمانه شوه

چیغې مې اوري، خو غږ هېڅوک نه‌کوینه

دا هم د لنډیو د دې برخې له پاره څونورې لنډۍ:

 

د تشې خولې مٸين دې نه يم

په سخته ورځ به درنه ځان قربانومه

 

زړه مې په هیڅ نه راټولیـږي

مـا د بـایـللي یــار یــادونــه ژړویـنـه

 

په زړه یې یو، نصیب یې بل شي

د پـښـتـنـو پـــه رواج ولــگــه اورونــه

 

اسمان ته گوره، څنگه شین دی

زړه مې همداسې درپسې شین دی، وبه‌مرمه

 

لاسونه کلک رانه چاپـېـر که

بېلتون وهلی زړه مې ستا نارې وهینه

 

د بېلېدو سخته شېبه وي

مرۍ مې غوټه شي، نصیب مې وښکنځینه

 

که غورځېدمه، لاس رانه کړې

ما الوتل په مات وزره زده کړي دینه

 

یار مې په غره رانه پناه شو

وریځ هم نه یم چې پر غرو پسې وخیژمه

 

له ادم زادو مې توبه ده

نور به لیوان په یارۍ نه‌نیسم میـینه

 

مورې مکتب پسې ړندېـږم
جاهلان نه غواړي مکتب ته لاړه شمه

 

تر نازولي غږ دې جارشم

ما د ارام گولۍ خوړلې، خوب راځینه

 

د ډسمبر ساړه لگیـږي

ماته د لرې لالي غېـږ رایادوینه

 

پنجابه بخت دې زورور دی
وروڼه زما دي، سر په تا قربانوینه

 

چې رانه ځې او رخصت اخلې

سترگې به پټې کړم چې تلل دې نه وینمه

 

جانان مې لاړو مسافر شو

نه پسې تلای شم، نه یې باد بېرته راوړینه

 

چې تا راکړي، ما خوړلي
د یارانې په کور کې نه‌شته پېغورونه

 

تا ته د زړه له زوره خاندم

غم به د زړه په کور دننه تېرومه

 

دواړه د یوه صنف ټولگیوال وو
هغه ډاکتر شو زه ذهني بېماره شومه

 

تر مودو پس کلي ته راغلم

کلی هغه دی، وړوکو کډې کړې دینه

د لنډیو اصلي منابع خلک دي- ۷مه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.