د اروپايي ټولنې استازولۍ په هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی دی
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ په هېواد کې روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
اروپايي ټولنې د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ د پنځه ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ روغتیا ته د افغان ښځو لاسرسی مهم بللی او ویلي یې دي چې نږدې ۱۰۰ زرو افغان ښځو ته یې د ساري ناروغیو د مخنیوي خدمتونه وړاندې کړي دي.
اروپايي ټولنه داسې مهال په هېواد کې د افغان ښځو روغتیا ته پر لاسرسي ټینګار کوي، چې طالبانو د ښځو طبي زده کړې منع کړي چې د راپورونو له مخې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو او قابله وو له کمښت سره مخ کېدونکی دی.
د هېواد لرې پرتو سیمو کې افغان ښځې چې د کورنیو سرپرستي یې په غاړه ده، له طالبانو سربېره پر نړیوالو روغتیايي سازمانونو غږ کوي څو یې روغتیا ته لاسرسی آسان او ممکن کړي.
د طالبانو په حاکمیت کې د افغانستان د روغتیا سیستم د ځوړ اندېښنې وروسته له هغې په زیاتېدو دي، چې د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډول شوې دي. له همدې امله د ماشومانو ژغورنې صندوق ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړلي او پاتې ۱۴ د روانې میاشت پای کې د بودیجې کمښت له امله هم تړي.
له دې سره یو شمېر روغیتاپال ټینګار کوي، چې نړیوال دې افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته روغتیايي خدمات او مرستې له سیاسي مسایلو لرې وساتي او له ملاتړ دې یې لاس نه اخلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.