د روژې مبارکه میاشت کې د ښو کړنو او مرستې کولو ارزښت

لیکنه : لیکنه : شېرمحمد امیني ستانکزی

155

د روژې مبارکه میاشت کې نېک عملونه او له بېوزلو سره مرسته کول انسان ته د پرهېزګارۍ او ښو اخلاقو لاره ښيي. په دې مبارکه میاشت کې نېک او ښه عملونه ترسره کول د انسان زړه ته سکون ورکوي، چې په دې سره زړونه له کینې، کدورت او دښمنۍ ساتي او نرمښت ته یې هڅوي.
په همدې مبارکه میاشت کې مسلمانان زیات وخت عبادتونو، د قرآن کریم تلاوت، ذکر کولو او صدقې ورکولو ته وقف کوي، چې دا ټول عملونه له نورو میاشتو لس برابره زیات ثواب لري.
د روژې میاشت کې باید له صبر او تحمل نه کار واخیستل شي، ځکه الله تعالی له صابرینو سره دی. نو پکار ده، چې خپل ځان الله تعالی ته وسپارو او د دې میاشتې په برکت به مو په خپلو ورځنیو چارو کې زیات برکتونه راشي. دا برکتونه به نه یوازې زموږ په دنيوي کارونو کې مرسته وکړي؛ بلکې د آخرت لپاره به مو هم یو ښه کښت کړى وي.
په روژې میاشت کې له بېوزلو سره مرسته کول د انسانیت د صله رحمۍ یوه هڅه ده، چې یو څوک د خپل وخت، مال او زحمت اېستلو په یوه حصه د نورو ژوند ته نېکمرغي او خوښي ور په برخه کوي. نو څوک چې د بېوزلو کورنیو اقتصادي ستونزې او اندېښنې کموي، الله تعالی به په هغه کس باندې نور هم مهربان شي او د هغه مالونو او کار کې به زیات برکتونه واچوي.
په همدې میاشت کې باید هڅه وشي، چې د خپلې ژبې ساتنه وکړو، له زړونو د عداوت او کینې جرړې له منځه یوسو او همدارنګه له بدو خبرو، غیبت کولو، چغلي او ناروا خبرو څخه ډډه وکړو، ځکه په دې سره نه یوازې د وګړو لپاره ګټه ده؛ بلکې د ټولنې د اصلاح او سمون سبب هم کېدلای شي.
راځئ چې د رمضان مبارکه میاشت پوره د زړه له تله ونیسو، په ځان او ټولنې کې سمون راولو، له خلکو سره ښه سلوک وکړو او له بېوزلو سره د خپل وس په توان مرستې وکړو.

!روژه د عبادتونو او له بېوزلو سره د مرستې کولو میاشت ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.