نوم: بدبخته پلار (لنډه کیسه)

لیکوال: واجد منګل

228
سړی د باندې ووت، ښځې چېغې وهلې، له چیغو سره یې غېږ کې د پرتې کوچنۍ ماشومې ژړا هم ګډه وه، وروسته ښځې ورو نجلۍ په ځمکه څملوله، کړکۍ ته نیږدې ورغله، سر یې اوږد کړ، په ژړاغوني انداز یې ور ناره کړه:
-د خدای داد ومنه. نجلۍ مریضه ده.
سړي غوږونه کاڼه کړل، باک نه ورته، د لور په پیدا کېدو نه وو خوشحاله، له دوو ښځو څخه یې شپږ لوڼې درلودې، د تېر په څېر یې بیا له ځان سره وعده کړې وه، که دا ځل نجلۍ پیدا شوه، دریم واده به کوي.
سړي په توره تیاره کې د غوجلې خوا ته ګامونه واخیستل،  ور ننوت. اوزې ته، چې نوې پیدا شوې سیرلۍ یې تر څنګ ناسته وه، ور نیږدې شو، سیرلۍ پاڅېده، له اوزې را وګرځیده، د سړي د پښو لاندې ودرېده.
سړی خوشحاله وو، ګټه یې وه، د سیرلي پر ځای سیرلۍ پیدا شوې وه، خو پر خپلې پیدا شوې لور یې ځان بدبخت ګاڼه.
شاته اتلس کلنه لور یې د غوجلې له دېوال سره ولاړه وه، دې خپل پلار ته کتل، چې لاس یې د سیرلۍ په سر تېراوه، نجلۍ غلې له ځان سره وبنګیده:
-کاش! چې زموږ پر سر خو دې هم همداسې یوه ورځ لاس تیر کړی وای.
سړی د خپلې لور خوا ته روان شو، ودرېد، عینکې یې له سترګو لیرې کړې، ویې ویل:
-پر نیمې شپې یې بیا احوال واخله، خدای مه کړه په سیرلۍ څه و نه شي.
وروسته په تېزۍ سره پاسنۍ کوټې ته وخوت، خونه تیاره وه، څو ګامه مخکې لاړ، پښه یې د مېز په ژۍ (څوکه) ولګېده، مېز باندې ایښی، له اوبو ډک جېک لاندې وغورځېد، ژر یې ګروپ ته لاس ور وغځاوه، لاندې یې وکتل، د پښې له غټې ګوتې يې وينه په راوتو وه او څړيکې يې وهلې. په وینه کې د لګیدلي ګروپ سپینه رڼا ښکارېده.
د سړي مخ له غوسې سور واوخت، تور غټ برېتونه یې وخوځیدل، په زوره یې چیغه کړه:
-زرینې!
غږ یې وا نه ورېد، د پښې درد یې احساس کړ، په بې ویښتو سر باندې ایښې خولی یې پر ځمکه وویشته: د خرې لورې!!!
څو ثانیې وروسته نجلۍ د سړي مخې ته ودرېده، تېزه تېزه ساه یې اخېسته، سړي وار له واره پرې لاس پورته کړ، د نجلۍ سپین غومبری سور واوخت، نېغه ودرېده، پروا یې نه وه، پلار به یې هره ورځ دوه-دری ځلې وهله، ان خره به یې بلله.
څو شېبې د سړي له خولې لاړې باد شوې، په زوره وغږېد، نور به یې څه ویل، لور یې په دې ملامته کړه چې مېز دې غلط ځای کې ایښی.
نجلۍ د سپیناوي په خاطر سترګې خپل پلار ته ور پورته کړې:
-دا تا په خپله خوښه دلته ایښی.
دا خبره د سړي په ځان کله لوریده، لاس یې ور وغځاوه، له ویښتو یې را ونیوله، په تشي کې یې اخیري لغته ورکړه.
د نجلۍ له خولې «اخ» را ووت، منډه یې کړه، لاندې کښته شوه…
سړي مېز ته لاس ور وغځاوه، یوې خوا یې کش کړ، پښه یې په یوه ټوټه وتړله، سګرټ یې را واخیست، ځای یې تیار کړ او اوږد وغځېد…
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.